د سوریې ساحل ته څېرمه د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې لسګونه کډوال وژل شوي

د عکس سرچینه، Reuters
د لبنان ټرانسپورټ وزارت وايي، د هغو ۶۱ کډوالو مړي یې رایستلي چې کښتي یې د سوریې ساحل ته څېرمه په سمندر کې ډوبه شوې ده.
له دې پېښې ژغورل شوي شل تنه د سوریې په ترتوس ښار کې یوه روغتون ته لېږدول شوي.
چارواکي وايي، په دې کښتۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۲۰ تر ۱۵۰ تنه سپاره وو چې د لبنان، سوریې او فلسطين وګړي وو او کښتي یې پرون (پنجشنبه) په لوبو لاهو شوه.
تر اوسه د کښتۍ د ډوبېدو لامل نه دی په ډاګه شوی او د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي.
ځايي چارواکي همدا راز وايي، دغه کښتۍ د لبنان له مېنيې سیمې روانه شوې وه او باور کېږي چې منزل یې اروپا ته رسېدل وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یا یو.این.ایچ.سي.ار د اټکل له مخې لبنان د شاوخوا یونیم میلیون سوريايي کډوالو کوربه دی او همدا راز هلته د ځینو نورو هېوادونو هم ۱۴ زره وګړي مېشت دي.
په نړۍ کې د لبنان مرکز د تر ټولو ډېرو کډوالو درلودونکې پلازمېنه بلل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې لبنان پخپله له بېلا بېلو اقتصادي کړکېچونو سره مخ دی او دغه بحرانونه د کوېډ-۱۹ وبا او په ۲۰۲۰ کې د بیروت چاودنې لا پراخ کړي دي. اوس د دغه هېواد تر اتیا سلنه ډېر وګړي کافي خوړو او روغتیايي اسانتیاو ته لاس رسی نه لري.
دې وضعیت د لبنان د خپلو وګړو تر څنګ هلته مېشت کډوال هم اغېزمن کړي دي نو ځکه یې زیاتره غواړي چې د اروپا په ګډون ځينو نورو هېوادونو ته پښې سپکې کړي.
د همدې روانې میاشتې په لومړیو کې هم د کډوالو یوه کښتي د ترکیې ساحل ته څېرمه په سمندر کې ډوبه شوه. هغه کښتي له لبنان اروپا ته روانه وه او د ماشومانو په ګډون پکې شپږ تنه ووژل شول.
هغه مهال د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ویلي وو چې له څلورو کښتیو یې ۷۳ کډوال ژغورلي دي.






















