تېر کال 'کې‌۲' څوکې ته د ختلو پر مهال د مړه شوي افغان غرختونکي جسد ترلاسه شو

نوښاخ

د عکس سرچینه، AfghanembassyI1

د خپرېدو وخت

پاکستان کې تېر کال کې‌۲ (K2) غره ته د ختلو پر مهال د یوه مړه شوي افغان غر ختونکي 'علي اکبر سخي' جسد د نوموړي کورنۍ ته سپارل شوی دی.

علي اکبر سخي یو کال مخکې (د ۲۰۲۲ کال جولای) کې له څو نورو بهرنیو غر ختونکو سره د کې‌ټو څوکې ته د ختلو په نیت خوځېدلی و،‌ خو په شاوخوا ۷ زره متره لوړوالي کې پرې د هوا د خرابتیا له کبله ظاهرآ د زړه حمله راغلې او مړ شوی و.‌

د هغه مړی تر اوسه ځکه دغلته پاتې و چې د دوامداره خرابې هوا له کبله لاسرسی نه ورته کېده.

تازه په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، "له یوه کال هڅو وروسته بالاخره د پاکستان پوځ د تمریناتو په وخت کې د افغان غرختونکي جسد راکښته او په اسلام آباد کې" دوی ته وسپاره.‌

علي‌

د عکس سرچینه، ALI AKBAR SAKHI

د عکس تشریح، علي‌اکبر سخي‌

کې‌ټو د سمندر له سطحې د ۸۶۱۱ مترو په لوړ والي له اېورېسټ را وروسته د نړۍ دویمه تر ټولو لوړه څوکه ده.

دغه څوکه د قراقرم غرونو لړۍ کې پرته ده چې د پاکستان د کشمیر، هند او چین ترمنځ غځېدلې.

کې‌ټو څوکې ته د ختلو هڅه ځکه له مرګ سره لوبې ګڼل کېږي، چې په هرو څلورو غر ختونکو کې چې غواړي دې څوکې ته ځان ورسوي، یو مري.

دې څوکې ته د ختلو خطر له دې هم ښه مالومېدای شي، چې د ورختلو پر مهال د مړینې ګواښ ۲۹ سلنه خو ایوریسټ ته بیا د ختلو او مړینې ګواښ یوازې ۴ سلنه دی.

له علي اکبر سخي سره دې څوکې ته د ختلو په سفر کې دري نیپالي‌ او یوه فرانسوۍ غر ختونکې مله وو.‌

ښاغلي سخي به په لار کې پر خپل فېسبوک او انسټګرام خپلې تجربې او عکسونه هم شریکول.

علي

د عکس سرچینه، ALI AKBAR SAKHI

د عکس تشریح، علي اکبر سخي کې۲ ته د ختلو پر مهال پر خپل فېسبوک او انسټګرام عکسونه هم خپرول

د علي اکبر سخي په اړه ویل شوي چې ۳۴ کلن او د کمپیوټر سافټویر انجنیر و.

نوموړي په افغانستان کې د بامیان، پنجشیر او بدخشان غرونو ته د ختلو تجربه درلوده او ویل کېږي یو شمېر ځوان افغان غر ختونکي یې روزلي هم وو.‌

هغه په ۲۰۲۰ کال کې د غره ختونکو د یوې ډلې لارښود و چې د بدخشان نوښاخ څوکې ته وختل.‌