"امریکا له عراق پوځ باسي او افغانستان ته یې لېږي"

    • Author, سپین تڼی
    • دنده, بي بي سي لندن
  • د خپرېدو وخت

واشنګټن پوست:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تېره اونۍ په لسګونو امریکايي سرتېري افغانستان ته رسېدلي دي.

امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، تر هغه وروسته چې بغداد پر اسلامي دولت نومې ډله د بري اعلان وکړ امریکا په هغه ځای کې د خپل پوځ کمښت اعلان کړی دی.

دا د داعش تر ناکامۍ وروسته د امریکا په تګلاره اولومړیتوبونو کې بدلون ښيي.

دا تر هغه درې میاشتې وروسته تر سترګو کېږي چې په عراق کې ټاکنې کېږي او ښايي ایران پلوې پارلماني ډله پکې مهمه ونډه ولري.

واشنګټن پوسټ کاږي په تېره اونۍ کې د ورځې لسګونه امریکايي سرتېري له عراق په الوتکو کې افغانستان ته لېږدول شوي دي او له دوی سره وسایل او وسلې هم شته.

دا څرګندونې واشنګټن پوسټ ته د امریکايي پوځ قراردادیانو د نوم نه ښودلو په شرط کړې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه، د پوځ دا کموالی په داسې وخت کې دی چې د پنټګان د ملي دفاعي ستراتيژي په ګوته کوي چې چین د خپل پوځ پراختیا ته دوام ورکوي او د امریکایي پوځ په وینا تجاوزګره روسیه هم خپل پوځ پراخوي.

ډان:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سوات کې تېره شنبه په برید کې ۱۱ پوځیان ووژل شول.

له پاکستان چاپېدونکې ډان ورځپاڼه په خپله سرمقاله کې لیکي: وروستیو بریدونو پسې افغانستان او پاکستان باید په دې پوه شي چې همکاري يې تر منځ اړینه ده.

ورځپاڼه د شنبې په ورځ په سوات کې برید ته اشاره کوي- چې ۱۱ پاکستاني پوځيان پکې ووژل شول- او لیکي، داسې بریدونه ډاګیزوي چې له یاغیانو سره جګړه همداسې روانه ده.

د مقالې لیکونکی باور لري چې د سوات برید له ترهګرۍ سره پراخې مبارزې ته اړتیا لري.

تر هغو چې افغانستان او پاکستان له یو بل سره دوامداره همکاري ونه کړي نو ترهګر او یاغیان به له دواړو غاړو یو بل ته ور اوړي .

د ورځپاڼې په لیکنه، په افغانستان کې وروستیو بریدونو دې هېواد ته ټکان ورکړ او سیمه ییزو امنیتي سلا مشورو ته یې سملاسي ملا وتړله.

د ډان د مقالې په پای کې د پاکستان هغه ګامونه ناسنجول شوي بلل شوي چې له خپل هېواد په ډله ییز ډول افغان کډوال شړي.

هندوستان ټایمز:

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هغې ادعا ته اشاره کړې چې وايي هند د پاکستان او چین په اقتصادي دهلیز برید کوي.

ورځپاڼه زیاتوي د ګیلګیت بلتستان ایالت کې یې د شوني ترهګر برید خبرداری ورکړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه، د خبرداري په دې لیک کې راغلي ښایي برید پر قراقروم لویه لار او یا نورو حساسو ځایونو وشي.

د ګیلګیت بلتستان یوه ایالتي چارواکي ویلي د کورنیو چارو وزارت په لیک کې راغلي چې هند ۴۰۰ ځوان مسلمانان افغانستان ته استولي چې د داسې بریدونو روزنه تر لاسه کړي.

د هندوستان تایمز د رپوټ له مخې ګیلګت بلتسستان کې پولیسو ویلي په دې سیمه کې د بهرنیانو تګ راتګ ته دې پام وشي او اسناد دې یې وکتل شي.

د چین پاکستان اقتصادي پروژه د بلوچستان ګوادر بندر د چین د سین کیانګ ایالت له کاشغر بندر سره تړي .

هند په کلکه د دې پروژې مخالفت کوي چې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمېر تېرېږي.