د پاکستانۍ روپۍ ارزښت د ډالر په مقابل کې د بل هر وخت پرتله ډېر ټیټ شوی

د عکس سرچینه، EPA
د پاکستان په تاریخ کې د امریکایی ډالر بدل کې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت تر ټولو ټیټې کچې ته ورسېد.
د چهارشنبې پر ورځ یو امریکايی ډالر د ۲۴۰ پاکستاني روپیو په مقابل کې تبادله کېده.
د یادونې ده، چې له دې مخکې د تېرې جولای میاشتې پر ۲۸ مه یو ډالر د ۲۳۹ اعشاریه ۹۴ پاکستاني روپیو مقابل کې تبادله شوی و، چې د نن چهارشنبې بیه تر هغې هم لوړه شوه.
له جولای میاشتې وروسته په تدریجي ډول پاکستان کې د روپۍ په ارزښت کې ثبات راغی او یو وخت د یوه ډالر په مقابل کې ۲۱۳ روپۍ هم تبادله شوې.
خو له څه مودې راهیسې د روپۍ ارزښت ورځ تر بلې په کمېدو شو او پرون چهارشنبه د اسعارو کاروبار له پیل سره سم په دې ارزښت کې یوه اعشاریه نهه روپۍ کموالی ولیدل شو.
د پاکستان اوسني حکومت په دوره کې تر اوسه د ډالر ارزښت ۵۷ اعشاریه اووه روپۍ زیات شوی دی، چې د مخکیني حکومت په نژدې درې نیم کاله موده کې د ډالر ارزښت ۵۸ اعشاریه اته روپۍ زیات شوی و.
بل لور پاکستان حکومت امر کړی، چې که څوک پنځه زره یا له دې زیات نغد ډالره له هېواده بهر ته لېږدوي، باید له چارواکو یې تایید ترلاسه کړي.
د خبریال تنویر ملک په خپل رپوټ کې کاږي، د پاکستان عایداتو فدارلي ادارې د نوي امر له مخې هغه مسافر چې دومره نغد ډالر باهر ته لېږدوي، باید یوه ځانګړې فورمه ډکه کړي او د خپل سفر جزیات له حکومت سره شریک کړي.
ورته امر د هغو مسافرو لپاره هم شوی، چې له بهره پاکستان ته ځي او لس زره یا له لسو زرو زیات نغد ډالر له ځان سره لري.
د امر له مخې دغه ډول مسافر هم باید ورته فورمه ډکه او پاکستان ته د خپل سفر په هکله چارواکو ته معلومات ورکړي.





















