د پاکستاني روپيو پرځېدا: ارزښت يې په چټکۍ بايللی
د خپرېدو وخت
د پاکستان بلوچستان ایالت تر ټولو ډېر ځپل شوی. دغلته تېرو دوو میاشتو کې اورښتونو له امله په وار وار سېلابونه راوتلي، او څه باندې شل زره کورنۍ یې بې ځایه کړي. د سېند ایالت کراچۍ ښار او د خیبر پښتونخوا ځینې سیمې هم سېلابونو ځپلي دي.
پاکستان کې د پشکال یا مون سون بارانونه ډېر کله د سېلابونو لامل کېږي خو د سږني کال سېلابونو ځاني او مالي تاوان کم ساری بلل شوی.
همدغلته پاکستان کې په تېرو څو میاشتو کې د امریکايي ډالر پر وړاندې پاکستانۍ روپۍ نژدې ۳۰ سلنه ارزښت بایللی. د پاکستان اسعارو بازار کې د یوه ډالر بیه ۲۲۴ پاکستانۍ روپۍ ده.
د پاکستانۍ روپيو ارزښت کې دومره ډېر ټیټ والی د دې هېواد پر اقتصاد، وارداتو او د توکو په بیو ناوړه اغېز کوي. رحمان الله پرې له پېښوره رپوټ لري.