د طالبانو ''اندېښنې درک کولو'' په تړاو د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته توند غبرګونونه

متقي او عبداللهیان
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د ازبکستان په سمرقند کې د ایران بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هغو څرګندونو ته چې وايي، په افغانستان کې ښځو ته د کار او زدکړو برخه کې ''د لازمې شرعې زمېنې '' برابرولو لړ کې د طالبانو ''اندېښنه '' درک کولای شي، د خواله رسنیو ځینو کاروونکو توند غبرګونونه څرګند کړي.

په هغه ویډیويي کلیپ کې چې د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو غونډې په څنډه کې اخیستل شوې، امیر خان متقي له امیر حسین عبداللهیان سره د روغبړ په حال کې لیدل کېږي.

امیر عبداللهیان امیر خان متقي ته وايي: ''۲۱ میاشتې کېږي، چې ټولګډونه حکومت ته منتظر یو. ''

سمرقند ته د طالبانو حکومت تللي پلاوي یوه غړي ذاکر جلالي هم په یوه یویټر پیغام کې د ښاغلي متقي او ښاغلي عبداللهیان تر منځ دغه مکالمه یاده کړې.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

د خواله رسنیو یوې افغانې کاروونکې په دې هکله ښاغلي عبداللهیان ته لیکلي، ''د طالبانو اندېښنې یوازې تاسې درک کولای شئ او دا ځکه چې... دا شریکه اندېښنه ده. ''

طالبانو په افغانستان کې له دویم ځل واکمنېدو وروسته ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړې او دغه راز یې له شپږم ټولګي پورته د نجونو لپاره د ښوونځیو دروازې تړلې دي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر څرګندونو ته غبرګون کې یوې بلې افغانې لیکلي: ''وړاندیز کوم، که لور لرې له زدکړو یې محرومه کړه، ځکه تاسې د طالبانو باورونه منئ، اړتیا نه شته چې زدکړې وکړي. ''

یوې بلې ښځې بیا د ښځو تعلیم لپاره د طالبانو زمینه برابرول د ایراني چارواکو له زمینه برابرولو سره ورته بللې او زیاتوي: ''لوبغالو ته د ښځو نه پرېښولو لړ کې ستاسو درک هماغسې متعصبانه، هماغسې ویجاړونکی او هماغسې ډارن دی. ''

یوه بل ټویټر کارن بیا لیکلي: ''د ایراني انقلاب لومړیو کې ډېری پوهنتونونه 'د فرهنګي انقلاب ' په نامه وتړل شول، سلګونه پوهنتون استادان وشړل شول، ووژل شول او یا له دندې ګوښه کړل شول. د دیني دیکتاتوري د ورته والي بېلګې لږ نه دي. ''یوه بل کارن بیا لیکلي، (دا موضوع) یوازې ستاسو غوندې کس لپاره چې د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي یاست د درک وړ ده او پوښتنه کوي: ''طالبان یې چې خپله هېڅ درک نه لري، تاسې څنګه درک کړل؟ ''یوه بل کارن بیا زیاته کړې، د طالبانو هېڅ یوه کړنه، د نوي افغان کول لپاره د درک وړ نه ده.