چارواکي وايي په کونړ کې يوه ښځه تر وژل کېدو وروسته سوځول شوې ده.
دغه پيښه د کونړ په مانوګي ولسوالۍ کې شوې. چارواکي وايي د وژل شوې د ميړه په ګډون د هغه د کورنۍ اووه کسه پوليسو نيولي دي.
تر اوسه دوژلو دليل نه دى روښانه.
د څلورو اولادونو دغه مور تپره شپه د ماڼوګي ولسوالۍ په درې ښار کې د چارواکو د وينا تر مخه لومړى په چړو وهل شوې او وروسته ېې په مړې تيل اچول شوي او سوځول شوي.
پوليس وايي ښاي مړى د دې لپاره سوځول شوى وي چې وښئ ښځې ځان پخپله سوځولى .
که دا ثابته شي چې دغه شاوخوا څلرويشت کلنه ښځه د خپل ميړه او دهغه د کورنۍ لخوا وژل شوي او وروسته سوځول شوي ،نو دا به کونړ کې له لومړنيو پيښو وي چې د مړي جسد سوځول کېږي.












