کرېکټ: افغانستان له شري لنکا سره د شل اوريزو سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې دوشنبې (۱۲ فبروري) د شري لنکا پر وړاندې د دريو شل اوريزو سياليو د لړۍ لپاره ۱۶ کسيزه لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرېکټ بورډ له خوا خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، د شل اوريزو سياليو لوبډلمشر راشد لا هم د ملا د عملياتو له امله تر درملنې لاندې دي او پر ځای به يې مشري د ابراهيم ځدراڼ پر غاړه وي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د مجيب الرحمان ځدراڼ او سليم ساپی هم درملنه روانه ده او د دغو سياليو برخه به نه وي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د ابراهيم ځدراڼ په مشرۍ به رحمن الله ګوربز، محمد اسحاق، حضرت الله ځاځی، ګلبدين نايب، محمد نبي، نجيب الله ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، کريم جنت، شرف الدين اشرف، فضل الحق فاروقي، فريد احمد، نوين الحق، نور احمد، وفادار مومند او قيس احمد د شري لنکا پر وړاندې سيالۍ کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې د شل اوريزو لوبو د لړۍ لومړۍ سيالي د فبرورۍ پر ۱۷، دويمه پر ۱۹ او درېيمه پر ۲۱ نېټه د شري لنکا په کوربتوب ترسره شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي له دغو لوبو يې موخه شل اوريز نړيوال جام ته چمتووالی دی.

د عکس سرچینه، ACB
د غوراوي کمېټې چارسمبالي مسوول احمد شاه سليمانخېل وايي، "د دغو سياليو اهميت ته په پام سره به زموږ يوه موخه دا هم وي، تر څو د شل اوريزو سياليو نړيوال جام هم له نظره ونه باسو او له اوسه ورته د تجربه کاره لوبغاړو تر څنګ ځوانان هم په پام کې ونيسو او وروزو."
په دې لوبډله کې يو شمېر ځوانو لوبغاړو ته هم ځای ورکړل شوی چې د افغانستان کرېکټ بورډ اجرائيوي مشر نصيب خان په وينا، "لوبډلو ته د ځوانانو شاملول هم زموږ له مسووليتونو ګڼل کېږي چې تراوسه دغه چاره هم په ښه او سيستماتيک ډول مخ ته تللې ده. "
د افغانستان ملي لوبډله اوسمهال له شري لنکا سره د يو ورځنيو د لوبو پر لړۍ بوخته ده. د دغو لوبو د لړۍ دوې لوبې شري لنکا ګټلې دي. تر دې وړاندې يې له دغه هېواد سره يوه ټېسټ لوبه هم لرله چې د شري لنکا په ګټه تمامه شوه.
افغانستان له شري لنکا سره له شل اوريزو لوبو وروسته او د کرېکټ له شل اوريز نړيوال جام مخکې په خپل کوربتوب له ايرلنډ سره يوه ټېسټ لوبه، دری يو ورځنۍ او دری شل اوريزې لوبې هم لري.
ټاکل شوې د کرېکټ شل اوريز نړيوال جام د روان کال د جون پر لومړۍ نېټه د امريکا او وېسټ انډیز په کوربتوب پيل شي.
د دغه نړيوال جام لپاره لوبډلې په څلورو ګروپونو وېشل شوې چې هر ګروپ کې پنځه پنځه لوبډلې دي. افغانستان له نيوزيلنډ، وېسټ انديز، يوګانډا، پاپوا نيو ګيني سره په يوه ګروپ کې دی او بل پړاو ته د تلو لپاره به له دغو هېوادونو سره به سيالي کوي.





















