ترکيه؛ له تاریخي ملګرتیا د افغانستان سوله کې تر 'منځګړيتوبه'

د عکس سرچینه، Getty Images
په داسې حال کې چې د افغان سولې بهیر یو حساس پړاو کې دی، ترکیه د استانبول غونډې د کوربه توب لپاره په تیاریو بوخته ده. ډېری خلک دا غونډه د ۲۰۰۱ کال له بن کنفرانس سره پرتله کوي چې د افغانستان د نوي نظام بنسټ یې کېښود.
د امریکا ولسمشر جو بایډن په راتګ سره امریکا په نړیوالو اړیکو کې څو اړخیزه سیاست غوره کړی د سیمې لوبغاړو هېوادونو لېوالتیا د پخوا په پرتله افغان سولې بهیر ته ډېره شوې چې ډېرې سترګې اسلامي هېواد ترکیې ته وراوړي چې په وروستیو دوو لسیزو کې یې خپل سرتېري افغانستان ته راستولي وو.
د ځینو سرچینو د وینا له مخې، د استانبول کنفراس به د روانې اپریل پر ۱۶ چې د حمل میاشتې ۲۷ مه کېږي تر سره شي. یاده غونډه افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې بلل شوې.
د لسو ورځو لپاره په لړ کې به د افغان دولت لوړپوړي چارواکي، طالبان او یو شمېر نور سیاسي اړخونه د افغانستان راتلونکې په اړه پرېکړه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن لخوا د ترکیې د کوربه توب له وړاندیز وروسته په افغانستان کې د انقرې د سولې پالیسي فعاله شوې او د ترکیې رول او منځګړیتوب د اړخونو تر منځ مهم یاد شوی.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تېر یو کال کې څو ځلې ترکیې ته تللی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اغلو وایي، له افغانستان سره یې د سولې په خبرو کې دریځ یو دی او د استانبول کنفراس یې د دوحې د خبرو دوام یاد کړی.
د افغانستان په سوله کې د ترکیې رول
تېره اونۍ تاجکستان کې د اسیا زړه هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو کلنۍ ناسته تر سره شوه چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د کابل او انقرې په نوښت رامنځته شوې او د سیمې هېوادونو په پرتله د افغان سولې په اړه د باور جوړونې او نوښت رامنځته کولو په برخه کې جامع یادېږي.
یاده غونډه کې د ۱۷ هېوادونو سر بېره ملګري ملتونه او یو شمېر نړیوال سازمانونه هم حضور درلود.
زلمی خلیلزاد په انقره کې
ترکیه د شمالي اتلانتیک سازمان ( ناټو) یواځینی اسلامي هېواد دی چې په افغانستان کې ځواکونه لري.

د عکس سرچینه، aa.com
دغه هېواد د ۲۰۰۱ کال نوې دورې د پیل راهیسې د ایساف او قاطع ماموریت په چوکات کې افغانستان کې نظامي حضور لري.
ترکیه د نړیوال ایتلاف هېوادونو او غیر ناټو هېوادونو د ځواکونو تر منځ اووم مقام لري او په ورو ستیو دوو لسیزو کې د افغانستان په زېربنایي پروژو او امنیت برخه کې د یو میلیارد ډالرو مرسته کړې.
ترکیه او طالبان
د دوو لسیزو په تېرېدو سره چې د ترکیې هېواد په افغانستان کې نظامي حضور لري خو بیا هم د طالبانو نظر ددغه هېواد په اړه بد نه دی او د ترکیې هېواد یواځې یو سرتېری په ۲۰۱۵ کال کې په یوه موټر بم چاودنه کې وژل شوی.
د ترکي رسنیو د راپور له مخې د یاد هېواد پارلمان په ډسمبر میاشت کې پرېکړه وکړه چې سرتېري به ۱۸ میاشتې نور هم په افغانستان کې پاتې شي.
ویل کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا په طرحه کې ملګرو ملتونو تر نظر لاندې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د حضور وړاندیز هم شوی چې ترکیه هم پکې شامله ده طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
طالب ویاندویانو تر اوسه په افغانستان کې د ترکیې د احتمالي رول په اړه څه نه دي ویلي خو ویل کېږي چې دغې ډلې یو شمېر استازو ویلي د ترکیې په پرتله دوحې ته لومړیتوب ورکوي.
ترکي ډیپلوماټانو بېلابېلو غونډو کې له طالبانو سره لیده کاته درلودل او په وروستیو ورځو کې د ترکیې هېواد څخه یو پلاوي له طالب استازو سره په دوحه پر استانبول ناستې خبرې اترې درلودې.
مارشال عبدالرشید دوستم چې ترکیې هېواد ته نژدې کس بلل کیږي ویل کېږي د طالبانو له غبرګون سره مخ شوی.
افغان دولت موده مخکې وړاندیز کړی و چې د افغان سولې خبرو بهیر دې په کور دننه تر سره شي، خو طالبانو هغه مهال دغه بهیر عملي یاد کړ.
افغانستان او ترکیه، تاریخي ملګرتیا

د عکس سرچینه، Getty Images
افغانان ترکیه لرې ګاونډی خو نژدې تاریخي ملګری هېواد بولي. افغانستان دویم هېواد و چې د کمال اتاتورک په مشرۍ یې نوې ترکیه په کال ۱۹۲۱ کې په رسمیت وپېژندله.
په کال ۱۹۲۸ کې له اروپا د بېرته راتګ پر مهال کمال اتاتورک، امان الله خان او ملکې ثریا په انقره کې یوه اونۍ تېره کړه. په ترکیه کې له هغه د یو ازادۍ غوښتونکي مشر په توګه یادونه وشوه او هغه ته ښه راغلاست وویل شول.
له هغه وړاندې هم افغان پاچاهانو له عثماني ترکیې سره ښې اړیکې درلودې. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د جرمني او ترکې هېواد یو پلاوی کابل ته راغی چې د یو شمېر روڼ اندو تر څنګ شاه امان الله خان هم هغوی ته ښه راغلاست وویل، خو افغانستان په دغه جګړه کې خپل بېپرېتوب وساته.
د ترکیې هېواد فرهنګي حضور هم په افغانستان کې لیدل کېږي چې د افغانستان به یو شمېر تلویزیونونو کې سریالونه حپرېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ترکیې د معارف بنسټ تر نظر لاندې د افغان ترک په نوم ۱۷ ښوونیز مرکزونه شته چې ۵۰۰۰ زره زده کوونکي پکې په زد کړو بوخت دي. دغه مرکزونه د ترکیې د ښوونیز نظام په څېر دي.
په وروستیو کلونو کې د ترکیې کالي (لباس) هم د افغانستان په بازارونو کې د ښه کیفیت او قېمت په نوم شهرت لري او د خلکو لېوالتیا ورځې تر بلې ورسره ډېرېږي.
ترکیه یو له هغو هېوادونو دی چې له افغانستان سره د ګټو هېڅ تضاد نلري، نو له همدې امله د افغان سولې په بهیر کې ګډون ته هم خلک هیلمهمن دی.
د ملي مصالحې شورا ریس ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي د ترکیې ناسته به د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وي.
افغانستان د ترکیې په خارجي سیاست کې

د عکس سرچینه، Dr.AbdullahAbdullah/fb
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د بهرنیو چارو وزیرانو اسیا زړه هېوادونو غونډه کې چې تاجکستان هېواد په دوشنبه ښار کې جوړه شوې وه وویل، د سیمې هېوادونو ستونزې د سیمې هېوادونو په همکارۍ له منځه تللی شي او شوې پرېکړې تروریزم له منځه وړلی او سوداګرۍ ته وده ورکولی شي.
د ترکیې بهرنیو چارو زوارت په افغانستان کې د انقرې بهرنی سیاست په څلورو ټکو کې تعریف کړی: د هېواد سیاسي ثبات او یووالي ساتل، د موجودو بنسټونو او جوړښتونو تقویه کول، د خپل امنیتي چاپېریاله ملاتړ او او تروریزم په له منځه وړلو سره د سولې بېرته راوړل.
له دې سره د امریکا په جرمن مارشال فنډ وېبپاڼه کې زلمي نشاط او محمد فتیح سیلین تحلیل خپور شوی دوی ټینګار کوي چې انقره باید د افغانستان، پاکستان او روسیې درې اړخیزې ناستې له سره جوړې کړي، که څه هم په تېر کې دغو ناستو د پام وړ ګټه نه درلوده.
دواړو لیکوالانو لیکلي، ترکیه باید هڅه وکړي چې تر ممکن حده پاکستان په دغو خبرو کې ښکېل کړي، پاکستان په خپله هم له مذهبي سختدریځۍ او خپلمنځي جنګونو کړېږي او پر دې ستونزو د برلاسي کېدو لپاره دوستانه ملاتړ ته اړتیا لري، نو له ځنډ پرته باید درې اړخیزه ناستې بیا پرانیستل شي.
په دغه پړاو کې د پاکستان ښکېلول یوه ښه پیلامه کېدای شي.
پاکستان په وروستیو کلونو کې ترکیه ته نژدې شوی. ویل کېږي د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د ارطغرل په نوم ترکي سریال مینهوال دی. دغه سریال د عثماني (خلافت) امپراطورۍ د پیل په اړه دی.
د افغان کډوالو کوربهتوب

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
په وروستیو کلونو کې اروپا ته د تلونکو کډوالو په ځانګرې توګه د افغان، ایراني او سوریایي کډوالو لپاره ترکیه د پولې په توګه یادېږي. له دغو کډوالو ډېرو یې ترکیه د لنډمهالي یا دایمي اوسېدو لپاره ټاکلې، کډوالو ته په اسانه د اقامې ورکړه د نورو هېوادونو په پرتله غوره کار بلل کېږي.
که ایران او پاکستان یوې خوا ته پرېږدو په سلو کې ۷۰ سلنه هغه افغان کډوال چې دغو دواړو هېوادونو ته یې پناه نه ده وړې د ترکیې په ګډون شپږو اروپایې هېوادونو ته تللي.
ترکیه هغه هېواد دی چې په ملګرو ملتونو کې د پنا غوښتنې لپاره وړاندیزونه پکې کېږي او له جرمني (المان) وروسته د افغان کډوالو لپاره دویم لوی او پناورکوونکی هېواد دی. په دغه هېواد کې د پناغوښتونکو شمېر له سلو زرو پورته دی.

د عکس سرچینه، Getty Images






















