د استوګنې نړیواله ورځ؛ ګوتېرش وايي د ژوندانه شرایطو نامساوات په ډېرېدو دي

د عکس سرچینه، MICHAEL GURVEN
نن، د اکتوبر میاشت درېمه د استوګنې نړیواله ورځ ده. سږ کال د بې وزلو او شتمنو ترمنځ واټن ته په اشاره، د ملګرو ملتونو سرلیک دا دی چې "واټن په پام کې ونیسئ، هېڅ چا او هېڅ ځای ته شا مه ور اړوئ."
په داسې حال کې چې په نړۍ کې د بېلابېلو دلایلو له امله ډېر خلک ښارونو ته مخه کوي، ټولو ته یو شان سهولتونه نه برابرېږي.
د استوګنې نړیوالې ورځې په پلمه، ملګري ملتونه په نړۍ کې پر شته طبقاتي توپیرونو خواشیني څرګندوي او وايي په ښارونو کې د خلکو د استوګنې لپاره شرایط نا انډوله دي، ځینې انسانان له ډېرو ښو آسانتیاو سره ژوند کوي او ځیني خواشینوونکي وضعیت کې شپې ورځې سبا کوي.
د اټکل له مخې ویل کېږي تر ۲۰۵۰ کال پورې به د نړۍ دوه-پر درېمه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي چې ډېر به یې په آسیايي او افریقايي هېوادونو کې وي.
ملګرو ملتونو غږ کړی چې په ښارونو کې دې د ټولو لپاره د ژوند کولو مساوي شرایط برابر شي، زرغونتیا دې په پام کې ونیول شي د راتلونکو حوادثو لپاره دې چمتووالی ونیول شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي د سږ کال شعار باندې ټینګار کړی چې وايي "واټن په پام کې ونیسئ، هېڅ چا او هېڅ ځای ته شا مه ور اړوئ" او وايي په ټوله نړۍ کې د ژوندانه شرایطو ناانډولي، نامساوات په ډېرېدو دي.
انتونیو ګوتېرېش وايي د کوروناویروس په ګډون د نورو ناورینونو ترڅنګ، ناپلان شوي ښار پراخېدنې هم انسانانو ته نا مناسب استوګنځي ور په برخه کوي.
دی زیاتوي نن په نړۍ کې تر یوه میلیارد ډېر انسانان پخپل سر جوړو شویو تنګو او سره جوختو ځایونو کې ژوند کوي، داسې چې د کور او ژوند آسانتیاو له اړخه بلکل کفایت نه کوي. د ښاغلي ګوتېرېش په خبره دغه شمېر لا هم په لوړېدو دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د استوګنې نړیواله ورځ لومړی ځل پر کال ۱۹۸۶ تر دې سرلیک لاندې ونمانځل شوه چې، سرپناه زما حق دی. د کینیا پلازمېنه نایروبي یې کوربه توب کاوه. بیا یې سرلیک و چې، د بې کورو لپاره سرپناه، سرپناه او ښار پراخېدل، خوندي ښارونه او داسې نور.
۳۶ کاله شول چې دا ورځ نمانځل کېږي، خو د حکومتونو په کچه خپلو وګړو ته د استوګنې د ښو شرایطو پر برابرولو کار نه دی شوی، د شتمن او بې وزلي ترمنځ طبقاتي توپیر یې هم لامل شوی.
سږ کال د استوګنې نړیواله ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د ملګرو ملتونو په وینا درې پېښو ټول نړیوال او په تېره بیا بې وزلي خلک سخت ځپلي چې په انګلیسي هر یو د سي په توري پیلېږي، Covid, Climate, Conflict یعنې کورونا ویروس، اقلیمي بدلون او کړکېچونو.




















