'پر کووېډ -۱۹ د اخته ولسمشر بایډن روغتیا په ښه کېدو ده'

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ مسوولین وايي، د ولسمشر جو بایډن روغتیايي حالت مخ پر ښه کېدو دی، چې د کووېډ - ۱۹ معاینه یې مثبت ختلې وه.
د ۷۹ کلن ولسمشر کووېډ علامات خفیف یا نرم بلل شوي، پزه یې بهېږي او ستوماني محسوسوي.
د نوموړي روغتیا پالان وايي، درملنې ته د ولسمشر د بدن غبرګون مثبت دی. سپینه ماڼۍ کې مسوولین وايي، ولسمشر بایډن په عادي ډول، خو له نورو ګوښی خپلې ورځنۍ چارې تر سره کوي.
پر پنجشنبه دوی په یوه ټویټر پیغام کې وویل، د ولسمشر حال 'خورا عالي ' دی. تمه کېږي چې ښاغلی بایډن به د معاینې له منفي کېدو وروسته په عادي ډول کاري چارو ترسره کولو ته راوګرځي.
د ولسمشر معالج ډاکتر کېوین اوکاننور د جمعې پر ورځ تازه معلوماتو کې ویلي، هغه د پنجشنبې پر ورځ نرمه تبه درلوده، خو د ټیلینول په نامه درملو ته یې غبرګون ښه و.
ډاکتر اوکاننور وايي، ولسمشر اوس هم کله - کله ټوخېږي، خو د وینې فشار او اکسیجن اخیستو کچې یې ''په بشپړ ډول عادي '' دي.
د جمعې پر ورځ چې ښاغلی بایډن د انرژۍ او اقتصاد برخه کې له خپلو سلاکارانو سره په یوه زوم غونډه کې غږېده، غږ یې زیږ اورېدل کېده، خو نوموړي وویل ''تر هغه ډېر ښه یم، چې څومره مې غږ ښه نه دی. ''
د یادونې ده، چې نوموړي ته اوس هم پاکسلوېډ نومي درمل ورکول کېږي چې په بدن کې د کووېډ مخه نیسي. ماهرین وايي، د دې درملو په مرسته د انساني بدن دفاعي نظام له وېروس سره لا ښه مقابله کوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
بل لور د سپینې ماڼۍ مسوولینو تایید کړې، چې د ولسمشر مرستیاله کمالا هرېس او د ولسمشر بایډن مېرمن جیل بایډن تر اوسه په کورونا وېروس نه دي اخته شوې او د دواړو معاینات منفي دي. د دوی دواړو په هکله ګومان کېږي چې ولسمشر سره یې ډېر لیدلي.
ولسمشر بایډن اوس دویم امریکایی ولسمشر شو، چې د دندې پر مهال په کووېډ اخته کېږي. له دې مخکې د ۲۰۲۰ کال په اګست کې د امریکا مخکینی ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر کووېډ له اخته کېدو وروسته درې ورځې په روغتون کې بستري شوی و.
د ناروغیو مخنیو او کنټرول ادارې (سي ډي سي) د شمېرو له مخې تر اوسه په امریکا کې ۸۹ اعشاریه اووه میلیونه خلک پر کورونا وېروس اخته شوي او له یوه میلیونه ډېر کسان له همدې کبله مړه شوي دي.
د سي ډي سي معلومات ښيي چې امریکا کې د کووېډ نویو ناروغانو شمېر بیا ډېرېږي او تېره میاشت ۲۵ سلنه زیات شوي دي.



















