د نوې امنیتي هوکړې' آکوس' پر سر جنجال: د بریتانیا او فرانسې دفاعي مذاکرات لغوه شول

په پام کې وه چې د فرانسې دفاع وزیره لندن ته سفر وکړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په پام کې وه چې د فرانسې دفاع وزیره لندن ته سفر وکړي
د خپرېدو وخت

د فرانسې دفاع وزیرې د بریتانیا، امریکا او اسټرالیا تر منځ د یوې امنیتي هوکړې پر سر له ناندریو وروسته له خپل بریتانوي سیال سره خبرې لغوه کړې دي.

له هغه وروسته چې اسټرالیا له فرانسې سره د اوبتلونو په هکله له یوې هوکړې په شا شو او د له بریتانیا او امریکا سره یې د اتومي انرژۍ پر مټ د چلېدونکو اوبتلونو چمتو کولو هوکړه وکړه، پاریس کې د چارواکو غوسه راوپارېده.

د بریتانیا لومړی وزیر بورېس جانسن وايي، فرانسه باید د دې هوکړې په تړاو اندېښنه و نه کړي، خو د بریتانیا له دفاع وزیر بین والاک سره روانه اونۍ لندن کې د فرانسې دفاع وزیرې فلورنس پارلې لیدنه لغوه شوې ده.

د فرانسې لپاره د بریتانیا پخوانی سفیر لارډ ریکیټس چې پام کې وه، دې غونډه کې به ګډون کوي تاییدوي چې دا غونډه ''وروسته یوې بلې نېټې ته ځنډول شوې ده. ''

داسې حال کې چې فرانسوي چارواکي نوې هوکړه پر ځان ''له شا د چاکو ګوزار '' بولي، اسټرالیا چارواکي بیا له فرانس سره د دودیزو اوبتلونو هوکړې پر ځای له بریتانیا او امریکا سره د اتومي انرژۍ پر مټ د نویو اوبتلونو چمتو کولو هوکړه د خپل هېواد په ګټه بولي او دفاع یې کوي.

اوبتل

د عکس سرچینه، Ministry of Defence

لومړي وزیر سکاټ مورېسن هغه تورونه رد کړي، چې ګواکې اسټرالیا دې لړ کې دروغ ویلي.

نوموړی وايي، فرانسې ته باید معلومه وای چې هوکړه به له منځه ځي.

د آکوس په نامه دغه هوکړه چې تېره اونۍ وشوه، په سویلي چین سمندر کې د چین د نفوذ مخنیوي په نظر ورته کتل کېږي، خو دې سره په ۲۰۱۶ کال کې د فرانسې او اسټرالیا تر منځ د دودیزو اوبتلونو چمتو کولو رامنځته شوې هوکړه هم له منځه لاړه چې ۳۷ میلیارده ډالره ارزښت یې درلود.

د نوې هوکړې له پلي کېدو وروسته به اسټرالیا د نړۍ اووم هېواد شي چې د اتومي انرژۍ پر مټ چلېدونکي اوبتلونه به ولري.

امریکا، بریتانیا، روسیه، چین، هند او فرانسه هغه هېوادونه دي چې دغه ډول اوبتلونه لري.

د هوکړې له مخې به شریک هېوادونه د سایبر وړتیاوو وده، مصنوعي ځېرکتیا او تر سمندري اوبو لاندې کارېدونکې تکنالوژۍ برخه کې هم همکاري کوي.