د کانګرس ځانګړې کمېټه ټرمپ د پوښتنو لپاره ورغواړي

Trump speaking at a rally in October

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا کانګرس هغه ځانګړې کمېټه چې پلازمېنه واشنګټن کې د تېر کال بلوا پېښې پلټنه کوي، د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شاهدي ورکولو لپاره غواړي.

په کانګرس کې د میسیسیپي ایالت استازی او د دیموکرات ګوند غړی بیني تهامفسن په دې هکله وايي: ''له ده غوښتل کېږي، چې د خپلو کړنو په هکله ځواب ووايي. ''

که ښاغلی ټرمپ له دې غوښتنې چې احضاریه بلل کېږي، سرغړونه وکړي، کېدای شي د جرم تور پرې ولګېږي او د زندان له سزا سره هم مخامخېدای شي.

د کانګرس دغه ځانګړې کمېټه د تېر کال ۲۰۲۱ د جنورۍ پر شپږمه پر کانګرېس د ښاغلي ټرمپ د پلویانو یرغل پېښې په هکله پلټنه کوي.

د ځانګړې کمېټې اووه غړي دیموکراتان او دوه جمهوریپال دی، چې د پنجشنبې پر ورځ یې د ټولو نهو رایو په اتفاق پر کانګرېس د یرغل پېښه کې د اسنادو او شاهدۍ لپاره د ښاغلي ټرمپ ورغوښتلو پرېکړه تایید کړه.

Pro-Trump supporters storm the US Capitol following a rally with President Donald Trump on January 6, 2021 in Washington, DC

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ښاغلي ټرمپ پلویان د تېر کال په جنورۍ کې د کانګرېس پر ودانۍ وروختل.

تمه کېږي چې دا احضاریه به راتلونکو څو ورځو کې خپره شي او د ښاغلي ټرمپ لپاره به د یوې ټاکلې نېټې ضرب الاجل هم ولري، چې باید عملي یې کړي.

د کمېټې مرستیاله مشره لیز چېنې په دې هکله وايي: ''دا زموږ لپاره دنده ده، چې له هغه سړي مخامخ ځوابونه ترلاسه کړو، چې دا هر څه یې په حرکت کې راوستل او هر امریکایی وګړی د دې ځوابونو ترلاسه کولو حق لري. ''

ښاغلی ټرمپ په داسې حال کې کانګرس ته غوښتل کېږي، چې دا دې پېښې په تړاو نهمه او ښايي وروستۍ اورېدنه وي. د پنجشنبې په غونډه کې د کمېټې ګډونوالو وویل، دوی غواړي هغه مهال چې ښاغلي ټرمپ د جو بایډن پر وړاندې په ټاکنو کې له ماتې خوړلو انکار کاوه، د نوموړي ''ذهني کیفیت''معلوم کړي.

ښاغلی ټرمپ دا پلټنې یو فریب بولي او په وینا یې د دې لپاره طرح شوې، چې د دیموکراتانو واکمنۍ له ''بحرانه'' د امریکا رایې ورکوونکو پام واوړي. ډېر باور دا دی چې نوموړی به د شاهدي له ورکولو ډډه وکړي او د احضاریې پر وړاندې به مقاومت وکړي.