تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: تمه لرو چې د دوحې تړون به په سمه توګه عملي شي
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم بي بي سي ته ویلي، د دوی تمه دا ده چې د دوحې "توافقنامه په سمه توګه عملي شي او کوم مشکل رامنځته نشي، بلکې شته مشکلات هم له منځه لاړ شي ".
نوموړی دا خبره وروسته له هغه کوي چې دوو لوړ پوړو طالب چارواکو بي بي سي ته وویل، که د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن له پلان سره سم تر راتلونکې مۍ میاشتې پورې له افغانستان امریکايي ځواکونه ونه باسي نو طالبان به په افغانستان کې پر نړیوالو ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي.
دغو دوو طالب چارواکو- چې د خپلو نومونو له څرګندونولو یې ډډه کوله- هیله وښوده چې د امریکا نوی منتخب ولسمشر به د ټرمپ د ادارې له پلان سره سم له افغانستان د امریکايي پوځیانو اېستلو ته دوام ورکړي.
خو دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند پرته له دې چې دا خبره تائید یا رد کړي وایي، دوی له پلان سره سم د دوحې تړون عملي کېدو تمه لري.
له اسلام اباد د بي بي سي خبریال سکندر کرماني په دې اړه خپل رپوټ کې وايي، د جوبایډن د بهرنۍ تګلارې پر وړاندې به دا یوه مهمه ننګونه وي چې په افغانستان کې به له امریکايي ځواکونو سره څه کوي؟
د هوکړې له مخې د امریکایي پوځیانو وتل
د هغې هوکړې له مخې چې تېره فبرورۍ میاشت کې د طالبانو او امریکا ترمنځ په دوحه کې وشوه په افغانستان کې دېره ټول امریکايي پوځیان تر راتلونکي پسرلي پورې باید له افغانستانه واېستل شي.
خو شرط یې دا دی چې طالبان باید دا تضمین ورکړي چې د القاعده په څېر ترهګرې ډلې به په افغانستان کې فعالیت نه کوي او پټنځایونه به هم نه لري.
څیړونکي ګومان کوي چې طالبانو لا تراوسه په افغانستان کې د القاعده پرضد پرېکنده ګام نه دی پورته کړی خو له دې سره سره ولسمشر ټرمپ زرګونه امریکايي پوځیان وار دمخه هېواد ته ستانه کړي دي.
د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین پرمهال جوبایډن ویلي وو چې غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي خو دا یې هم ویلي وو چې د ترهګرۍ ضد یوه کوچنۍ ډله پوځیان به افغانستان کې پرېږدي.
له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې دوو لوړ پوړو طالب چارواکو وویل که یو بهرنۍ پوځي هم په افغانستان کې پرېښودل شي نو طالبان به د دوی په وینا د 'اشغالګرو ' ځواکونو پرضد خپل بریدونو له سره پیل کړي.