ټرمپ حکومت یو شمېر افغانان او ایراني کډوال له امریکا د مرکزي افریقا جمهوریت ته استوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، د متحده ایالاتو حکومت پلان لري، چې یو شمېر افغانان، ایرانیان او ځینې نور کډوال مرکزي افریقا ته واستوي.
د ځینو کډوالو مدافعې وکیلې ایمیلي ټروسل رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دې کډوالو کې یوه ایرانۍ دیموکراسۍ پلوې او یوه بله چې مسیحیت دین یې غوره کړی هم شته او که ایران ته ستنې شي، ښايي له شکنجې او ځورونې سره مخ شي.
د مرکزي افریقا جمهوریت په دې وروستیو کې له متحده ایالاتو سره یوې هوکړې ته رسېدلی چې دریمګړي هېواد شړل شوي کډوال به ومني.
یوه چارواکي چې د دې موضوع په هکله معلومات لري، رویټرز اژانس ته وویل، په پام کې ده، چې د همدې توافق په چوکاټ کې به د یوې الوتنې له لارې د افغانانو، ایرانیانو او سوریې د کډوالو په ګډون ۲۰ تنه کډوال مرکزي افریقا جمهوریت ته ولېږدول شي.
د یادو دواړو ایراني ښځو وکیلې ایملي ټروسل رویټرز ته وویل، دغه دواړه ښځې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې متحده ایالاتو ته له ننوتلو سره سم ونیول شوې. دا وايي، دوی په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتنه کړې وه او د متحده ایالاتو د کډوالۍ په محکمه کې یې "د ایستلو ځنډولو" په نوم یو ډول قانوني خوندیتوب ترلاسه کړی و.
د هغه خوندیتوب ترلاسه کول په دې معانا دي چې محکمه داسې یوې پایلې ته رسېدلي چې دواړه ښځې په ایران کې له ځورونې یا د شکنجه کېدو له ۵۰ سلنې ډېر احتمال لري.
ټرمپ اداره د مرکزي افریقا د ګاونډي هېواد کانګو دیموکراتیک جمهوریت په ګډون، چې اوسمهال پکې په پراخه کچه ایبولا ناروغي خپره ده، د شویو هوکړو له مخې غواړي هغه کډوال دې هېوادونو ته واستوي، چې په قانوني توګه خپلو اړوند هېوادونو ته نه شي ستنېدای.
واشنګټن د قانوني اقداماتو په توګه د دې هوکړو دفاع کړې، خو د حقونو مدافعینو ډلې او د کډوالو مدافعین وايي چې د دې تړونونو توضیحات روښانه نه دي او ډېری هغه خلک چې په دې توګه ایستل شوي په پای کې خپلو اصلي هېوادونو ته ستنېږي.
رویټرز ته د دې موضوع په هکله معلومات لرونکي چارواکي ویلي، ایستل شوي کسان به د مرکزي افریقا جمهوریت پلازمېنې، بانګوي په اپارتمانونو کې ځای پر ځای شي او داسې احتمال نه شته، چې سملاسي به خپلو اصلي هېوادونو ته بېرته ستانه شي.
دغه چارواکي زیاته کړې، کېدای شي د دې توافق له مخې به بالاخره سلګونه کډوال مرکزي افریقا جمهوریت ته واستول شي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې پر ورځ راپور ورکړ چې د یو شمېر ایرانیانو د ایستلو پر پلان کار روان دی.
بل لور د متحده ایالاتو د کورني امنیت وزارت تېره اونۍ وویل، چې دې ټولو کسانو ته به بشپړ قانوني حقونه او قانوني پروسې ته بشپړ لاسرسی ورکړل شي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان یوه ویندوی هم ویلي، چې دوی به د مرکزي افریقا جمهوریت په غوښتنه بانګوي ته د کډوالو له رسېدو سره سم هغوی سره بشري مرستې وکړي.
د اې بي سي نیوز په رپوټ کې ویل شوي، په پام کې ده، چې د یوې ایرانۍ ښځې په ګډون به یو شمېر کډوال د جمعې پر ورځ له متحده ایالاتو د ایستلو لپاره په الوتکه کې مرکزي افریقا جمهوریت ته ورسېږي.
د مرکزي افریقا جمهوریت له کلونو راهیسې د بې ثباتۍ، تاوتریخوالي او پراخې بې وزلۍ سره مبارزه کوي. دا د هغو لږترلږه نهو افریقایي هېوادونو له ډلې یو دی چې موافقه یې کړې چې د نورو هېوادونو هغه اتباع ومني چې د متحده ایالاتو لخوا ایستل کېږي.
د کډوالو د مدافعینو په وینا، د ټرمپ ادارې زرګونه خلک له خپلو اصلي ټاټوبو پرته نورو هېوادونو ته د یو لړ غالباً پټو تړونونو له مخې شړلي دي چې د کډوالۍ پر وړاندې د پراخې مبارزې یوه برخه ده.
د امریکا کورني امنیت وزارت پر پنجشنبه په دې هکله له تبصرې کولو ډډه وکړه او په وینا یې د امنیتي دلایلو له امله په راتلونکي کې د کډوالو ایستلو چارې تائید یا رد نه کوي او د امریکا ګمرکونو او کډوالۍ چارو ادارې د نظر څرګندولو غوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.


















