تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغان حکومت له فساد سره د مبارزې لپاره نوی کمېسیون جوړ کړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني له اداري فساد سره د مبارزې د یوه نوي کمیسیون د رامنځته کولو اعلان وکړ. دا کمیسیون پنځه غړي لري چې د ولسمشر په وینا ولس، حکومت او ملي شورا ته به ځواب ویونکې وي.
ښاغلي غني په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د اروپایي ټولنې د فساد پر وړاندې مبارزې شپږم کلني کنفرانس کې وویل، د دې کمیسیون له پنځو غړو به یې دوه مېرمنې وي.
افغان ولسمشر په یوه فرمان کې همایون حامد، مریم زرمتۍ، عبدالقیوم نظامي، سید محمد هاشمي او فرخ لقا د دې کمېسیون دغړو په توګه منظور کړي دي.
د دې نوي کمیسیون غړو ته دنده سپارل شوې چې د نافذه تقنیني اسنادو په رڼا کې خپلې دندې، صلاحیتونه او مشخص کاري پروګرام له ټاکلي وخت سره سم تنظیم او عملي کړي.
ښاغلي غني د اروپایي ټولنې د فساد پر وړاندې مبارزې شپږم کلني کنفرانس کې د دې کمېسیون په اړه ویلي چې "د اړتیا وړ ټول منابع او واکونه به دې کمېسیون ته انتقال شي او هیله ده چې فساد سره د مبارزې په لاره کې د فعال بنسټ په توګه عمل وکړي".
نوموړي ټېنګار کړی چې له فساد سره د مبارزې ستراتیژي پیاوړې کېږي او "ډېر تمرکز به د لوړپوړو چارواکو لخوا کېدونکي فساد سره د مبارزې په اړه وي".
له اداري فساد سره د مبارزې په اړه د سیګار اندېښنه
له اداري فساد سره د مبارزې دا نوی کمیسیون داسې مهال رامنځته کیږي چې د افغانستان د بیارغونې د څار ځانګړې اداره یا سیګار ویلي، د سیستماتیک فساد پرضد د افغان حکومت چارې کمزورې او نااغېزمنې دي.
سیګار تېره اونۍ په دې تړاو د امریکا دفاع وزارت او د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې ته لیک استولی چې پرون ټوېټر کې خپور شو.
دا اداره دغه لیک کې وايي، افغانستان کې د فساد ضد مبارزه د غونډو جوړولو او پر کاغذ د مقرراتو لیکلو سره محدوده پاتې شوې ده.
دې لیک کې راغلي، له سزا د ځواکمنو مفسدو چارواکو خوندیتوب او په فساد د ککړو کسانو نه نیول له فساد سره د مبارزې برخه کې د حکومت په وړاندې ننګونې دي
سیګار د بېلګې په ډول د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسون د پخواني مشر احمد یوسف نورستاني یادونه کوي:
"سره له دې چې په واک ناوړه کارولو او اختلاس تورن دی او امریکا کې هم محکمې تورن بللی، خو بیا هم د افغانستان مشرانو جرګې غړیتوب ته غوره شو او کاري خوندیتوب یې د نیولو خنډ دی."
له اداري فساد سره د مبارزې لپاره نوي کمیسیون او دې برخه کې د سیګار اندېښنې داسې مهال په ډاګه کیږي چې راتلونکو دوو اونیو کې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره جنیوا کې د امریکا په مشرۍ د نږدې اویا هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړېږي.
تمه ده دې غونډه کې له افغانستان سره د بیارغونې لپاره څو میلیارد ډالره مرسته اعلان شي.
د افغانستان د بیارغونې د څار بهیر مشر له امریکا او ملګرو یې غوښتي چې جنیوا کې اعلانېدونکې مرستې په دغه هېواد کې د فساد ضد مبارزې له ریښتونو پایلو او حساب ورکولو سره وتړي.
سیګار زیاتوي تجربې ښودلې چې افغان حکومت د بسپنه والو د ښکېلتیا او څار پر مهال د فساد ضد مبارزه کې ښه عمل کړی دی.
۲۰۰۱ میلادي کال کې د طالبانو له واکمنۍ پرځېدو راهیسې له افغانستان سره میلیاردونه ډالر مرسته شوې ده، خو کلونو وروسته بیا هم دولتي ادارو کې ژور فساد د افغانستان او نړیوالو مرستندویانو لپاره په سرخوږي بدل شوی دی.
۲۰۱۶ میلادي کال کې د برتانیا د هغه وخت لومړي وزیر ډیویډ کامرون د برتانیا ملکې سره نارسمي خبرو کې افغانستان یو له دوو هیښوونکو فاسدونو هېوادونو کې بللی و.
افغان حکومت په دولتي ادارو کې د ژور فساد ستونزه مني، خو وايي، دې برخه کې یې مبارزه زیاته کړې ده او دې لړ کې د ځینې لوړپوړو چارواکو نیولو ته اشاره کوي.
کورنۍ او نړیوالې څارونکې ادارې د فساد ضد مبارزه کې د افغان حکومت پاتې راتلو ته پر اشاره سربېره د لوېدیځوالو کړنې هم دغه هېواد کې د فساد پراخېدو لامل بولي.