امریکا: ښايي د طالبانو له خوا ډېر شوی تاوتریخوالی هوکړه زیانمنه کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, پاینده څرګند
- دنده, بي بي سي، لندن
- د خپرېدو وخت
له افغانستان سره د مرستو امریکايۍ مفتشې ادارې یا 'سیګار' په خپل تازه رپوټ کې چې له خپل مخکیني رپوټ سره یې پرتله کړی ویلي، چې د دوی د ۲۰۲۰ کال وروستی درې میاشتنی رپوټ ښيي چې "په افغانستان کې د دښمن له خوا پیل شويو بریدونو کې۵۰ سلنه ډېروالی راغلی."
دا د سیګار نهه څلوېښتم درې میاشتنی رپوټ دی. تر دې وړاندې رپوټ کې یې د ۲۰۲۰ کال د اپرېل تر جون میاشت شمېرې خپرې کړې وې او په اوسني رپوټ کې یې له جولای تر سپټمبر میاشت شمېرې خپرې کړي.
رپوټ وايي په افغانستان کې امریکايي ځواکونو ورته ویلي، په ټوله کې د کال په دغه ربع کې "په افغانستان کې د دښمن له خوا پیل شوي بریدونه" تر هغه شمېر ډېر ول چې په منځني ډول به د کال په دغه فصل کې ترسره کېدل.
د سیګار رپوټ په افغانستان کې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ په خپرېدو او د ټسټونو پر څرنګوالي هم اندېښنه څرګنده کړې چې وايي ښځو او په کلیوالو سیمو کې خلکو ته پام کم اړول شوی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دفاعي ادارې چې د متحده ایالتونو د ملي امنیت، امنیتي او دفاعي بنسټونو همغږې کوونکې ده، د دغه رپوټ د چمتو کولو په لړ کې د سیګار ادارې ته ویلي چې "طالبان تر هغه بریده له تاوتریخوالي کار اخلي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه وځوروي او کمزوري کړي، خو په هغه حدودو کې یې ساتي چې فکر کوي د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې سرغړونه په کې نه کېږي. له دې سره ښايي غواړي امریکايي ځواکونه وتلو ته وهڅوي او د دوی تر وتلو وروسته افغانستان کې د خپلې خوښې شرایط برابر کړي."
پر دې سربېره د امریکا دفاعي ادارې سیګار ته ویلي چې که د طالبانو له خوا تاوتریخوالی چې "د نه منلو وړ لوړ دی" دوام وکړي "کېدای شي هوکړه له پامه وغورځوي".
سیګار له افغانستان مېشتو امریکايي ځواکونو پوښتنه کړې چې آیا له افغانانو سره د سولې خبرو له پیله بیا تراوسه، تایید شوي او یا هم مشکوک بریدونه چې ګواکې طالبانو دې پر امریکايانو او د دوی پر تاسیساتو کړي وي ترسره شوي که نه، او آیا د امریکایانو او طالبانو ترمنځ له هوکړې سرغړوونکي بریدونه ترسره شوي که نه؟ امریکايي ځواکونو یې ځواب ورکړی خو په دې شرط چې پټ یې وساتي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سیګار د غوڅ ملاتړ ځواکونو له خوا د جولای تر سپټمبر میاشتې ملکي خلکو ته د اوښتې مرګژوبلې شمېرې خپرې کړي چې نژدې ۲۶۰۰ کسانو ته رسېږي. که له یوې خوا دا شمېرې تر پخوانۍ ربعې نژدې ۵۰ سلنه لوړې دي، خو د تېر کال عین ربعې پرتله ۳۶ سلنه کموالی ښيي.
د رپوټ پر بنسټ د تېرې ربعې پرتله د مرګژوبلې ډېروالي لویه برخه 'ناڅرګندې اورپکۍ' ته نسبت ورکړل شوی چې ۵۵ سلنه ډېروالی یې په کې راوستلی، طالبانو ته ۴۲ سلنه نسبت ورکړل شوی، او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو نسبت ورکړل شوې ملکي مرګژوبله هم دوه برابر شوې.
ملکيانو ته مرګژوبله په افغان جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو ور اوړي او ګرانه ده چې کره شمېر او اصلي لاملین یې معلوم شي.
طالبانو لا تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې پخوا دوی ته د ملکي وګړو نسبت ورکړل شوې مرګژوبله یې رد کړې او ډېره پړه یې پر افغان او بهرنیو ځواکونو ور اوچولې.

د عکس سرچینه، MOIAFGHANISTAN
سیګار د مې په میاشت کې په خپل رپوټ کې د متحده ایالتونو کانګرېس ته خبرداری ورکړی و چې د کمزوري روغتیايي سیستم، خوارځواکي، جګړې او نورو ستونزو سره ښايي افغانستان د کورونا له امله له روغتیايي ناورین سره مخ شي.
د سیګار رپوټ کاږي چې کورونا وېروس لا دمخه افغانستان له ستونزو سره مخ کړی؛ د همدې ناروغۍ له امله د سولې هڅې ټکنۍ شوي او له نورو هېوادونو سره د پولو تړل کېدو له امله د سوداګریزو توکو لیږد او د خلکو تګ راتګ له خنډ او ځنډ سره مخ شوي دي.
په رپوټ کې دا هم ویل شوي ول چې افغانستان کې ګڼې او ځانګړې زیانمننې، د روغتیا او خوندیتوب کمزوری سیستم، پراخه خوارځواکي، بې کنټروله پولې، خورا ډېر کورني بې ځایه شوي، له ایران سره ګاونډیتوب او روان تاوتریخوالی داسې ښيي چې دا هېواد به راتلونکو میاشتو کې له روغتیايي ناورین سره مخ شي.



















