د افغان سولې خبرې؛ یو شمېر هېوادونو د منځګړیتوب هڅې پیل کړې

Taliban delegates shake hands during talks with the Afghan government in Doha, Qatar. Photo: 12 September 2020

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، طالبانو تر اوسه د افغان دولت مرکچي پلاوي لخوا د وړاندې شویو بدیلو طرحو په اړه څه نه دي ویلي
د خپرېدو وخت

په قطر کې د افغانستان د دولت په مرکچي پلاوي کې سرچينې تاييدوي چې یو شمېر هېوادونو د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوو تر منځ په خبرو کې د راغلي ځنډ ختمولو لپاره هڅې پیل کړې دي. د منځګړتوب دا هڅې د افغانستان د سولې د ملاتړې ډلې غړو هېوادونو لخوا پيل شوې دي.

سرچیني وايي د دغو هېوادونو استازي د دواړو لورو له پلاوو سره په اړيکه کې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي ټیمونو په لومړۍ ناسته کې پریکړه وکړه چې له دواړو غاړو پرته به درېيمګړی آسانچاری لوری ګډون نه لري.

په ورته وخت کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي یو غړی وايي، دوی د مذاکراتو د طرزالعمل د اختلافي مواردو لپاره بدیلې طرحې د طالبانو مرکچي پلاوي ته سپارلې او د هغوی ځواب ته په تمه دي.

کابو دری اوونۍ کېږي چې دواړو خواو ترمنځ د مذاکراتو پر کړنلاره یا طرزالعمل هوکړه نه ده شوې، او له شاوخوا یوې اوونۍ راهیسې د اړیکو یا تماس ډلو هم خپلو کې ناسته نه ده کړې.

د افغان دولت او طالبانو دواړو د مرکچي ډلو غړي د دغو خبرو درېدل نه مني خو وايي اوسنی بهیر له خنډونو سره مخ شوی دی.

که څه هم عملاً په دې مذاکراتو کې درېیمګړی هېواد یا ډله حضور نه لري، خو له کله چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پیل شوې د قطر، جرمني، ناروې، ازبکستان او اندونیزیا هېوادونو د افغان سولې د ملاتړو په نوم ډله هم ورسره رامنځته شوه.

د اختلافي ټکو لپاره بدیلې طرحې وړاندې شوې

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي لا هم د خبرو پر کړنلاره هوکړې ته نه دي رسېدلي

بل لور ته د افغان دولت د مذاکراتي ټیم غړې شریفې زرمتۍ بي بي سي ته وویل، دوي هیله لرله چې طرزالعمل په یوه ورځ کې ورستی شي.

د اغلې زرمتۍ په وینا د افغان دولت مذاکراتي پلاوي د اختلافي ټکو په اړه بدیلې طرحې طالبانو ته وړاندې کړې دي، او اوس دوی د مقابل لوري ځواب ته په تمه دي.

د اوس لپاره په دوحه کې ټولې هڅې په دې راټولې دي چې د مذاکراتو د پیل لپاره کړنلاره وروستۍ شي.

د طرزالعمل له وروستي کېدو وروسته به بل ګام د مذاکراتو د اجنډا پر سر بجث او مشورې وي.

دوه ورځې وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د دواړو مذاکراتي ټیمونو له غړو سره د لیدو کتو پر مهال د سولې پر روان بهیر خبرې کړې وې.

ښاغلي خلیلزاد اوس د افغان سولې د خبرو او بحثونو په موخه له دوحې نه د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته تللی دی.

اوس په دوحه کې ټولې هڅې په دې راټولې دي چې د مذاکراتو د پیل لپاره کړنلاره وروستۍ شي تر څو د اساسي اجنډا جوړښت ته لار هواره شي.