افغان حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره نوی کمېسیون جوړ کړ

ښاغلي غني ویلي د اداري فساد ضد ستراتیژۍ په رڼا کې به ډېر تمرکز پر هغه فساد وي چې د لوړ پوړو چارواکو له خوا کیږي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، ښاغلي غني ویلي د اداري فساد ضد ستراتیژۍ په رڼا کې به ډېر تمرکز پر هغه فساد وي چې د لوړ پوړو چارواکو له خوا کیږي
د خپرېدو وخت

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له اداري فساد سره د مبارزې د یوه نوي کمیسیون د رامنځته کولو اعلان وکړ. دا کمیسیون پنځه غړي لري چې د ولسمشر په وینا ولس، حکومت او ملي شورا ته به ځواب ویونکې وي.

ښاغلي غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اروپایي ټولنې د فساد پر وړاندې مبارزې شپږم کلني کنفرانس کې وویل، د دې کمیسیون له پنځو غړو به یې دوه مېرمنې وي.

افغان ولسمشر په یوه فرمان کې همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا د دې کمېسیون دغړو په توګه منظور کړي دي.

د دې نوي کمیسیون غړو ته دنده سپارل شوې چې د نافذه تقنیني اسنادو په رڼا کې خپلې دندې، صلاحیتونه او مشخص کاري پروګرام له ټاکلي وخت سره سم تنظیم او عملي کړي.

ښاغلي غني د اروپایي ټولنې د فساد پر وړاندې مبارزې شپږم کلني کنفرانس کې د دې کمېسیون په اړه ویلي چې "د اړتیا وړ ټول منابع او واکونه به دې کمېسیون ته انتقال شي او هیله ده چې فساد سره د مبارزې په لاره کې د فعال بنسټ په توګه عمل وکړي".

نوموړي ټېنګار کړی چې له فساد سره د مبارزې ستراتیژي پیاوړې کېږي او "ډېر تمرکز به د لوړپوړو چارواکو لخوا کېدونکي فساد سره د مبارزې په اړه وي".

له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د سیګار اندېښنه

افغانانو بیا بیا د فساد ضد لاریون کړی دی.
د عکس تشریح، افغانانو بیا بیا د فساد ضد لاریون کړی دی.

له اداري فساد سره د مبارزې دا نوی کمیسیون داسې مهال رامنځته کیږي چې د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې اداره یا سیګار ویلي، د سیستماتیک فساد پرضد د افغان حکومت چارې کمزورې او نااغېزمنې دي.

سیګار تېره اونۍ په دې تړاو د امریکا دفاع وزارت او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ته لیک استولی چې پرون ټوېټر کې خپور شو.

دا اداره دغه لیک کې وايي، افغانستان کې د فساد ضد مبارزه د غونډو جوړولو او پر کاغذ د مقرراتو لیکلو سره محدوده پاتې شوې ده.

دې لیک کې راغلي، له سزا د ځواکمنو مفسدو چارواکو خوندیتوب او په فساد د ککړو کسانو نه نیول له فساد سره د مبارزې برخه کې د حکومت په وړاندې ننګونې دي

سیګار د بېلګې په ډول د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسون د پخواني مشر احمد یوسف نورستاني یادونه کوي:

"سره له دې چې په واک ناوړه کارولو او اختلاس تورن دی او امریکا کې هم محکمې تورن بللی، خو بیا هم د افغانستان مشرانو جرګې غړیتوب ته غوره شو او کاري خوندیتوب یې د نیولو خنډ دی."

له اداري فساد سره د مبارزې لپاره نوي کمیسیون او دې برخه کې د سیګار اندېښنې داسې مهال په ډاګه کیږي چې راتلونکو دوو اونیو کې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره جنیوا کې د امریکا په مشرۍ د نږدې اویا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي.

تمه ده دې غونډه کې له افغانستان سره د بیارغونې لپاره څو میلیارد ډالره مرسته اعلان شي.

د افغانستان د بیارغونې د څار بهیر مشر له امریکا او ملګرو یې غوښتي چې جنیوا کې اعلانېدونکې مرستې په دغه هېواد کې د فساد ضد مبارزې له ریښتونو پایلو او حساب ورکولو سره وتړي.

سیګار زیاتوي تجربې ښودلې چې افغان حکومت د بسپنه والو د ښکېلتیا او څار پر مهال د فساد ضد مبارزه کې ښه عمل کړی دی.

.

د عکس سرچینه، Sigar

د عکس تشریح، سیګار له امریکا او ملګرو یې غواړي چې له افغانستان سره د جنیوا مرستې د فساد ضد مبارزې سره مشروطې دي.

۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو له واکمنۍ پرځېدو راهیسې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته شوې ده، خو کلونو وروسته بیا هم دولتي ادارو کې ژور فساد د افغانستان او نړیوالو مرستندویانو لپاره په سرخوږي بدل شوی دی.

۲۰۱۶ میلادي کال کې د برتانیا د هغه وخت لومړي وزیر ډیویډ کامرون د برتانیا ملکې سره نارسمي خبرو کې افغانستان یو له دوو هیښوونکو فاسدونو هېوادونو کې بللی و.

افغان حکومت په دولتي ادارو کې د ژور فساد ستونزه مني، خو وايي، دې برخه کې یې مبارزه زیاته کړې ده او دې لړ کې د ځینې لوړپوړو چارواکو نیولو ته اشاره کوي.

کورنۍ او نړیوالې څارونکې ادارې د فساد ضد مبارزه کې د افغان حکومت پاتې راتلو ته پر اشاره سربېره د لوېدیځوالو کړنې هم دغه هېواد کې د فساد پراخېدو لامل بولي.