خلیلزاد: که طالبان شرطونه پوره نه کړي امریکا له افغانستانه پوځ نه باسي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د دغه هېواد کانګرېس ته وویل، که طالبان د دوحې تړون پر ژمنو ونه درېږي نو امریکا له افغانستان خپل پوځ نه باسي.
کانګرېس له افغانستان د امریکايي ځواکونو د اېستلو او په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو په تړاو د وضاحت لپاره پرون زلمی خلیلزاد ور غوښتی و.
د کانګرېس غړوله خلیلزاد وپوښتل د دې څه ډاډ شته چې د امریکا له وتلو وروسته به افغانستان د القاعده او نورو ترهګرو په مرکز بدل نه شي.
نوموړي په ځواب کې وویل، د دوحې تړون له مخې له طالبانو سره هرڅه په شرطونو ولاړ دي:
"تر کومه چې امنیت پورې تړلې، نو طالبانو څو ژمنې کړې او که یې پوره نه کړي، موږ پوځیان نه باسو."
خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۵مې ناستې ته په وینا کې وویل، هېواد یې په افغانستان کې د روانې جګړې په ختمولو بوخت دی او ډېر ژر به له دغه هېواد خپل پوځیان وباسي.
د ولسمشر ټرمپ له دې وروستیو څرګندونو سره هممهاله په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ بین الافغاني خبرې دوام لري.
تر دې دمه دواړه خواوې نه دي توانېدلې چې د دې خبرو لپاره په یوه طرزالعمل سره سلا شي او له همدې کبله اصلي خبرې هم تر اوسه نه دي پیل شوې.
د دوحې خبرې

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي، ښايي نن بیا د قطر دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو تماس ډله غونډه لري:
"د خبرو د کاري اصولو طرزالعمل په هکله پرمختګ شوی، ډېر مسایل حل شوي، کمې مسلې پاتې دي چې بحث پرې کېږي هیله ده د تماس ډلې نن پر دې پاتې موادرو خبرې وکړي او پاتې مسلې هم حل شي. "
خبرو ته نژدې سرچینې وايي، د طرزالعمل د بشپړولو لپاره ډېرو ټکو باندې هوکړه شوې، خو یو لوری هم څه نه وايي، چې د اختلاف پاتې ټکي څه دي.
د دي خبرو لپاره د اصولو پر ټاکلو د بحث اوږدېدو او افغانستان کې د جګړې ګرمېدو افغانان اندېښمن کړي دي، خو د پخلاینې شورا ویاند وايي، د تماس ډلې د خبرو پایلو ته هیله من دي:
"ښه فضا ده، کله چې طرزالعمل بشپړ شي، بیا پر نورو مسلو بحث کېږي او هیله دا ده چې له دې خبرو افغانان ښه زېری ولري چې د جنګ درېدل او اوربند ټینګول دي."
د افغانانو خپلمنځي خبرې د سپټمبر پر ۱۲ د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې او دواړوو خواوو ۲۱ کسیز پلاوی ټاکلی دی.
خو د طرزالعمل پر سر د دوی د تماس ډلو خبرې ښيي چې دا بهیر به ډېر اوږد وي.



















