د اسامه مور: زوی مې ځوانۍ کې له نورو زلمیانو بدل و

د عکس سرچینه، theguardian
"ګارډین" ورځپاڼې د القاعدې شبکې د بنسټګر او وژل شوي مشر اسامه بن لادن له مور علیاء الغانم سره پراخې خبرې خپرې کړې دي.
ګارډین وايي، د بن لادن کورنۍ د سپټمبر د یوولسمې له بریدونو ۱۷ کاله وروسته لاهم د سعودي له مشهورو او ډېرو اغېز لرونکو کورنیو څخه ګڼل کېږي.
ددغې کورنۍ بچی (اسامه بن لادن) اوس د هغه په مړینه هم خپلې مور ته ډېر ګران دی چې وايي: "زما ژوند ډېر ګران و؛ ځکه هغه [اسامه] رانه لرې و."
ګارډین وايي، دا مرکه یې د سعودي عربستان جده ښار کې د بن لادن په یوه لوکس کور کې د بن لادن له مور علیاء الغانم سره کړې ده.
د بن لادن کورنۍ هلته لسګونه کاله په دې کور کې اوسېدلې ده.
سرچینه وايي، د بن لادن مور د ډېر وخت لپاره د خپل "وژل شوي" زوی په اړه له خبرو ډډه کوله، همدارنګه د کورنۍ د نورو غړو په اړه یې هم خبرو ته زړه نه ښه کاوه.
خو په سعودي عربستان کې د نوې مشرتابه، چې په سر کې یې ۳۲ کلن ولیعهد محمد بن سلمان دی، د بن لادن له مور سره د ورځپاڼې د مرکې غوښتنه ومنله.

د عکس سرچینه، Camera Press
علیاء الغانم وايي، اسامه د پاچا عبدالعزیز پوهنتون ته له داخلېدو وروسته ډېر بدل شوی و، هغه مهال ځوان و، خو له نورو ځوانانو یې توپیر درلود.
دا وايي، د اخوان المسلمین ګوند له یوه غړي عبدالله عزام، چې بیا وروسته تبعید شو، اسامه بن دلان ډېر اغېزمن شوی و.
د اسامه مور وايي، عزام وروسته د اسامه، چې هغه مهال له شلو کلونو پورته و، نژدې لارښود شو.
ګارډین د اسامه د یوه ورور حسن بن لادن له خولې ویلي، "اسامه د تېرې پېړۍ ۸۰مو کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد پروړاندې د جنګېدو لپاره افغانستان ته تللی و، هلته چې چا لیدلی و، ډېر احترام یې ورته درلود، کورنۍ یې هم پرې ویاړل او ان د سعودي حکومت هم د یوه محترم سړي او "مجاهد" په ډول معامله ورسره کوله".

د عکس سرچینه، David Levene/The Guardian
د اسامه مور وايي، د وروستي ځل لپاره یې خپل زوی په ۱۹۹۹ کال د افغانستان کندهار ښار ته څېرمه په یوه پوځي اډه کې ولید، هغه مهال اسامه خپلې کورنۍ ته یوه لویه مېلمستیا چمتو کړې وه.


















