بین الافغاني مذاکرات: مرکچي پلاو د مشرانو په ګډون عمومي ناسته وکړه

په غونډه کې د دواړو لوریو د پلاویو مشرانو هم ګډون درلود

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په غونډه کې د دواړو لوریو د پلاویو مشرانو هم ګډون درلود
د خپرېدو وخت

په قطر کې د ټول افغان خبرو د دواړو لوریو تر منځ عمومي ناسته شوې، چې د دواړو پلاویو مشرانو معصوم ستانکزي او مولوي عبدالحکیم هم پکې ګډون درلود. د دوحې خبرو ګډونوالو پلاویو ویندویان وايي، په غونډه کې پر اختلافي ټکیو بحث شوی او د تماس ډلو ته ویل شوي، چې ژر تر ژره اختلافي موضوعاتو ته حل لاره ومومي.

له دې مخکې وړمه ورځ د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو له یو بل سره لیدلي وو.

کابو دوې اونۍ دواړو ټیمونو قطر کې رسمي ناسته نه وه کړې، خو وروستۍ لیدنې د قطر په ګډون د افغان سولې بهیر د ملاتړو هېوادونو له هڅو او قطر ته د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر سفر وروسته شوې دي.

افغان چارواکو او طالبانو یو پر بل د سولې خبرو کې د خنډونو جوړولو تورونه لګولي وو.

د تماس ډلو له خبرو وروسته نن چهارشنبه (۱۴ اکتوبر) د مشرانو په ګډون لومړی ځل د دواړو لوریو تر منځ عمومي ناسته شوې ده.

کابو یوه میاشت مخکې دوحه کې د طالبانو او افغان دولت د مذاکراتي ټیم ترمنځ خبرې پیل شوې

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، کابو یوه میاشت مخکې دوحه کې د طالبانو او افغان دولت د مذاکراتي ټیم ترمنځ خبرې پیل شوې

د افغان دولت مذاکراتي ټیم ویاند نادر نادري پر ټوېټر لیکلي:

''نن ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکي پلاوي او د مقابل لوري هیئت د رئیسانو او غړیو په ګډون عمومي جلسه دایره شوه. په جلسه کې د اختلافي موضوعاتو پر حل بحث او ټینګار وشو چې د دواړو پلاوو تماس ډلې دې ژر تر ژره اختلافي موضوعاتو ته حل لارې پيدا کړي. ''

بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم پر ټوېټر لیکلي، چې دا ناسته نن ماښام وشوه.

''نن ماښام د بین الافغاني مذاکراتو د ټیمونو تر منځ عمومي ناسته وشوه، په ناسته کې د دواړو ټیمونو مشرانو په ښه توګه د دغې پروسې د پرمخ بیولو په اړه سپارښتنې او خبرې وکړې. بیا هم د اختلافي ټکو په اړه باندي بحثونه وشول. ''

په دوحه کې له کابو یوې میاشتې راهیسې د طالبانو او افغان دولت د پلاوو ترمنځ خبرې پیل شوې، خو تر اوسه د خبرو لپاره پر کړنلاره هوکړه نه ده شوې او پر ځینې مواردو اختلاف شته.

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، څو ورځې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له یوه جګپوړي پلاوي سره دوحې ته تللی و او هلته یې له زلمي خلیلزاد سره هم کتلي وو.

د دواړو ټیمونو ترمنځ د اختلاف پر دوام، کابو لس ورځې مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دوحې ته ولاړ.

هغه په دې سفر کې له دواړو غاړو سره وکتل، خو د دې کتنې جزییات خپاره نه شول، بلکې ایله دومره وویل شول چې نومړي د دواړو ټیمونو ترمنځ د اختلاف د حلولو منځګړیتوب کړی دی.

د سولې خبرو کې د ښکېلو پلاویو له تازه ناستو سره سره له تېرو دریو ورځو راهیسې د هلمند لښکرګاره شاوخوا او د هلمند په درېیو ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې ویلي، د هلمند ولایت لښکرګاه ښار ته څېرمه د جګړې له کبله شاوخوا ۳۵ زره خلک بې ځایه شوي او نژدې ۲۰۰ نور وژل شوي یا ټپیان شوي.

هلمند کې د جګړې له دوام، سره هممهاله د ځینو بهرنیو هېوادونو سفیرانو د جګړې د درولو غوښتنه کړې ده.