د مکسیکو ځنګل کې د "یهودي طالبانو" له مرکزه ماشومان ژغورل شوي

Surveillance picture of children in Lev Tahor compound in Mexico

د عکس سرچینه، Raffi Berg

د خپرېدو وخت

بي بي سي ته مالومه شوې چې د مکسیکو یوه ځنګله کې د یهودانو د یوې توندلارې فرقې پر مرکز د پولیسو چاپه کې یو شمېر ماشومان او تنکي ځوانان موندل شوي دي.‌

د اسراییل بهرنیو چارو وزارت ویلي په دې چاپه کې د "لېف طهور" یا (پاک زړه) په نوم د دې فرقې دوه غړي هم د انساني قاچاق او همدا راز د جنسي تېري په ګډون د جدي سرغړونو په شک نیول شوي دي.

د دوی له منګلو یو ژغورل شوی درې کلن ماشوم اسراییلو ته لېږدول شوی. ویل کېږي د دغه ماشوم پلار 'اسراییل امیر' پخوا د همدې فرقې غړی و.

لېف طهور یا د پاک زړه په نوم دا فرقه پر خپلو پلویانو توند مذهبي مقررات پلي کوي.

دا فرقه کم عمرۍ کې د ودونو ملاتړې ده،‌ ان ډېرو کوچنیو خطاوو او تېروتنو ته سختې سزاګانې ټاکي او تر درې کلنۍ پورته د نجونو او ښځو پر بشپړو جامو او حجاب ټینګار کوي.

دې فرقې ته د دوی د جوړښت او سختو مقرراتو له کبله ځکه د 'یهودي طالبانو' نوم ورکړل شوی چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنې سخت دریځې اسلامي ډلې د جامو له مقرراتو سره ورته والی لري.

یوې اسراییلۍ سرچینې بي بي سي ته ویلي تر عملیاتو سملاسي وروسته کوچنۍ نجونې او هلکان د دې لپاره له نورو جلا کړل شوي، چې د فرقې مشران غړي یې د لېږدېدو مخنیوي لپاره ژوند ته خطر پېښ نه کړي.

دغه مرکز د 'پاک زړه' یهودۍ فرقې ټولټال ۲۶ غړي موندل شوي. په دوی کې ځینې پر اسراییلو سربېره د کاناډا، امریکا او ګواتیمالا دویم تابعیت هم لري.‌

په نیول شویو کسانو کې هم یو د کاناډا او بل د اسراییل وګړی دی. ویل کېږي دوه نور مطلوب کسان تر دې چاپې دوه ورځې وړاندې له دغه مرکزه بل ځای تللي خو لټون یې روان دی.

پنځه نور کسان د کډوالۍ له اصولو د سرغړونې لپاره نیول شوي.

خطرناکه فرقه

A Jewish child protesting against their detention by Mexican authorities puts their arm underneath the wall of a National Institute of Migration (INM) facility in Huixtla, Chiapas state, Mexico (25 September 2022)

د عکس سرچینه، Reuters

ویل کېږي د مکسیکو پولیسو سره دې چاپه کې د اسراییلي داوطلبو یو څلور کسیز ګروپ هم ملګری و چې د موساد پخواني څارګر هم پکې دي.

دغو عملیاتو ته چمتووالی شاوخوا دوه کاله وړاندې تر هغې وروسته پیل شو چې د دوی له منګولو تر خلاصون وروسته اسراییلو ته اوس د لېږدول شوي درې کلن ماشوم پلار 'اسراییل امیر' او نورو خپلوانو یې د اسراییلو له یوه پخواني څارګر مرسته وغوښته.

دا فرقه له کلونو کلونو راهیسې تر څار لاندې ده.

ویل کېږي د روان کال جنورۍ کې د دې فرقې له ۴۰ تر ۵۰ غړو په ناقانونه توګه له ګواتیمالا مکسیکو تر لېږدېدو وروسته هلته یوه ځنګله کې اړولي خو تر څارنې لاندې وو.

د دې فرقې د مشرتابه لټون له ۲۰۱۸ راهیسې د تښتونې یوې قضیې له کبله روان دی.

کیسه څه داسې وه چې د دوی یوې غړې له خپلو دوو ماشومانو سره ځان نیویارک ته رسولی و، خو ماشومان ترې بېرته وتښتول شول.

دا ماشومان له ورکېدو درې اوونۍ وروسته مکسیکو کې موندل شوي وو.

د لېف طهور فرقې بنسټ 'ربي شلومو هېلبرانس' په ۱۹۸۸ کال اسراییل کې ایښی چې وروسته بیا امریکا ته وکوچېد.

هغه په ۱۹۹۴ کال د تښتونې یوه قضیه کې دوه کاله بند هم تېر او په ۲۰۱۷ کال مکسیکو کې اوبو وړی دی.

Surveillance picture of children in Lev Tahor compound in Mexico

د عکس سرچینه، Raffi Berg

‌چارواکي وايي دا فرقه اوس شاوخوا ۳۵۰ غړي لري او دا چې په سخته څارل کېږي، نو غړي یې ژر ژر خپل ځایونه او هېوادونه بدلوي.

د دوی غړي له اسراییل رانیولې تر امریکا، شمالي مقدونیا، مراکش، مکسیکو او ګواتیمالا خواره واره دي.

باور دا دی چې دې فرقې له ۷۰ تر ۸۰ غړي اوس هم ګواتیمالا کې اوسي.

د اسراییلو یوې محکمې د لېف طهور مقرراتو ته په کتو دا یوه "خطرناکه فرقه" بللې.

خو د دې فرقې مشران بیا وايي د خپلې ګروهې او عقیدې لپاره هدف ګرځېدلي.

دوی له دې هم انکار کوي‌ چې د هېوادونو قوانین دې یې مات کړې وي.