هلمند کې القاعده سره د تړاو په تور نیول شوې دوې ښځې خوشې شوې دي

د عکس سرچینه، GENERAL M YASIN KHAN
د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست اوس په رسمي توګه ومنله چې په هلمند کې له القاعده شبکې سره د اړیکو په تور نیولې شوې دوې مېرمنې یې بېرته خوشې کړي دي.
دغه ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوې مېرمنې د ملي امنیت د ښځینه کارکوونکو تر توقیف لاندې وې.
دغه مېرمنې او ورسره ۱۳ نور مشکوک کسان څه باندې یوه اونۍ وړاندې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شول.
ملي امنیت وایي، ولسمشر ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د عملیاتو پر مهال د ملکیانو او په تېره د ښځو او ماشومانو د ژوند خوندیتوب ته جدي پام وکړي.
هلمند کې یو شمېر ځايي خلکو د دې ښځو له نیول کېدو وروسته مرکز لښکرګا کې مظاهره کړې وه او له حکومت یې غوښتل چې دا ښځې خوشې کړي.
د هلمند والي دفتر له هغه وروسته یوه اعلامیه کې وویل، قومي مخورو د دوشنبې پر ورځ ( د اپرېل ۸) له والي جنرال محمد یاسین سره هم لیدلي او د ښځو د خوشي کولو غوښتنه یې کړې ده:
"والي او لوړپوړو امنیتي مسولینو ورسره ژمنه کړې چي په نیول شوو څلورو کسانو کي چي دوه يې مېرمنې دي د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان او ولس په غوښتنه به که مجرمينې وي هم په با عزته توګه خوشې کړل شي خو له نورو نیول شوو څخه به پلټني دوام ولري."
له دې مخکې په هلمند کې ځايي چارواکي ویلي و، چې افغان ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په عملیاتو کې د یوې ښځې په ګډون دوه سړي وژلي او دوه ښځې او څلور سړي یې له ځان سره بیولي دي.

یوې ځایی سرچينې بي بي سي ته ویلي و دغه چاپه د ګرېشک په باوړۍ سیمه کې پر یوه کلینیک اچول شوې وه چې تر ډېره د مېرمنو درملنه پکې کېده.
خو د هلمند والي بیا هغه مهال پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي و چې دغه عملیات د القاعده د غړو پر ضد شوي او امنیتي ځواکونو دوې ښځې هم له القاعده سره د تړاو له امله بیولې دي.


















