د اسراییل العاد ښار کې د خپلواکۍ پر ورځ برید؛ درې کسان وژل شوي

The aftermath of an attack in Elad, Israel

د عکس سرچینه، Reuters

د خپرېدو وخت

‌د اسراییلو په مرکزي العاد ښار کې پولیس وايي یوه برید کې درې کسان وژل شوي او څو نور ټپي دي.‌

پولیسو دا ظاهرآ ترهګریزه پېښه بللې.

ځايي رسنۍ وايي‌ دوه بریدګرو چې په چړو او تبرګیو سمبال وو،‌ یوه پارک کې پر عامو خلکو ګوزارونه کړي.‌

دغو کسانو پسې لټون روان دی او پولیسو ځای ځای پر سړکونو د موټرو تالاشي پیل کړې.‌

دغه برید د اسراییلو د خپلواکۍ پر ورځ شوی. پر دې ورځ دغه هېواد کې عمومي رخصت وي‌.‌

ویل کېږي دا پېښه داسې ځای کې شوې چې ډېری اوسېدونکي یې توندلاري یهودان دي.

ځايي رسنیو د پېښې قربانیان عام خلک بللي.‌

العاد ښار کې چارواکو خلکو ته سپارښتنه کړې چې له کورونو دې نه راوځي.‌

غبرګونونه

The aftermath of an attack in Elad, Israel

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، Police are still hunting for the attackers

د اسراییل بهرنیو چارو وزیر یایر لاپېډ‌ پر خپل ټوېټر لیکلي:‌ "د خپلواکۍ ورځې خوښي یوه لنډه شېبه کې لمنځه ولاړه. العاد کې دا مرګونی برید زړه او روح لړزوي.‌"

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتونیو بلېنکن ویلي متحد ایالتونه "پر بې ګناه ښځو او سړیو دا وحشیانه برید په کلکه غندي."

تېرو څو اوونیو کې ۱۶ کسان اسراییلو او لویدیځه غاړه کې د ناامنیو پېښو کې وژل شوي دي.

په دوی کې یو عرب توکمه اسراییلی پولیس او دوه اوکرایینیان هم شامل دي‌.‌

د اسراییل امنیتي‌ ځواکونه د دغو پېښو غبرګون کې فلسطیني مېشتو ښارګوټو کې چاپې اچوي چې وخت ناوخت نښتې هم پکې پېښېږي.

د دغو نښتو پر مهال تر اوسه ۲۶ کسان وژل شوي.

د اسراییلو بنسټ د ۱۹۴۸ کال د می پر ۱۴مه اېښودل شوی خو یهودان یې د خپلې هېبرو جنترۍ له مخې لمانځي‌.‌

فلسطینیان بیا معمولآ د مې پر ۱۵مه د اسراییلي هېواد رامنځته کېدل غندي او دا ورځ النکبه بولي چې عربۍ کې د "ناورین" معنا ورکوي.