پاکستان کې سیاسي کړکېچ؛ یو ډالر په ۳۰۰ پاکستانۍ روپیو بدلېږي

ر

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې د ډالر بیه نوره هم لوړېږي.
د خپرېدو وخت

په پاکستان کې نن پنجشنبې (۱۱/۰۵/۲۰۲۳) د ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ روپیو ارزښت ریکارډ کچې ته لوېدلی دی.

د صرافانو د مالوماتو له مخې، نن یو ډالر په ۳۰۰ پاکستانۍ کلدارو بدلېده.

د اسعارو د پلورونکو معلوماتو ښيي، چې ازاد بازار کې د پاکستانۍ روپۍ پر وړاندې د ډالرو بیه لس روپۍ نوره هم لوړه شوې.

د رپوټونه له مخې، دمګړۍ په ځینو ځایونو کې یو ډالر په ۳۰۵ پاکستانۍ روپیو هم بدلېده.

بل خوا د بانکونو ترمنځ هم یو ډالر له ۲۹۵ پاکستانۍ روپیو په لوړه بیه تبادله کېږي.

د یادونې ده، چې تېره فبرورۍ کې پاکستانۍ روپۍ ۳۱ اعشاریه پنځه سلنه ارزښت بایللی و، چې دا له ۱۹۷۵ کال را وروسته تر ټولو لوړه کچه بلل شوې وه.

د رپوټونو له مخې په تېره فبرورۍ میاشت کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې ۴۵ سلنه لوړې شوې وې.

ڈالر پاکستان

د عکس سرچینه، EPA

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د پاکستانۍ روپيو ارزښت داسې وخت کې پرېوځي، چې پاکستان له سخت اقتصادي او سیاسي کړکېچ سره مخ دی.

د پاکستانۍ روپۍ د پړسوب یا انفلاسیون له امله په پاکستان کې د توکو بیې هم په کمساري ډول لوړې شوې دي.

پاکستان کې د عمران خان نیول کیدو او له تاوتریخوالو ډکو لاریونونو د کلدارې بیه په بې مخېنې توګه را ټېټه کړې او نوی ریکارډ یې جوړ کړی.

دغه هېواد کې سیاسي ناندریو او لوېدلي اقتصاد د خلکو ژوند ډېر ګران کړی دی.

د بانکي چارو ځینې کارپوهان وايي، په پاکستان کې روان سیاسي کړکېچ او په مارکیټ کې د ډالرو کموالی د روپیو د ارزښت په لوېدو کې مهم رول لري.