ایران؛ د خامنه ای دفتر شنبه د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه خو سني مېشتو ولایتونو نن اختر ولمانځه

د عکس سرچینه، SOCIALMEDIA
د ایران د ولسمشر ایت الله علي خامنه ای دفتر سبا د شنبې ورځ (۲۰۲۳/۰۴/۲۲) د کوچني اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې.
بلخوا د ایران په سیستان، بلوچستان او کردستان ولایتونو سني مېشته ښارونو نن (۲۰۲۳/۰۴/۲۱) د اختر لمونځ ادا کړ.
د ایران حکومت خبر ورکړی و، چې د اختر میاشت یې نه ده لیدلې له همدې کبله یې نن جمعه ورځ هم روژه نیولې او سبا یې د اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
د خپرې شوې خبر پاڼې له مخې، علي خامنه ای په خپله د اختر لمونځ سبا د شنبې په ورځ جومات کې ادا کوي دا له درې کلن ځنډ وروسته ترسره کېږي له دې مخکې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله د کوچني اختر لمونځونه په یوه ځای د لویو ټولیو ورټولېدو له کبله منع شوی و.
د تېرو کلونو بر عکس سږ کال په ایران کې هم د روژې میاشت د سعودي عربستان سره یو ځای پیل شوه او د سعودي عربستان، ترکیې او متحده عربي اماراتو په ګډون د ایران ګاونډیو هېوادونو نن ورځ د کوچني اختر په توګه اعلان کړه.
د ایران له زاهدان سیمې چې زیاتره سني مسلمانان په کې مېشت دي رپوټونه وايي، تېره شپه د مکې د دارالعلوم لخوا د اختر میاشتې لیدو له خپراوي وروسته په زرګونه د زاهدان اوسېدونکي د مکې جومات ته لاړل او هلته یې د مولوي عبدالحمید اسماعیل زهي په اقامه د اختر لمونځ ادا کړ.

د عکس سرچینه، EPA
هلته د اهل سنت امام عبدالحمید اسماعیل زهي د کوچني اختر په خطبو کې یو ځل بیا د سیاسي بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل:"حکومت باید د خلکو ازادي تضمین کړي او خبریالان او لیکوالان باید ازادي ولري."
مولوي عبدالحمید وايي، ملي ګټې د افرادو، تنظیمونو، ګوندونو او ډلو له خوا قرباني شوې دي.
نوموړی وايي:"له بده مرغه چې اقتصاد او ملي بسپنې غلا شوې او ډېرې ملي ګټې د ډلو او د هغوی د اړوندو ډلو او سازمانونو او ادارو په ګټه کارول کېږي او د دولت خزانه تشه ده."
ښاغلي عبدالحمید په هېواد کې دننه بدلونونه اړین وبلل او ویې ویل، موږ په دې باور یو چې د ایران اکثره خلک د چارواکو او ملکي مامورینو او ان وسله والو ځواکونه له اوسني وضعیت څخه ناخوښه دي. اقتصاد فلج دی او هرڅوک تر فشار لاندې دي."
د ایران نوموړي سني امام له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو هرکلی وکړ او د خپل هېواد د ستونزو د حل لپاره یې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو هیله په ډاګه کړه.


















