د فرانسې ښاروال: که غره ته خېژئ، له مخکې مو د جنازې لګښت ورکړئ

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې د سن جیرفیه ښاروال ویلي، په (مونت بلانک) غره کې وضعیت دومره خطرناک شوی چې ختونکو ته یې ویل کېږي که د غر ختنې ټینګ هوډ لرئ، نو سختیو کې د ژغورلو لپاره باید لا له وړاندې ۱۵ زره یورو ورکړئ او د مړینې په صورت کې د جنازې د مراسمو د سمبالښت لپاره هم پیسې تادیه کړئ.
د سان جیرفیه ښار - چې د غره په ډډه کې پروت دی او لوړوالی یې هم ۴۸۰۰ متره دی - ښاروال جان مارک بیلیکس ویلي، څوک چې د دوی خبرداری په پام کې نه نیسي، نو په اصل کې له "روسي رولېت سره لوبې کوي".
د تودوخې د کچې لوړېدو سره هلته د لویو ډبرو راښویېدو خطر ډېر شوی دی.
ښاروال وايي، د یوه تن د ژغورلو لګښت ۱۰ زره یورو دی او د جنازې او تدفین د مراسمو مصرف یې هم پنځو زرو یورو ته رسېږي.
دی وايي، که تاسو لا له مخکې دا پیسې ورنه کړئ، نو د فرانسې مالیه ورکوونکي به یې ستاسې پر ځای ور نه کړي.
د یاد ښار په یوه انټرنېټي ویناپاڼه کې راغلي، د سیلګرۍ لارښوونکي اوس (ګوتیه) غره ته له غر ختونکو سره تګ ته زړه نه ښه کوي. وايي هلته دا خطر لږ تر لږه د اګست تر نیمايي پورې شته.
ښاروال پر ځینو هغو غر ختونکو نیوکې کړې چې خطر په پام کې نه نیسي او هلته یې د مړینې لوړ خطر بابیزه ګڼلی دی.
دی وايي، د تېرې مې پر ۳۰مه یې ځینې رومانیايي غرختونکي وموندل چې یوازې لنډې جامې او سپورتي بوټان یې لرل. چورلکې یې پر سر وچورلېدې او په لوډسپیکر کې یې د بېرته ستنېدو سپارښتنه ورته کوله، خو دوی ویل چې بېرته به ستانه شي خو په سبا به بیا غره ته د ختلو هڅه وکړي.
ښاروال په سیمه کې د ډبرو د راښویېدو له وېرې د سرپنا ځینې ځایونه تر بل اعلان پورې بند کړي دي.
هلته د تودوخې د کمسارې لوړېدو او د ډبرو ښویېدو له کبله خطر ډېر شوی. همداشان د کنګلي ټوټو راښویېدو وېره هم شته.

د عکس سرچینه، SAKHI TWITTER
فرانس پرېس خبري اژانس ته په شامونیه سیمه کې د غر ختلو یوه کارپوه اولیویه ګریبیر ویلي، هره ورځ د غره سر ته یوازې شل تجربه لرونکي کسان خېژي، چې مخکې به دا شمېر د ۱۰۰ او ۱۲۰ په منځ کې و.
په فرانسه او ایټالیا کې د مونت بلنک غرونو لړۍ کې ۱۱ د غرونو لوړې څوکې شته چې لوړوالی یې شاوخوا څلور زره متره دی او هر کال زرګونه سیلانیان ورځي.
د تېرې چنګاښ پر ۳۱ (جولای ۲۲) د افغانستان یو وتلی غره ختونکی علي اکبر سخي په پاکستان کې د غره ختو پر مهال مړ شو.
د قراقورم په نامه هغه کمپنۍ چې ښاغلي سخي ورسره په پاکستان کې د "کې ټو" په نامه غره ته پورته کېده، بي بي سي پښتو ته وویل، چې نوموړی له دویم کمپ نه دریم هغه ته د ختو پرمهال ناڅاپي ناروغه شو چې وروسته يې سا ورکړه.




















