هغه سړی رسماً تورن شو چې پخوانۍ مېرمن یې په غشو ویشتلې

ثنا محمد چې مخکې دیوې انماتالیګاډو نومېده، د وژل کېدو پر مهال د نهو میاشتو مېندواره و.
د عکس تشریح، ثنا محمد چې مخکې دیوې انماتالیګاډو نومېده، د وژل کېدو پر مهال د نهو میاشتو مېندواره و.
د خپرېدو وخت

هغه سړی رسماً په وژنه تورن شوی چې خپله پخوانۍ مېرمن یې په غشي ویشتلې وه. وژل شوې ښځه ثنا محمد نومېده او مېندواره وه، چې پخواني مېړه یې رامانوج انماتالیګاډو پرې د ۲۰۱۸ کال نومبر کې د غشو ګوزارونه وکړل.

اوس د لندن یوې محکمې ته ویل شوي، نوموړی له بریده مخکې د ثنا محمد په کور کې له تبر، غشو او چاقو سره پټ شوی و.

محکمې ته ویل شوي، نوموړي د لندن ایلفورډ سیمه کې دغه برید له مخکې پلان کړی و.

د دغې جوړې په تړاو ویل کېږي چې ۲۰۱۲ کال کې یې ګډ ژوند پای ته رسېدلی و او هغه مهال محکمې انماتالیګاډو ته ویلي و چې د خپلې پخوانۍ مېرمنې کور په سل مترۍ کې به نه ګرځي.

د مېرمن ثنا دویم مېړه امتیاز محکمې ته وویل، د کور په انګړ کې له یوه پټ ځایه د مدعي له راوتلو وروسته یې فکر کاوه، خوب ویني. نوموړی وايي، پر ښځې یې غږ کړل، چې وتښتي، خو سړي پرې ګوزا وکړ او یو غشی پر هغې ولګېد.

انماتالیګاډو وژنه رد کړې وه او په وینا یې د هغوی کور ته د خپلې لور د مذهب په تړاو خبرو ته ورغلی و.

رامانوج انماتالیګاډو خپله پخوانۍ مېرمن په غشو وژلې وه

د عکس سرچینه، MET POLICE

د عکس تشریح، رامانوج انماتالیګاډو خپله پخوانۍ مېرمن په غشو وژلې وه

نوموړی وايي، هدف یې ښاغلی محمد و، خو پخوانۍ مېرمن یې په منځ کې راغله.

خو څارنوالانو ویلي و، د انماتالیګاډو هدف د ثنا محمد او هغې د دویم مېړه او د هغې په نس کې د ماشوم وژل هدف و.

انماتالیګاډو په ايریل میاشت کې د منصفه پلاوي یوه غړي قاضي له لوري د نوموړي ذهني روغتیا په تړاو د یوې مسالې له راپورته کولو وروسته مرخص شوی و.