روحاني: د ټرمپ په تګ خوشال یم

حسن روحاني

د عکس سرچینه، TASNIM

د عکس تشریح، ولسمشر حسن روحاني ویلي، که "۱+۵ هېوادونه له ایران سره مخکېنۍ هوکړې ته راستانه شي، موږ به هم په هماغه شېبه خپلو ټولو ژمنو ته راوګرځو".
د خپرېدو وخت

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن په یوه دولتي غونډه کې وویل چې "د جو بایدڼ په راتګ خوشال نه یم، خو د ټرمپ په تګ خوشال یم".

حسن روحاني د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ټولو ډېر "قانون سرغړوونکی کس" بللی دی چې په وینا یې "ان د واکسین اخیستلو کې یې هم زړه سوی ونه کړ."

ولسمشر حسن روحاني ویلي، که "۱+۵ هېوادونه له ایران سره مخکېنۍ هوکړې ته راستانه شي، موږ به هم په هماغه شېبه خپلو ټولو ژمنو ته راوګرځو".

نوموړي دا هم ویلي چې "د امریکا راتلونکي دولت ته لار پرانیستې ده، که سمه لار یې وغوښته موږ ورته چمتو یو، او که ناسمه لار یې هم ونیوه، موږ ورته چمتو یو."

بایډن ته د ټرمپ د نژدې ملګري مبارکي

مک کانل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مچ مک کانل مشرانو جرګه کې د جمهوریپالو مشر دی.

د امریکا د مشرانو جرګې د اکثریت غړو مشر او د ولسمشر ټرمپ د جمهوریپال ګوند مخکښ غړي مېچ مک کانل ټاکلي ولسمشر جو بایډن ته د تېرې میاشتې ولسمشرۍ ټاکنو د ګټلو مبارکې ورکړه.

د سناتور مک کانل دا مبارکي د ټاکنیز کالج له رسمي اعلان وروسته ده چې د دوشنبې په ورځ یې پر ډونلډ ټرمپ د جو بایډن بری اعلان کړ.

ډیموکراټ جو بایډن ۳۰۶ ټاکنیزې رایې ګټلې او ډونلډ ټرمپ هم ۲۳۲ رایې خپلې کړې دي.

خو ولسمشر ټرمپ لا هم ماتې نه مني او په ټاکنو کې د پراخې درغلې بې سنده ادعاوې کوي.

له مشرانو جرګې سره چې جمهوریپال یې کنټرولوي اړیکي جوړول به د ښاغلي بایډن ولسمشرۍ لپاره مهم وي.

نوموړی د جورجیا اتلانتا ته هم تللی چې د راتلونکې میاشتې مشرانو جرګې د ټاکنو لپاره ډیموکراټانو ته کمپاین وکړي.

د دې ایالت دوه څوکۍ به د جنورۍ په پنځمه مالومې شي چې په دې جرګه د ډیموکراټانو واک ته لار برابروي که نه.

ډیموکراټان وار د مخه پر استازو جرګه واکمن دي.

د دوشنبې په ورځ چې ټاکنیز کالج د ښاغلي بایډن بری اعلان کړ، نو د نړۍ دریو هغو مشرانو هم دغه ټاکلي ولسمشر ته مبارکي ورکړه چې لا یې هم له دې کار ډډه کوله.

په دوی کې د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین، د برازیل جیر بلسونارو او د مکسیکو اندرس مانیول لیپاز اوراډر دي.

مک کانل څه وویل؟

بایډن د مک کانل مننه کړې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، بایډن د مک کانل مننه کړې ده.

مک کانل مشرانو جرګه کې وویل د نومبر ۳ ټاکنو یې د ټاکنیز کالج د اعلان خلاف پایلې تمه لرله، "خو اوس غواړم ټاکلي ولسمشر بایډن ته مبارکي ووایم".

نوموړي د جو بایډن مرستیال کماله هریس ته هم مبارکي ورکړه: "ټول امریکایان په دې ویاړلی شي چې موږ په تاریخ کې اول ځل ټاکلې مرستیاله ولسمشره لرو".

وروسته جو بایډن وویل، له مک کانل سره یې ټلیفوني خبرو کې د مبارکۍ مننه کړې او دواړه په دې سلا شوي چې د ځنډ په ځای ژر سره یوځای شي.

کماله هرېس هم له اې بي سي تلوېزون سره مرکه کې د مک کانل د مبارکۍ هرکلی کړی دی.

جوږ بایډن به د جنورۍ پر ۲۰ د ولسمشرۍ لوړه کوي او دنده به پیلوي.

د ویډیو تشریح، د امریکا ټاکنې: څوک به یې وګټي، خواله رسنۍ بدلېږي