کرېکټ: افغانستان شري لنکا ته په درې منډو ماتې ورکړه

د عکس سرچینه، ACB
افغان کرېکټ ملي لوبډله له خپلې سیالې شري لنکا لوبډلې سره خپله ورستۍ او درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې شري لنکا لوبډلې ته په درې منډو ماتې ورکړه.
افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ نن هم د لوبې پچه وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
افغان لوبډلې په نننۍ سیالۍ کې د ټولو شل اورونو له لوبې وروسته پنځه وېکټې له لاسه ورکړې، ۲۰۹ منډې یې وکړې او شري لنکا لوبډلې ته یې د ۲۱۰ منډو هدف وټاکه.
خو شري لنکا لوبډلې د شپږ وېکټو له لاسه ورکولو وروسته د ۲۰م اوور په وروستي توپ ۲۰۶ منډې وکړې او په درې منډو یې لوبه بایلوده.

د عکس سرچینه، AFGHAN CRICKET BOARD
د یادونې ده، چې په پرلپسې نهو نړیوالو لوبو کې له ماتو وروسته افغانستان نن شل اوریزه لوبه وګټله.
په نننۍ لوبډله کې ځینې بدلونونه راغلي وو. د دغې لوبلړۍ په بهیر کې په لومړي ځل محمد اسحق او وفادار مومند ته ځای ورکول شوی و، دغه راز د ګلبدین نایب پر ځای فرید ملک لوبډله کې شامل کړای شوی و.
افغانستان لوبه چټکه پیل کړه او په لومړیو شپږو اوورونو (پاور پلې) کې یې ۷۲ منډې وکړې.
رحمان الله ګربز د افغانستان له لوري تر ټولو ډېرې ۷۰ منډې وکړې ورپسې حضرت الله ځاځی و، چې له ۲۲ توپونو یې ۴۵ منډې ترلاسه کړې.
افغانستان د شل اوریزو لوبو دوه سیالۍ وار دمخه بایللي دي. افغان لوبډلې دغه راز د یو ورځنیو لوبو لړۍ او یوازنۍ ټېسټ لوبه هم شري لنکا ته وبایللې.





















