د امریکا دفاع وزیر کابل کې له ولسمشر غني سره پر سوله او امنیت غږېدلی

غني او د امریکا دفاع وزیر

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ولسمشر غني او د امریکا دفاع وزیر د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښه ښودلې ده
د خپرېدو وخت

د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټېن نن ( یکشنبه د مارچ ۲۱ ) په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته رسیدلی. دا له کله چې نوموړی د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی افغانستان ته د هغه لومړی سفر دی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل ښاغلي اسټین په ارګ ماڼۍ کې له ولسمشر محمد اشرف غني سر کتلي او دواړو د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې وکړې او پر روان تاوتریخوالي یې اندېښنه وښودله.

ښاغلي مینه پال زیاته کړه چې ولسمشر غني او اسټین افغانستان کې پر تلپاتې سولې د رامنځته شوې اجماع په اړه هم خبرې وکړې.

ښاغلی اسټېن داسې مهال کابل ته سفر کوي چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یوه مهمه غونډه جوړه شي.

دې غونډه کې به امریکا پر هغې طرحې خبرې کیږي چې افغانستان کې د سیاسي جوړجاړی لپاره د یوه منځمهالي حکومت وړاندیز په کې شوی دی.

کابل ته د امریکا دفاع وزیر نننی سفر له دې امله هم مهم دی چې د دوحې هوکړې له مخې پتیل شوې چې تر راتلونکو پنځو اونیو ټول امریکايي سرتیري له افغانستانه ووځي. خو د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي " ډېره ستونزمنه" به وي چې په دې ټاکلې نیټه ټول پاتې امریکایي سرتیري له افغانستانه خپل هېواد ته ستانه شي.

امریکا دفاع وزیر

د عکس سرچینه، NATO

د عکس تشریح، د دوحې تړون له مخې ټاکل شوې چې ټول امریکايي سرتیري د راتلونکې اپریل میاشتې تر پایه له افغانستانه ووځي

په دې وروستیو ورځو کې امریکايي دولتي سرچینو سي این این شبکې ته ویلي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د شپږو میاشتو لپاره افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو د مودې غزول ارزوي. که داسې وشي نو د روان ۲۰۲۱ کال تر نومبر میاشتې به امریکایي ځواکونه افغانستان کې پاتې شي.

کابل ته له سفر وړاندې لویډ اسټین هند ته تللی وو او له لومړي وزیر نریندر مودي او له خپل هندي انډول رنجیت سنګ سره یې کتلي.

ښاغلي اسټین پر ټویټر یوه بیان کې ډاډ څرګند کړی چې د هند او امریکا ترمنځ به ستراتیژیکه ملګرتیا د فضا او سایبري امنیت په ګډون لا پراخه شي.

خبریالان وايي دا امکان شته چې هند ته د جنرال اسټین سفر، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره د دغه هېواد د لا ډېرې همکارۍ په اړه وي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکار له ښاغلي اسټین سره پرون په ګډه خبرې غونډه کې وویل هېواد یې ژمن دی چې له امریکا سره دفاعي برخه کې همکاري پراخه کړي.

د تېرې فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې هم ښاغلي اسټین له افغان ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې کړې وې او د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د وینا له مخې هغه ویلي وو چې امریکا حکومت په افغانستان کې د‌ پایېدونکې سولې ملاتړ کوي چې په وینا یې د ټولو افغانانو په ګټه وي او پایله کې یې دایمي اوربند وشي.

د ارګ په خبر پاڼه کې ویل شوي وو چې دواړو خواوو په افغانستان کې د تاوتریخوالي او هدفي وژنو په ډېرېدو اندېښنه ښودلې ده.