ولسمشر بایډن د مراسمو په ترڅ کې پر دریځ وپرځېد
- Author, سام کابرال
- دنده, بي بي سي واشنګټن
- د خپرېدو وخت
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن پښه هغه مهال ونښته او پر ځمکه وپرځېد، چې په کولوراډو ایالت کې یې د هوايي ځواک روزنیز مرکز کې د فراغت اسناد وېشل.
اتیا کلن جو بایډن چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو د زیات عمر لرونکی فعال ولسمشر دی، د نورو کسانو له مرستې وروسته پر خپلو پښو ودرېد او داسې ښکاریده، چې ټپي شوی نه دی.
ولسمشر بایډن د دریځ پر سر له غورځېدو مخکې نژدې یو نیم ساعت ځای پر ځای ولاړ و او ټولو ۹۲۱ فارغینو ته یې د سند له ورکولو وروسته د مبارکۍ لپاره لاس هم ورکاوه.
د سپینې ماڼۍ د اړیکو څانګې مشر ویلي: ''هغه ښه دی. '' بین لا بولټ پر ټویټر لیکلي: ''کله چې هغه (فارغینو ته) لاس ورکاوه، هلته پر دریځ له شګې یو ډکه کڅوړه پرته وه. ''
د پېښې اړوند خپرو شویو تصویرونو کې ښکاري چې ولسمشر له شګو د ډکو هغو کڅوړو پر لور ځي، چې د نوموړي لپاره ځای پر ځای شوی ټيلي پروموټر پرې تکیه وي. له غورځېدو وروسته بیا د هوايي ځواک یو افسر او د ولسمشر دوه ساتونکي له نوموړي سره پاڅېدو کې مرسته کوي.
نوموړی وروسته له تکیې پرته خپلې څوکۍ ته ستون شو او بیا د مراسم له پای ته رسېدو وروسته د موټرو تر کاروان پورې په خپلو پښو روان ولیدل شو.
د ښاغلي بایډن منتقدین وايي، دویم ځلي ټاکنو ته د درېدو لپاره د ولسمشر بایډن عمر خورا زیات دی. یوه تازه نظر پوښتنه کې هم امریکايي رایې ورکوونکو د ښاغلي بایډن زیات عمر په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. که نوموړی بیا ټاکل کېږي، نو په لومړي سر کې به یې عمر ۸۲ کاله وي.
په دا وروستیو کې یو ځل له بایسکله غورځېدل، بیا د ولسمشرۍ الوتکې په پوړیو کې لوېدل او بیا نننۍ پېښه ښايي دا اندېښنې نورې هم ډېرې کړي.
پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کمپاین کې به د جو بایډن مخکښ سیال وي، د لوا ایالت په یوه ټاکنیز کمپاین کې د نننۍ پېښې په هکله ویلي: ''دا هر څه لیونتوب دی. '' ۷۶ کلن ټرمپ چې تل یې د جو بایډن د عمر په هکله ملنډې وهلي، زیاته کړه: ''هیله ده، چې هغه به خوږ شوی نه وي، دا نو داسې څه نه دي، چې الهام ترې واخیستل شي. ''
د یادونې ده، چې په تېره فبرورۍ میاشت کې د ښاغلي بایډن فزیکي معاینات شوي وو او د نوموړي روغتیا پال ډاکتر کیون او کونر د ولسمشر د روغتیا په هکله ویلي و: ''د هغه روغتیا ښه ده، له هر ډول استثنا او تکیې پرته خپل ټول مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کولای شي. ''
ښاغلی بایډن د امریکايي پوځ لومړنی اعلی سر قوماندان نه دی، چې د کمرو پر وړاندې پرځي. له دې مخکې ولسمشر باراک اوباما په ۲۰۱۲ کال کې پر پوړیو د ختلو پر مهال پرځېدلی او ولسمشر ګیرالډ فورډ بیا ۱۹۷۵ کال کې د ولسمشرۍ الوتکې له پوړیو کښته غورځېدلی و.



















