امریکا ایران د القاعده نوی مرکز بولي، خو تهران دا تور ردوي

پمپیو

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

امریکا افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې د پای ته رسولو له هڅو سره هم مهاله د دغه هېواد ګاونډ کې ایران د القاعده ډلې تر ټول مهم او خوندي مرکز یاد کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو- چې یواځې اونۍ ېې د کاري دورې پاتې ده- وايي د القاعده غړي اوس د افغانستان د غرونو پرځای د ایران د حکومت تر څار لاندې پلازمېنه تهران کې خوندي پټنځي لري:

"دا ویل غواړم چې ایران د القاعده د اصلي جعرافیايي مرکز په توګه په حقیقت کې نوی افغانستان دی، بلکې تر هغه هم بدتر."

نوموړي د کومو سندودونو له ښکارولو پرته زیاته کړه: "القاعده د پایېدلو نوی مېشت ځای لري او هغه د ایران اسلامي جمهوریت دی، په پایله کې به د بن لادن ډله مټوره او ځواکمنه شي. موږ د القاعدې ډلې او ایران ګواښ نا ګڼلی پریښی ، موږ باید دا ومنو ، باید ورسره مقابله وکړو او په اصل کې ماتې ورکړو".

مایک پمپیو زیاتوي، د القاعده غړي له تېرې ډېرې مودې راهسې ایران کې خوندي ژوند لري. له ۲۰۰۱ کال وروسته چې امریکا پر افغانستان ورغله د اسامه بن لادن کورنۍ ایران ته لاړه او له ۲۰۱۵ کال راهیسې ایران د القاعده مشرانو ته د مالي سمبالښت، ګرځېدو راګرځېدو، تبلیغاتو او د جنګي پلانونو موکه او اسانۍ په لاس ورکړې چې یو وخت په پاکستان او افغانستان کې کېده.

پمپیو وویل داسې شواهد هم شته چې د سپټمبر د ۱۱ نیټې پېښو کې له القاعده سره د ایران د مرستې له شونتیا پرده پورته کوي داسې چې په ۲۰۰۰ کال کې ځېنې سفرونه شوي چې ایران ورته پاسپورتونه او د سفر اړتیاوې ور پوره کړې دي.

د ایران ځواب

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له څرګندونو ګړۍ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ټویټر د خپل امریکايي سیال ادعاوې بې بنسټه یادې کړې او هغه ېې درواغجن او چلي وباله.

ظریف لیکلي:" اوس خلک نه تېروځي هغه کسان چې د سپتمبر د ۱۱ برید ېې کړی منځني ختیځ کې د پمپیو د خوښې هیوادونو وګړي و نه ایرانیان".

د سپټمبر ۱۱ مرګونو بریدونو ډېری عوامل د سعودي وګړي وو.

تر دې مخکې رویټرز خبري اژنس ویلي و چې ښاغلی پمپیو په پرونۍ وینا کې له ډلبندۍ د وتلو تازه سندونو له مخې ایران د القاعده په ملاتړ تورن کړي.

تهران او واشنګټن په ناندریو کې تازه خبره همدا ده چې امریکا ډانګپيلې ډول ایران د القاعدې کور او ځالګۍ بولي.

ایران کې د القاعده غړي وژل

امریکا پر المصري لس میلیون ډالر جایزه اېښې وه.

د عکس سرچینه، THE NEW YORK TIMES

د عکس تشریح، امریکا پر المصري لس میلیون ډالر جایزه اېښې وه.

امریکايي وزیر په رسمي توګه ومنله چې د القاعده د نړیوالې څانګې د دویم پوړ مشر محمد احمد المصري په تیر دوبي کې ایران کې ووژل شو.

هغه له خپلې لور مریم سره په موټر کې روان و چې تهران کې ترور شو. وروسته رپوټونه خپاره شول چې نوموړی د امریکا او اسرييلو په ګډ پلان وژل شوی.

المصري پر ۱۹۹۸ افریقا کې د امریکا پر سفارتونو بریدونو کې ښکېل پېژندل کېده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړه چې ۷ میلیونه ډالره به د القاعده د دوو مشرانو محمد اباتي چې په سلطان المغربي مشهور دی او یوسف حسن العارف د نیولو او موندلو لپاره د جایزې په توګه ورکړي چې باور کیږي ایران کې ژوند کوي.

د ویډیو تشریح، د ډاکټر شکیل اپرېدي قضیه