ایران د افغانستان لپاره په خپلو استازولیو کې د کونسلګرۍ څانګې 'تړلې دي'

هرات

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د ایران بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان سفارت شارژدافئیر احضار کړی دی.

تېره ورځ په کابل او هرات کې د ایران پر سفارت او کونسلګرۍ بریدونه د دې چارې لامل بلل شوی.

د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د سویلي اسیا لپاره د دې وزارت مدیریت افغان شارژدافئیر ته په هرات کې پر ایراني کونسلګرۍ د برید له کبله ''سخت اعتراض '' وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان له بهرنیو چارو وزارته به د ایراني استازولیو امنیت تضمین ډاډ ترلاسه کولو تر مهاله د کونسلګرۍ څانګې تړلې وي.

په اعلامیه کې ویل شوي: ''د سویلي اسیا لپاره د ایران اسلامي جمهوریت بهرنیو چارو وزارت مدیر (افغان شارژدافئیر ته) د دیپلوماتیکو استازولیو د امنیت خوندي کولو لړ کې د دولتونو مسوولیت له یادولو سره د ایران اسلامي جمهوريت پر استازولیو له برید کوونکو سره د قانوني چلن غوښتنه وکړه. ''

له دې مخکې هم د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په افغانستان کې د ایران استازولیو امنیت تضمین غوښتنه کړې وه.

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په دې هکله ویلي: ''د افغانستان په هرات او نورو ښارونو کې باید د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت او استازولیو لپاره په خوندي چاپیریال کې د فعالیت زمینه برابره شي او امنیت یې په بشپړ ډول خوندي ساتل شي. ''

بل لور په هغو ویډیويي کلیپونو کې چې پر خواله رسنیو خپاره شوي، معترضین لیدل کېږي چې د طالبانو له "هوايي ډزو" وروسته تیت او پرک شول.

د یادونې ده چې په دا وروستیو کې پر خواله رسنیو داسې ویډيي کلیپونه خپاره شوي، چې په ایران کې له افغان کډوالو سره د ځینې کسانو "زور زیاتی" ښيي.

په خواله رسنیو کې دې ویډیويي کلیپونو ته په پراخه کچه غبرګونونه څرګند شوي دی.

ایراني چارواکي وايي، دا ویډیويي کلیپونه په ایران پورې تړاو نه لري او د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند په خبره: ''د ایران په هکله د وېرې یا افغانستان په هکله د وېرې رامنځته کولو '' لپاره دا ډول تصویرونه خپرېږي.

تېره ورځ پلازمېنه کابل کې هم د ایران سفارت مخې ته احتجاجي غونډه وشوه.

د غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې په ایران کې له افغان کډوالو سره ''د ناوړه چلن '' په تړاو د ویډیويي کلیپونو ارزونه وکړي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

له دې مخکې کابل کې د ایران سفیر بهادر امنینیان په یوه مرکه کې ویلي و: ''غواړم خبرداری ورکړم چې یوه فتنه او دسیسه روانه ده '' چې د ده په وینا په افغانستان او ایران کې د نامناسب وضعیت رامنځته کولو هڅې کېږي.

تېره پنجشنبه اونۍ دې لړ کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مسوولینو وویل په دغه وزارت کې یې د ایران سفارت له مسوولینو سره لیدلي او ايران کې يې له افغان کډوالو سره "د دغه هېواد د سرحدي او انتظامي ځواکونو" په ناسم چلند خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې په وټس اپ او ټیلګرام خواله رسنیو کې ځینې ویډیويي کلیپونه لاس پر لاس کېږي، چې د ادعا له مخې په ایران کې یو شمېر افغانان په فزیکي ډول ځورول کېږي او کنځل کېږي.

بي بي سي ته هم داسې ځینې ویډیويي کلیپونه استول شوي او ایران مېشتو افغانانو له دې ویډیويي کلیپونو سره د خپل امنیت په هکله اندېښنه ښوولې، خو بي بي سي نه ده توانېدلې د ثبت کېدو کره نېټه یې تایید کړي.