له جګړو مخکې افغانستان کې جرمن سیلانۍ

.

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، سیلانۍ او مېوه پلوري
    • Author, مجیب رحمان اتل
    • دنده, د جرمني لانکن پوهنتون څېړونکی
  • د خپرېدو وخت

د دې انځورونو خبره څو پخوا کلونو او جرمني کې د میتل فرانکن افغانانو کلتوري ټولنې جوړېدو ته رسېږي.

۷۳ کلنه جرمنه دې ټولنې ته ورځي او له یوه لیک سره د څو سوه فلمونو کڅوړه ورسپاري.

دا فلمونه پر انالوګ کمرې اخیستل شوي او له پنځو لسیزو پخوانی افغانستان او ولس ښيي.

تېرو څلورو لسیزو کې د افغانستان ناامني سبب شوه چې د ظاهرشاه د حکومت دوره(۱۹۳۳-۱۹۷۳) د امنیت او ټیکاو د دورې په نوم د ځینې افغانانو یاد کې پاتې شي.

که څه هم د ظاهرشاه دوره د ملي پراختیا د چټکتیا له پلوه له نیوکو خالي نه ده، ځکه هغه دې برخه کې ساتنپالی یا محافظه کار چلن درلود، خو اوس په کور او بهر د امن دورې په نوم یادېږي.

عکاسه ګریهیلډ متهیا

.

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، پر ۱۹۶۷ کال محمد ظاهرشاه کابل کې د جرمن ولسمشر کارل هنریچ لوبک سره

له جرمني تر کابل

که څه هم د ظاهرشاه واکمنۍ کې افغانستان کې د بهرنیو سیلانیانو کره شمېر مالوم نه دی، خو لانلي پلنېټ رسنۍ وايي، اویایمه میلادي لسیزه کې افغانستان د سیلانیانو بیروبار سره مخ و.

پر دغه مهال افغانستان د داسې هېواد په توګه چې ځان یې نړیوال پرمختګ او عصریتوب سره ورو ورو ملګری کاوه، بېخ بنسټو پروژو ته یې هم اړتیا درلوده.

.

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، مېرمن متهیا او کورنۍ یې سالنګ کې.

په دې سبب مېرمن ګریهیلډ متهیا د کابل په ۴۰ کیلومترۍ کې د ماهیپر بند جوړلو پروژه کې بوخته وه چې تر ډېره یې جرمني مالي ملاتړ کاوه.

خو دې جرمن مېرمنې ۵۵ کاله پخوانی او له جګړو مخکې افغانستان په کمره کې ډېر ښکلی انځور کړی دی.

.

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، بامیان کې متهیا
مجسمه‌های بودا

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، بودا مجسمه

هغه مهال د افغانستان او نړۍ یو بې ساری تاریخي اثر یانې ۵۵ متره دنګه بودا مجسمه د غره منځ کې ولاړه وه او لویي یې بهرني سیلانیان ور مات کړي وو.

افغان چارواکي، د افغانستان ښکلی طبیعت، ښځې، ورځنی کلیوال او ښاري ژوند د مېرمن متهیا د عکاسۍ سوژه وه.

.

د عکس سرچینه، Alamy

د عکس تشریح، د کابل مال منډيي کې مېرمن متهیا

دې انځورونو کې د پام وړ ټکی هم د افغانانو د ژوند مختلف چاپېریال کې د لوېزو(غربي) مېرمنو ازادي او د جامو ډول دی.

داسې ښکاري چې هغه مهال په لوېدیزو جامو کې د ښځو حضور افغانانو ته عجیب او نادود نه و.

ځکه لوېدیزو مېرمنو ډاډه کابل کې چکر واهه، هوټلونو کې له سړیو سره کېناستې، کلیوالو سیمو او غرونو ته د چکر لپاره تلې، خو دا هرڅه اوس ان افغان مېرمنو ته هم شوني نه دي.

.

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، افغانان سندره وايي

مېرمن متهیا خپل لیک کې وايي: ما پر ۱۹۶۶ کال له ګاوي(GAWI) سره چې اوس جي ای زېډ(GIZ) نومېږي د افغانستان ماهیپر کې کار کاوه.

.

د عکس سرچینه، Atal

هغه زیاتوي چې د کابل کارته چار کې یې ژوند کاوه او دا د خپل ژوند یوه هیجاني او خورا ښه دوره بولي او زیاتوي:

"افغانستان کې امن و او د جګړې کومه خبره هم نه وه."

د لیک بله برخه کې د کابل د پولیسو اکېډمي بنسټولو کې د خپل پلار د رول خبره کوي.

افغانستان

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، متهیا له خپل پلار سره افغانستان کې

مېرمن متهیا د افغانستان مختلفو ښارونو کې د اوسېدو او ماهیپر کې د کار پر مهال دا انځورونه اخیستي دي.

.

د عکس سرچینه، Atal

دا انځورونه تېر کال د میتل فرانکن افغانانو ټولنې را کړل.

ما د انځورونو له ډیجیټل کولو وروسته له مېرمن متهیا سره د هغې پتې یا ادرس له لارې تماس ونیو چې هغه په خپل لیک کې کاږلی و، ترڅو د عکسونو او افغانستان کې د ژوند په هکله را سره خبرې وکړي.

.

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، ماهیپر؛ د متهیا کارځی

خو څلور میاشتې وروسته د متهیا پر ځای د هغې لور ځواب را کړ او لیکلي یې و:

"له بده مرغه مور مې پر ۲۰۱۹ کال مړه شوې ده. تاسو یې انځورونه کارولی او خپرولی شئ. که غواړئ ترور مې لا هم ژوندی ده، ور سره خبرې کولی شئ، هغه هم د خپلې کورنۍ له نورو غړو سره له ۱۹۶۶ تر ۱۹۶۸ کال افغانستان کې اوسېدلې ده، خو زه هغه وخت لا زېږېدلې نه وم. "

.

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، انالوګ فلمونه چې مېرمن متهیا اخیتسي دي

د مېرمن متهیا خور اوشپ بېک ته مې برېښلیک یا ایمېل وکړ او هغې هم ګرم ځواب را کړ.

په مینه یې د زوم(انلاین) له لارې راته وویل چې خپل پلار او کورنۍ یې څنګه تر افغانستان ورسېدل.

د خبرو پای کې یې په تعجب وویل، هیڅکله یې فکر نه کاوه چې افغانستان به دومره ناامن شي او کورنۍ یې چې کومې شېبې عکاسي کړې دي، هغه به د ډېرو افغانانو لپاره د امن او ټیکاو دورې یاد ور تازه کوي.

.

د عکس سرچینه، Atal

هتل سپین زر در کابل

د عکس سرچینه، Atal

د عکس تشریح، کابل سپین زر هوټل
افغانستان

د عکس سرچینه، Atal

افغانستان

د عکس سرچینه، Atal