له روسي پوځیانو سره له ښکېلتیا وروسته امریکا سوریې ته نور ځواکونه لېږي

د سوریې شمال ختیځ کې څو سره امریکايي پوځيان پاتې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سوریې شمال ختیځ کې څو سره امریکايي پوځيان پاتې دي.
د خپرېدو وخت

امریکا متحده ایالتونه په سوریه کې د روسیې له ځواکونو سره له یو شمېر ښکېلتیاوو وروسته په دغه هېواد کې خپل پوځي حضور ډېروي.

امریکايي چارواکي وايي، شپږ براډلې ډوله جنګي ګاډي او نژدې ۱۰۰ پوځیان شمال ختیځې سوریې ته استول کېږي.

سږ کال د امریکايي او روسي پوځیانو تر منځ پېښې چې په دغه سیمه کې ګزمه کوي ډېرې شوې دي.

د امریکايي سمندري ځواک کپتان بیل اربن وايي، دې سره به د '' اییتلافي ځواکونو خوندیتوب او امنیت ډاډمن شي. ''

د نوموړي په وینا له کویته دغې سیمې ته د جنګي ګاډو تر څنګ به یو 'حساس راډار ' هم ځای پر ځای شي او پر امریکايي ځواکونو د ګزمه کوونکو جنګي الوتکو فریکوینسي به هم پراخه شي.

د جمعې پر ورځ د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ دغه ویاند په یوه اعلامیه کې وویل:

''امریکا په سوریه کې له هېڅ یوه هېواد سره شخړه نه غواړي، خو د اړتیا پر مهال به د اییتلافي ځواکونو دفاع کوي. ''

ښاغلي اوربن د روسیې نوم نه دی یاد کړی، خو له دې مخکې د یوه امریکايي چارواکي بیان چې لومړی این بي سي خبري شبکې خپور کړ، زیات جووت دی.

د دغه چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی، په بیان کې یې ویل شوي:

''دغه ځای پر ځای کول روسیې ته یو څرګند پیغام دی چې د بحران نه رامنځته کېدو دوه اړخیز بهیر ته ژمن واوسي او روسیې او نورو لوریو ته چې باید په شمال ختیځه سوریه کې له غیر مسلکي، ناخوندي او پاروونکو فعالیتونو ډډه وکړي. ''

د پېښې ويډیويي کليپ پر خواله رسنیو خپور شوی و.

د عکس سرچینه، Rusvesna.su/youtube

د عکس تشریح، د پېښې ويډیويي کليپ پر خواله رسنیو خپور شوی و.

د این بي سي رپوټ کې ویل شوي، پوځیان او جنګي ګاډي د دې لپاره هلته لېږل شوي، چې د امریکايي، اییتلافي او کوردي ځواکونو د فعالیت سیمې ته د روسي ځواکونو د ورتګ مخه ونیول شي.

په سوریه کې د کال په اوږدو کې پرلپسې روسي او امریکايي ځواکونه سره مخامخ شوي دي. خو دا وروستیو اونیو کې په شمال ختیځه سوریه کې دغه ډول مخامختیا له تاو تریخوالي سره مله وي.

د اګست په وروستیو کې له یوه روسي ګاډي سره ټکر کې اووه امریکايي پوځیان ټپیان شول.

روسیې او امریکا حکومتونو پر یوه بل د دغه ټکر رامنځته کولو تورونه پورې کړل، چې ویډیويي کلیپ یې پر خواله رسنۍ ټویټر خپور شو.

امریکایانو وویل، روسیان هغه امنیتي زون ته ننوتي وو چې له دوی سره یې منلې وه، نه به ورځي، خو روسي چارواکو بیا ویل، امریکايي پوځیانو ته یې له مخکې خبرداری ورکړی و.

امریکا متحده ایالاتو له داعش ډلې د دغې سیمې ساتلو لپاره هلته ۵۰۰ پوځیان ځای پر ځای کړي دي، خو بل لور ته روسيه چې د سوریې بشارالاسد حکومت ملاتړ کوي، په سیمه کې د امریکايي ځواکونو شتون سره مخالفه ده.