ماکرون: فرانسې ته شرم دی چې هرو ۳ ورځو کې يوه ښځه وژل کېږي

د عکس سرچینه، Reuters
د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون په هېواد کې هغه کورنی تاوتريخوالی غندلی دی چې ښځې پکې قرياني کېږي.
نوموړي ويلي، دا د شرم خبره ده چې فرانسه کې هرو درېوو ورځو کې يوه ښځه وژل کېږي.
هغه سږکال د تاوتريخوالي له کبله د وژل شويو ښځو له خپلوانو سره د غمشريکۍ په پار د يوې دقيقې چوپتيا غوښتنه وکړه.
ماکرون وويل، د خپلې پنځه کلنې ولسمشرۍ اوږدو کې به د سړو او ښځو ترمنځ مساوات د هغه د کار لومړيتوب وي.
د فرانسې ولسمشر دا څرګندونې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مبارزې په نړيواله ورځ وکړې.
ده وويل، ښځو ته په ټولنه کې په سپکه سترګه کتل کيږي چې همدا يې پر وړاندې د تاوتريخوالي سبب ګرځي.
ماکرون زياته کړه،له ښځو سره تر ډېره هغه کسان تاوتريخوالی کوي چې باور کوي پر ښځو برلاسي دي.
نوموړي د هغو کسانو د افشا کولو غوښتنه وکړه چې د ښځو پرضد تاوتريخوالی کوي او دې کار ته لمن وهي:
"هغهو مجرمينو ته بايد هېڅ پلمه ونه لټول شي چې هره ورځ پر ښځو بريدونه کوي او تاوتريخوالی کوي، بلکې دوی بايد سپک وګڼل شي او محاکمې ته راکاږل شي."
هغه ټينګار وکړ فرانسه بايد له هغو هيوادونو نه وي چې ښځې په وېره کې پکې ژوند وکړي.
ماکرون د جنسي اړيکو قانون کې د بدلون راوستلو ملاتړ وکړ، چې په وينا يې له ۱۵ کلنو د ټيټ عمر کسانو جنسي اړيکي بايد جنسي تېری وګڼل شي.
ده دا هم وويل، چې په دې اړه د فرانسې قوانين بايد ګونګ نه وي.
ماکرون له پارلمان وغوښتل چې پر دې مسالې بحث وکړي.





















