د ایران سرې میاشتې د ۱۰۰ ورکو شویو افغانانو د لټون قضیه ثبت کړې

مسافر

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

    • Author, عبدالله الهام
    • دنده, بي بي سي
  • د خپرېدو وخت

په ایران کې د سرې میاشتې ټولنې ویلي، په دې هېواد کې له افغانستان سره پر پوله د ۱۰۰ ورکو شویو افغان پنا غوښتونکو د موندلو په اړه دوسیه پیل شوې ده.

په نړیوالو بشر حقونو اړوندو چارو کې د ایران د سرې میاشتې مرستیال بهنام سعیدي ایرنا خبري اژانس ته ویلي، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته دوی ته د ورکو شویو افغانانو کورنیو مراجعه کړې ده.

ښاغلی سعیدي زیاتوي، له ایرانه نورو هېوادونو ته د تللو لارو په اوږدو کې د ورکو شویو افغانانو د موندلو لپاره د لټون دوسیې پرانیستې دي.

ايران کې تېرو شپږو مياشتو کې "سل افغانان" ورک شوي

د ایران د سرې میاشتې ټولنه وايي یوازې په تېرو شپږو میاشتو کې له سلو د ډېرو ورکو شوو افغانانو په اړه د هغوی خپلوانو ورته مراجعه کړې چې ډېری يې هغه ماشومان دي چې د ایران او د هغه هېواد د ګاونډیو په پولو کې د ناقانونه تېرېدو پر مهال له خپلو کورنیو جلا شوي دي.

د ایران دولتي خبري آژانس ایرنا د دغه هېواد د سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو او بشردوستانه حقونو د برخې د مرستیال بهنام سعیدي له قوله راپور ورکړی چې دغه بنسټ په دې وروستیو کې د ورکو شوو افغان وګړو د پلټنې له ډېرېدونکو غوښتنو سره مخ شوی او یوازې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې يې د سلو ورکو شوو افغان کډوالو لپاره دوسیې پرانیستې.

په ورته مهال يوې سيمه ييزې افغان رسنۍ په نیمروز کې د ځايي سرچینو په حواله راپور ورکړی چې یوازې په تېره یوه میاشت کې له ایرانه هغه ولایت ته د ۴۵ افغانانو مړي ور لېږدېدلي.

ځايي سرچینو ویلي چې دا د هغو افغانانو مړي وو چې په ایران کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي. که څه هم دا شمېرې رسمي او خپلواکو سرچینو نه دي تائید کړې.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې دغه چارواکي ویلي، په تېره بیا جګړو او د کډوالۍ بحرانونو د افغانانو د ژوند روان قواعد ګډوډ کړي.

ښاغلي سعيدي ویلي، ډېری وخت دغه کډوال ایران ته په ناقانونه ډول ځي او له هغه ځایه هم نورو هېوادونو ته تلل غواړي خو یو شمېر یې په ایران کې هم پاتې کېږي.

نيمروز

د عکس سرچینه، Getty Images

دا چې د ورکو شوو کسانو د ثبت څانګې په نورو هېوادونو کې هم د سرې میاشتې او سره صلیب په ملي بنسټونو کې فعالې دي نو په نورو هېوادونو کې هم ورته موارد ثبت شوي.

د ایران د سرې میاشتې د ټولنې مرستیال ویلي، دا چې د هېوادونو له پولو د تېرېدو پر مهال ځینې وخت د کورنیو غړي اړ کېږي چې له یوه بله جلا شي وروسته د سرې میاشتې په ملي بنسټونو کې د ثبت له لارې له خپلو ورکو شوو خپلوانو سره يو ځای کېدی شي.

د افغانانو لپاره د اروپا او لوېدیځ په لور د ناقانونه کډوالیو یوه عمده لار د ایران او ترکیې ده.

خو دوې اوونۍ وړاندې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان ویلي وو چې اوس ترکیه لسګونه زره افغان کډوال بېرته د ایران پولو ته شړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت هم یوازې په روان میلادي کال کې ترکیې ته د نژدې درې نیم لکه ناقانونه کډوالو د ورتګ مخنیوی کړی و چې ډېری يې افغانان دي. دغه هېواد په تېرو اتو میاشتو کې یوازې د هوا له لارې بېرته افغانستان ته د نژدې ۴۵ زرو افغانانو د بیا ستنولو خبر هم ورکړی.

د دې اوونۍ په سر کې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت هم ویلي وو چې ایران د هرات له لارې تر دری زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي.

Afghans

د عکس سرچینه، Getty Images

په دې کې ۲ زره او ۸۴ کسه کډوال د ۹۶ کورنیو په بڼه شړل شوي او تر یونیم زر ډېر مجرد کسان هم پکې دي. دوی د اسلام کلا او ابرېشم پل له لارې افغانستان ته بېرته استول شوي. ایران نژدې هره اوونۍ سلګونه او آن ځینې وخت زرګونه افغان کډوال خپل هېواد ته استوي.

اروپا او لوېدیځ ته د ایران او ترکیې له لارې د ناقانونه کډوالیو پر مهال وخت ناوخت د ګڼو افغان کډوالو د مړینو راپورونه هم ورکول کېږي.

خو د کډوالو یوازې د بېرته شاته ستنېدلو او ورکېدو ستونزه هم د دوی یوازينۍ ننګونه نه ده، ډېر افغان د خپلو هغو ورکو شوو خپلوانو په مړو پسې هم سرګردانه دي چې د کډوالیو په لارو روان شوي خو په دې برخه کې دقیق معلومات او شمېرې نشته.

په ایران کې د اعتراضونو له پیلېدو سره هم هلته د یو شمېر افغانانو د وژل کېدو راپورونه ورکړل شوي. په ایران کې یو شمېر افغان کډوالو هم بي بي سي ته ویلي، په ایران کې د اعتراضونو له ډېرېدو سره افغان کډوالو ته د زیان اوښتو کچه هم لوړه شوې.