طالبان: تمه لرو چې د دوحې تړون به په سمه توګه عملي شي

قطر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، طالبانو تېره فبرورۍ میاشت کې دوحه کې له امریکا سره خپلمنځي تړون لاسلیک کړ
د خپرېدو وخت

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم بي بي سي ته ویلي، د دوی تمه دا ده چې د دوحې "توافقنامه په سمه توګه عملي شي او کوم مشکل رامنځته نشي، بلکې شته مشکلات هم له منځه لاړ شي ".

نوموړی دا خبره وروسته له هغه کوي چې دوو لوړ پوړو طالب چارواکو بي بي سي ته وویل، که د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن له پلان سره سم تر راتلونکې مۍ میاشتې پورې له افغانستان امریکايي ځواکونه ونه باسي نو طالبان به په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي.

دغو دوو طالب چارواکو- چې د خپلو نومونو له څرګندونولو یې ډډه کوله- هیله وښوده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر به د ټرمپ د ادارې له پلان سره سم له افغانستان د امریکايي پوځیانو اېستلو ته دوام ورکړي.

خو دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند پرته له دې چې دا خبره تائید یا رد کړي وایي، دوی له پلان سره سم د دوحې تړون عملي کېدو تمه لري.

له اسلام اباد د بي بي سي خبریال سکندر کرماني په دې اړه خپل رپوټ کې وايي، د جوبایډن د بهرنۍ تګلارې پر وړاندې به دا یوه مهمه ننګونه وي چې په افغانستان کې به له امریکايي ځواکونو سره څه کوي؟

د هوکړې له مخې د امریکایي پوځیانو وتل

امریکايي ځواکونه، طالبانو

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، طالب چارواکو چې له بي بي سي سره یې خبري کړي ویلي هیله من دي چې جوبایډن د ټرمپ د ادارې له پلان سره سم امریکايي پوځیان له افغانستانه وباسي.

د هغې هوکړې له مخې چې تېره فبرورۍ میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې وشوه په افغانستان کې دېره ټول امریکايي پوځیان تر راتلونکي پسرلي پورې باید له افغانستانه واېستل شي.

خو شرط یې دا دی چې طالبان باید دا تضمین ورکړي چې د القاعده په څېر ترهګرې ډلې به په افغانستان کې فعالیت نه کوي او پټنځایونه به هم نه لري.

څیړونکي ګومان کوي چې طالبانو لا تراوسه په افغانستان کې د القاعده پرضد پرېکنده ګام نه دی پورته کړی خو له دې سره سره ولسمشر ټرمپ زرګونه امریکايي پوځیان وار دمخه هېواد ته ستانه کړي دي.

امریکايي سرتېري، پوځيان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پرمهال جوبایډن ویلي وو چې غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پرمهال جوبایډن ویلي وو چې غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي خو دا یې هم ویلي وو چې د ترهګرۍ ضد یوه کوچنۍ ډله پوځیان به افغانستان کې پرېږدي.

له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې دوو لوړ پوړو طالب چارواکو وویل که یو بهرنۍ پوځي هم په افغانستان کې پرېښودل شي نو طالبان به د دوی په وینا د 'اشغالګرو ' ځواکونو پرضد خپل بریدونو له سره پیل کړي.