د اوکرایین کورنیو چارو وزېر د چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوی
د اوکرایین د کورنیو چارو وزیر 'دېنیس موناستېرسکي' په ګډون ۱۸ کسان د دغه هېواد پلازمېنې کیېف کې د یوې چورلکې غورځېدو پېښه کې وژل شوي دي.
دا چورلکه د پلازمېنې د ختیځ بروواري سیمې کې د یوه وړکتون څنګ ته راغورځېدلې ده.
پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د چورلکې د غورځېدو ځای کې اورلګېدلی دی.
رپوټونه وايي پېښه کې ۳ ماشومان هم وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
له ښاغلي موناستېرسکي سره دې چورلکه کې اته نور کسان سپاره وو، چې ټول وژل شوي دي.
چارواکو ويلي په دوی کې د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان 'یووګین ېنین' او 'یوري لوباکووېچ' هم شامل دي.

د عکس سرچینه، Reuters
د اوکرایین د ملي پولیسو مشر اېهور کلېنکو پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې غورځېدلې چورلکه د اوکرایین د بېړنیو خداماتو وزارت اړونده وه.
د کیېف سیمه ییزې پوځي ادارې مشر اولکسي کولیبا ويلي دې پېښه کې د ۱۸ کسانو پر وژل کېدو سربېره ۲۹ نور ټپیان دي.
هغه دا یوه غمیزه بللې.
لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي چې د پېښې پر مهال هوا تیاره وه او دا چې ګواکې چورلکه د ملکي استوګنې یوې ودانۍ ته نږدې له غورځېدو مخکې له وړکتون سره جنګېدلې ده.
د اوکرایین د ولسمشرۍ دفتر مرستیال کیریلو تېموشینکو ویلي چې ښاغلی موناستېرسکي د "تودې جګړې" یوه سنګر ته روان و چې چورلکه یې راپرېوته.

د عکس سرچینه، Reuters
دی پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې تر ټولو د لوړې کچې چارواکی دی چې وژل کېږي.
د اوکرایین د پارلمان یوه غړې ماریا مېزېنڅېوا وايي ښاغلي موناستېرسکي د روسیې یرغل ته ځواب ویلو کې مهم نقش درلود.
هغې بي بي سي ته ویلي "هغه شپه او ورځ خپلو همکارانو، ملګرو او کورنۍ ته ځواب ورکاوه. نوموړی ولسمشرۍ لپاره د کمپاین له لومړۍ ورځې ولسمشر زېلېنسکي ته ډېر نږدې و."
دېنس موناستېرسکي څوک و؟

د عکس سرچینه، Getty Images
۴۲ کلن دېنس موناستېرسکي پر اوکرایین د روسیې له یرغل څه نا څه شپږ میاشتې وړاندې پر دې څوکۍ ګومارل شوی و.
دی د روسیې له یرغل راهیسې تر ټولو د لوړې کچې اوکرایینی چارواکی دی چې وژل کېږي.
موناستېرسکي په ۱۹۸۰ کال د اوکرایین لوېدیځ خمېلنڅکي ښار کې زېږدېدلی او په ۲۰۱۴ کال یې سیاست ته مخه کړې وه.
د اوکرایین د ولسمشر ولودومیر زېلېنسکي ټاکنیز ټیم دی په ۲۰۱۹ کال ولسمشرۍ لپاره د کمپاین پر مهال د حقوقي متخصص په توګه ګومارلی و او له هغې را وروسته یې ورسره همکاري درلوده.
ښاغلي موناستېرسکي وروسته د ښاغلي زېلېنسکي د واکمن ګوند له ادرسه د پارلمان ټاکنو ته ودرېد او پارلمان کې د قانون د نفاذ کمېټې مشر شو.
نوموړی زېلېنسکي کابینه کې د کورنیو چارو د مخکینی وزیر ارسېن اواکوف له ناڅاپي استعفاء وروسته پر دې څوکۍ وګومارل شو.
کله چې روسانو د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ وروستیو کې پر اوکرایین یرغل وکړ، نو ښاغلی موناستېرسکي د دغه یرغل پر وړاندې مقابلې لپاره د نړیوال ملاتړ جلبولو هڅې پیل کړې او په دې برخه کې یې رغنده نقش درلود.




















