له مراکش نه اسپانیا ته د اوښتو په هڅه کې ۱۸ کډوال وژل شوي

کډوال

د عکس سرچینه، EPA

د خپرېدو وخت

مراکشي چارواکو ویلي، ملیله ته د اوښتو په هڅه کې لږ تر لږه ۱۸ کډوال مړه شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د رپوټ له مخې، د تېرې جمعې په ګهیځ سلګونو کډوالو له ملیله د تېرېدو هڅه وکړه، ځینو یې اغزن تار په بیاتیو غوڅ کړ او واوښتل.

پولیس وايي، د تېرېدو هڅه کې ټپي شوي او د دوی او کډوالو ترمنځ تر اخ او ډب وروسته ټپي شوي کډوال او پولیس روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

دا په تېره مارچ میاشت کې د مادرید او رباط‌ ترمنځ د اړیکو تر بېرته رغېدو وروسته له ملیله د کډوالو د ډله ییزې اوښتنې لومړنۍ هڅه ده.‌

فرانس پرېس خبري اژانس ویلي په ملیلیه کې چارواکو ویلي، شاوخوا زرو کډوالو د جمعې په ګهیځ د څار له برخې د اوښتو هڅه وکړه، ۵۰۰ یې له اغزن تار وروسته تر هغه واوښتل چې تار یې په بیاتیو غوڅ کړ.

د جمعې ورځې وروستیو کې، په مراکش کې چارواکو وویل چې د اخ و ډب تر رامنځ ته کېدا وروسته له ژورو ټپونو د مړو شویو کسانو شمېر ۱۸ ته ورسېد.

یوه مراکشي چارواکي فرانس پرېس ته ویلي، ځینې کسان "د مانع له لوړ ځایه رالوېدلي" او مړه شوي او شاوخوا ۱۴۰ ټپي شوي امنیتي کسان او ۶۷ ټپي کډوال روغتونونو ته لېږدول شوي.‌

په مقابل کې، اسپانوي چارواکو ویلي، د دوی ۴۹ امنیتي کسان سربېرن ټپیان شوي.

مراکشي چارواکي د پېښې په تړاو یوه خبرپاڼه کې ویلي "مراکش ګڼ ځواکونه د برید د مخنیوي لپاره استولي".

اسپانیا کې پر خواله رسنیو ځینې انځورونه خپاره شوي چې کډووال له ستړیا د ملیله پر پلې لارې بې سېکه پراته دي او د‌ ځینو لاسونه یې په وینو لړلي او جامې یې څېرې شوې دي.

کډوال

د عکس سرچینه، EPA

د اسپانیا لومړي وزیر پیدرو سانچیز برسلز کې خبریالانو ته پر پوله دا "تاوتریخجن برید" بللی او غندلی او عامل یې "پر انسانانو د قاچا مافیا" بللې ده.‌

جیبا،‌ سبته او ملیله اروپا ته د کډوالو د اوښتو لومړنۍ هیله او د اوښتو لار ده.

په تېرو څو کلونو کې زرګونو کډووالو له مراکش نه جیبي،‌ ملیله او سبته ته د اوښتو هڅې کړې دي.

له همدې کبله هلته دواړو غاړو ته اغزن تارونه او کامرې ولګول شوې او د څار څلي جوړ شول.

اسپانیا هڅه کوي د شمالي اتلانتیکي راتلونکې غونډه کې (جون ۲۹-۳۰) د ناټو د سوېلي‌ سیمې غړو هېوادونو ته "ناقانونه کډوالي" په امنیتي ګواښونو کې راولي.