ورځپاڼې: امریکا بې پایه جګړه کې ښکېله شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
واشنګټن ټایمز ورځپاڼې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو د څرنګوالي په اړه یو مطلب خپور کړی او پکې ویل شوي امریکا په رښتیا هم په داسې یوه جګړه کې ښکیله شوې چې پای نه لري.
د مطلب لیکوال چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو دحضور سره مخالف دی وايي که له طالبانو سره روانې خبرې بې پایلې هم پای ته ورسیږي نو امریکايي ځواکونه دې له ځنډ پرته له افغانستانه ووځي، ځکه دی وايي هلته د امریکايي ځواکونو ماموریت د امکاناتو ضایع کول دي.
لیکوال وايي پر افغانستان د امریکا د برید هدف د طالبانو او القاعده ډلې له منځه وړل و او دا هدف د برید له پيل لږه موده وروسته تر لاسه شوی دی. نوموړی وايي یوازې افغانان دې چې خپلې ستونزې پای ته رسولی شي.
د هندۍ ورځپاڼې فایننشل ایکسپریس په یوه مطلب کې ویل شوي چې د افغانستان د شخړې د هواري لپاره دې د تېرو لسیزو له تجربو کار واخستل شي. لیکوال وايي دا چې افغانستان د اسیا په څلور لاره کې موقعیت لري نو دغه هېواد به همداسې د ایران روسیې، چین، پاکستان او هند لپاره مهم وي.
او تر هغه چې ترهګرې ډلې له پاکستانه او افغانستانه د خپلې روزنې او فعالیتونو لپاره د نړۍ په نورو سیمو کې د بریدونو لپاره ګټه پورته کوي نو اروپا او امریکا هم د دې هېواد راتلونکې ته ارزښت ورکوي.
لیکوال وايي ددې راتلونکې د ارزولو لپاره مهمه ده چې د نژدې ماضي په اړه فکر وشي او له هغو پېښو درس واخیستل شي چې افغانستان یې دې حال ته راوستی دی.
پاکستانۍ ورځپانې ایکسپریس ټریبیون لیکلي، په پاکستان کې د سخت دریځو ډلو پرضد روانو عملیاتو ته لا له پخوا اړتیا وه.
په دې مطلب کې ددې ګام چې د حکومتي چارواکو د وینا له مخې د سخت دریځو ډلو لسګونه ښوونځي او پوهنتونونه او ددغو ډلو یو شمېر اړوند روغتونونه حکومت خپله ولکه کې نیولي، ستایلی دی د مطلب د لیکوال په باور دا ډول یو زړور سیاسي ګام او د سخت دریځو ډلو د مشرانو نیول به، چې نړیوالې ټولنې یې هم غوښتنه کړې ده د پاکستان پر نوم مثبت اغیز ولري.
د دې مطلب په وروستۍ برخه کې ویل شوي چې په پاکستان کې د سخت دریځۍ او راډیکالیزم له منځه وړلو لار اوږده ده او د پاکستان د ټولنې هغه ستونزه ده چې د ناسمو کړنلارو له امله ژورې ریښې لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
لیکوال وايي د هغو ګواښونو له منځه وړل چې د راډیکالیزم او سخت دریځۍ له امله پاکستان ته متوجه دي پراخې هڅې غواړي او نړیواله ټولنه دې هغه ګواښ درک کړي چې پاکستان ورسره لاس او ګرېوان دی او په دې برخه کې دې ملاتړ وکړي.
ګارډین ورځپاڼه لیکي برتانیا په پام کې لري چې له داعش ډلې سره د ددغه هېواد د یو ځای شویو وګړو کوچنیان برتانیا ته راولي.
ورځپاڼه لیکي د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیرمې هنټ ویلي حکومت پر هغو لارو چارو فکر کوي چې څنګه وکولی شي له داعش ډلې سره د یو ځای شویو برتانویو وګړو کوچنیان برتانیا راولي.
ورځپاڼه لیکي دا څرګندونې د برتانیا حکومت د هغې پریکړې او کړنلارې بدلون دی چې له مخې یې له شمیمه بیګم چې له داعش ډلې سره یو ځای شوې وه د برتانیا تابعیت واخیستل شو او څو ورځې وړاندې د سوریې په یوه کمپ کې د هغې کوچنی ومړ.
ښاغلي هنټ ویلي د شمیمه بیګم د ماشوم د ژغورلو لپاره داسې یوې سیمې ته چې د اسلامي دولت ډلې په ولکه کې ده د چارواکو لیږل ډیر خطرناک دي.
خو ورځپاڼه لیکي د نوموړي دا خبره چې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالې پرمختیا وزارت سره په ګډه په دې اړه کار کوي چې څنګه د کډوالو له پنډغالو برتانوي ماشومان را وباسي، د برتانیا د حکومت په کړنلاره کې د بدلون په معنی دی.



















