شري لکنا له افغانستان دویمه شل اوریزه لوبه په ۷۲ منډو وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
د شري لنکا کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه شل اوریزه لوبه کې افغانستان ته پر ۷۲ منډو ماته ورکړه او په دې توګه یې د دریو شل اوریزو لوبو دا لړۍ هم ۲ صفر وګټله.
شري لنکا په ننۍ لوبه کې افغانستان ته د ۱۸۸ منډو هدف ټاکلی و.
خو د افغانستان ټول لوبغاړي تر ۱۷ اوره په داسې حال کې وسوځېدل چې ټولټال ۱۱۵ منډې یې کړې وې.
د افغانستان له اړخه د کریم جنت ۲۸ او د محمد نبي ۲۷ منډې تر نورو ډېرې وې.
شري لنکایۍ لوبډلې دا هدف د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی و.
د شري لنکا له اړخه سادیرا سماراویکرما نیمه سلیزه او انجیلو ماتیوس ۴۲ نا سوځېدلې منډې وکړې.
ماتیوس په توپ اچونه کې هم دوه افغان لوبغاړي وسوځول او په دې توګه د دې سیالۍ غوره لوبغاړی شو.
د افغانستان له اړخه په توپ اچونه کې بیا عظمت الله عمرزي او محمد نبي دوه دوه او فضل الحق او نوین الحق یو یو لوبغاړی وسوځاوه.
د ننۍ لوبې پچه هم افغان لوبډلمشر ابراهیم ځدراڼ وګټله او د تېرې لوبې په څېر یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ننۍ لوبې لپاره په افغان لوبډله کې یو بدلون رامنځته شوی او هغه دا چې د سوکه توپ اچوونکي قیس احمد پر ځای کیڼ لاسی توپ وهونکی حضرت الله ځاځي لوبېده.
شري لنکا په لوبډله کې کوم بدلون نه دی راوستی.
افغانستان د دې لوبلړۍ لومړۍ لوبه شري لنکا ته پر ۴ منډو بایللې وه.

د عکس سرچینه، Getty Images
شري لنکا په تېره شل اوریزه لوبه کې تر ۱۹ اووره د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې وکړې او افغانستان ته یې د ۱۶۱ منډو هدف وټاکه.
افغان لوبډلې بیا په ۲۰ اورونو کې د ۹ ویکټو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې وکړای شوې.
د یادونې ده چې د افغانستان او شري لنکا ملي لوبډلو تر دې شل اوریزې لوبلړۍ ورمخکې د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ او یوه ټېسټ لوبه هم کړې، چې ټولې سیالۍ شري لنکا ګټلې دي.
د افغانستان او شري لنکا ترمنځ دریمه شل اوریزه لوبه چارشنبه د فبرورۍ ۲۱مه کېږي.





















