تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تېر کال 'کې۲' څوکې ته د ختلو پر مهال د مړه شوي افغان غرختونکي جسد ترلاسه شو
پاکستان کې تېر کال کې۲ (K2) غره ته د ختلو پر مهال د یوه مړه شوي افغان غر ختونکي 'علي اکبر سخي' جسد د نوموړي کورنۍ ته سپارل شوی دی.
علي اکبر سخي یو کال مخکې (د ۲۰۲۲ کال جولای) کې له څو نورو بهرنیو غر ختونکو سره د کېټو څوکې ته د ختلو په نیت خوځېدلی و، خو په شاوخوا ۷ زره متره لوړوالي کې پرې د هوا د خرابتیا له کبله ظاهرآ د زړه حمله راغلې او مړ شوی و.
د هغه مړی تر اوسه ځکه دغلته پاتې و چې د دوامداره خرابې هوا له کبله لاسرسی نه ورته کېده.
تازه په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت ویلي، "له یوه کال هڅو وروسته بالاخره د پاکستان پوځ د تمریناتو په وخت کې د افغان غرختونکي جسد راکښته او په اسلام آباد کې" دوی ته وسپاره.
کېټو د سمندر له سطحې د ۸۶۱۱ مترو په لوړ والي له اېورېسټ را وروسته د نړۍ دویمه تر ټولو لوړه څوکه ده.
دغه څوکه د قراقرم غرونو لړۍ کې پرته ده چې د پاکستان د کشمیر، هند او چین ترمنځ غځېدلې.
کېټو څوکې ته د ختلو هڅه ځکه له مرګ سره لوبې ګڼل کېږي، چې په هرو څلورو غر ختونکو کې چې غواړي دې څوکې ته ځان ورسوي، یو مري.
دې څوکې ته د ختلو خطر له دې هم ښه مالومېدای شي، چې د ورختلو پر مهال د مړینې ګواښ ۲۹ سلنه خو ایوریسټ ته بیا د ختلو او مړینې ګواښ یوازې ۴ سلنه دی.
له علي اکبر سخي سره دې څوکې ته د ختلو په سفر کې دري نیپالي او یوه فرانسوۍ غر ختونکې مله وو.
ښاغلي سخي به په لار کې پر خپل فېسبوک او انسټګرام خپلې تجربې او عکسونه هم شریکول.
د علي اکبر سخي په اړه ویل شوي چې ۳۴ کلن او د کمپیوټر سافټویر انجنیر و.
نوموړي په افغانستان کې د بامیان، پنجشیر او بدخشان غرونو ته د ختلو تجربه درلوده او ویل کېږي یو شمېر ځوان افغان غر ختونکي یې روزلي هم وو.
هغه په ۲۰۲۰ کال کې د غره ختونکو د یوې ډلې لارښود و چې د بدخشان نوښاخ څوکې ته وختل.