د امریکايي ډالر پر وړاندې د پاکستاني روپۍ ارزښت یو څه لوړ شوی

ڈالر

د عکس سرچینه، AFP

د خپرېدو وخت

د پاکستان اسعارو بازار کې د پنجشنبې پر ورځ د کاروبار له پیل سره سم د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ په ارزښت کې ثبات ولیدل شو او د ورځې په لومړیو کې د ډالر پر وړاندې یې ارزښت درې اعشاریه ۵۹ روپۍ زیات شو.

خبریال تنویر ملک په خپل رپوټ کې وايي، د بانکونو تر منځ د ورځې په پیل کې یو امریکايي ډالر د ۲۲۴.۹۲ پاکستاني روپیو په مقابل کې تبادله کېده. د یادونې ده، چې تېره ورځ د کاروبار تړل کېدو پر مهال د ډالر ارزښت ۱۰ روپۍ کم شو، چې دا په یوه ورځ کې د پاکستان په کچه یو ریکارډ لږوالی بلل کېږي.

د پاکستان اسعارو کاروباریان وايي، د وارداتو پورونو پرې کولو فشار کمېدل، د پاکستان مرکزي بانک له لوري د اسعارو تبادلې پر شرکتونو د څار سختېدل او چین ته د دوه میلیاردو ډالرو پور ورکړه کې د ځنډ رپوټونه د دې لامل شول چې روپۍ د ډالرو په مقابل کې یو څه ثبات ومومي.

بل لور د پاکستان مرکزي بانک مشر ډاکتر مرتضیٰ سید وايي، تمه کوي چې په راتلونکو دوو یا درې اونیو کې به د ډالر په مقابل کې روپۍ د ارزښت 'واقعي ' کچې ته ورسېږي. د پاکستان مرکزي بانک په اعلامیه کې د ښاغلي سید له قوله ویل شوي چې تمه ده د پیسو له نړیوال وجهي صندوق 'ای ایم ایف ' سره به پاکستان ته د پور ورکولو هوکړه د اګست په درېیمه اونۍ کې د ای ایم ایف بورډ لخوا منظوره شي، ځکه په وینا یې د دې ادرې بورډ به د اګست میاشتې له رخصتیو وروسته غونډه کوي.

د نوموړي له قوله دغه راز ویل شوي، پاکستان مرکزي بانک مسوولین اوس هم فکر کوي چې اوسمهال د پاکستان اسعارو په بازار کې د ډالر په مقابل کې د روپۍ ارزښت کمزوری دی، چې په وینا یې یو شمېر لاملونه لري. خو نوموړی تمه ښيي چې په دوه یا درې اونیو کې به د روپۍ ارزښت او د ډالر بیه واقعي کچې ته راورسېږي.