د کډوالو کړکېچ: کډوالو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکې لارې کومې دي؟

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت

د امریکا په سېنټ انټونیو کې په یوه لارۍ کې د ۴۶ کډوالو مړه کېدل د دې ښکارندويي کوي چې څه ډول کډوال د یوه ښه ژوند په لټه په سختو او وژونکو لارو سفرونه کوي.

موږ په دغه رپوټ کې دې ته کتنه کوو چې څنګه کډوال په نړیواله کچه له ورته خطرونو سره مخ دي.

په یو څو ورځو کې د تراژېدۍ دوه پېښې - لسګونه کډوال له نړیوالو پولو د اوښتو پر مهال وژل شوي.

د تېرې جمعې په ورځ ۲۳ کسان هغه مهال ووژل شول چې د کډوالو یوې لویې جوپې غوښتل له مراکشه د اسپانیا مېلېلا سیمې ته واوړي چې شمالي افریقا ته نژدې ده.

درې ورځې وروسته د امریکا په سېنټ انټونیو ښار کې پولیسو په یوه لارۍ کې د ۴۶ کډوالو مړي وموندل.

د کورونا وبا پر مهال ګڼو هېوادونو پر پولو سخت بندیزونه لګولي وو چې له امله یې د کډوالو خوځښت کم شوی و. اوس د کورونا وبا له محدودیتونو وروسته یو وار بیا سلګونه زره کډوال سفر کوي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې له همدې امله ښايي د مړینو په شمېر کې هم ډېروالی راشي.

د کډوالۍ نړیواله اداره (ای او اېم) وايي له ۲۰۱۴ راهیسې شاوخوا ۵۰ زره کډوال امریکا او اروپا ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي او یا ورک دي.

دغه اداره باور لري چې د مړو شویو او ورکو کسانو رېښتینی شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.

نو د کډوالو لپاره تر ټولو خطرناکې لارې کومې دي او ولې خطرناکې دي؟

مدیترانې سمندر

ای او اېم (د کډوالۍ نړیواله اداره) وايي د مدیترانې سمندر لاره د کډوالو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه لار ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

ای او اېم (د کډوالۍ نړیواله اداره) وايي دا د کډوالو لپاره د نړۍ تر ټولو خطرناکه لار ده.

د شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ کال راهیسې له شمالي افریقا د سمندر له لارې اروپا ته د اوښتو په هڅه کې نژدې ۱۹۵۰۰ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

تر ډېره کډوال په بې کفایته او له ربړ جوړو شویو کوچنیو بېړیو کې دا سفر کوي چې خطرناک او ډېر کله وژونکی وي.

په تونس کې د هغو کسانو لپاره یوه ځانګړې هدیره هم جوړه شوې چې مدیترانې سمندر کې اروپا ته د اوښتو پر مهال مري. دا هېواد د لیبیا تر څنګ اروپا ته د مدیترانې سمندر له لارې د اوښتونکو کډوالو لپاره یو مهم مرکز دی.

وېکې، چې نایجېریایۍ کډواله ده او غواړي له تونسه د اروپا پر لور سفر وکړي، ای اېف پي خبري اژانس ته وویل: "د دغو قبرونو په لیدو ډېره خواشینې شوم. کله چې دا قبرونه ګورم نو زړه کې مې شک پیدا شي چې ایا رښتیا هم غواړم دا خطرناک سفر وکړم".

ای او اېم او د کډوالو نورې ادارې وايي ښايي د وېکي په څېر ټول کډوال له سفره پښېمانه نه شي

د دغې ادارې یوې ویاندې صفا مسېحلي وايي: "د مدیترانې سمندر له لارې د کډوالو سفرونه دوام لري. تر ټولو ډېره اندېښمنوونکې خبره په دې خطرناکه لاره په ډېرېدونکي ډول د کډوالو مړینه ده. د هېوادونو لخوا د جدي ګامونو نه اخېستل یې تر ټولو لوی لامل دی".

فرنټېکس، چې اروپا د پولې او ساحل ساتنې مهمه اداره ده، وايي چې یوازې له ۲۰۱۵ کال راهیسې یې مدیترانې سمندر کې نژدې د ۳۰۰ زره کسانو ژوند ژغورلی.

د افریقا دننه لارې

صحارا دښته

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د دښتې سخت او بې رحمه چاپېریال تر ټولو لوی ګواښ دی. د کډوالۍ نړیواله اداره (ای او اېم) وايي د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ د صحارا دښتې اوښتو پر مهال ۵۴۰۰ کسان وژل شوي.

د ډېرو افریقایو کډوالو لپاره چې اروپا ته د تلو هڅه کوي لومړۍ ننګونه د شمالی افریقا هېوادونو ته د رسېدو ده چې تر ډېره اړ دي په صحارا دښته کې خطرناک او اوږده مزلونه وکړي.

د دښتې سخت او بې رحمه چاپېریال تر ټولو لوی ګواښ دی. د کډوالۍ نړیواله اداره (ای او اېم) وايي د ۲۰۱۴ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ د صحارا دښتې اوښتو پر مهال ۵۴۰۰ کسان وژل شوي.

عبدالله ابراهیم چې کډوال دی ای اېف پي خبري اژانس ته په دې اړه وویل: "دښته کې داسې احساس کوې لکه چې مرې، ځینې خلک د ستړیا له امله مړه شوي ځینو نورو بیا د څښاک اوبو د ختمېدو له امله خپل ژوند بایللی دی".

د کډوالو ژوند ته بل تر ټولو لوی ګواښ په دې سیمه کې د انساني قاچاق ډلو فعالیت دی.

ای او اېم په خپل وروستي رپوټ کې دې ته په اشارې ویلي: "ډیری هغه کډوال چې د صحارا دښتې له لارې اوړي د قاچاق وړونکو ډلو او سرحدي پولیسو لخوا د تاوتریخوالي ښکار کېږي چې دا هم د ډېرو مړینو لامل دی".

د امریکا او مکسیکو پوله

مکسیکو-امریکا پوله

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، امریکا ته د اوښتونکو کډوالو لپاره د مکسیکو - امریکا پوله تر ټولو لویه ننګونه ده. د پولې شاوخوا سیمه تر ډېره دښته ده چې مزل په کې سخت دی او د مړینې لامل کېدلی شي.

امریکا ته د اوښتونکو کډوالو لپاره د مکسیکو - امریکا پوله تر ټولو لویه ننګونه ده. د پولې شاوخوا سیمه تر ډېره دښته ده چې مزل په کې سخت دی او د مړینې لامل کېدلی شي.

ډیری کډوال امریکا ته د اوښتو لپاره د ریو ګراندې سیند لار کاروي.

په دې سمندري لاره کې ډوبېدل د مړینې تر ټولو لوی لامل ګڼل شوی او د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې له ۲۰۱۴ راهیسې شاخوا درې زره کسان د دې لارې په اوږدو کې وژل شوي.

هغوی چې د طبیعت لخوا ورپېښو ننګونو نه د ځان ساتنې لپاره غواړي لاریو او لویو ګاډو کې سفر وکړي، له بل ډول ګواښ سره مخ کېږي. د ساري په ډول د وړمې ورځې سېنټ انټونیو پېښه.

د ۲۰۲۱ په دسمبر کې د مکسیکو په چیاپاس سیمه کې ۵۶ کډوال هغه مهال ووژل شول چې لارۍ یې ټکر شوه.

د ای او اېم یوه ویانده صفا مسېحلي وايي: "په دې وروستیو کې امریکا ته د تلونکو لارو په اوږدو کې په یوه وخت د ګڼو کډوالو د وژل کېدو پېښې شوې دي. زموږ اداره له شمالي امریکا متحدو ایالتونو ته د کډوالۍ په لارو کې شته خطرونو ته اندېښمنه ده".

د اسیا لارې

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د مړو شویو کسانو ډېری یې روهېنجا او د بنګله دېش کډوال دي چې د بې اف بنګال او اندامان سمندر له لارې یې ګاونډیو هېوادونو او ان اروپا ته د تلو هڅه کوله.

د کډوالۍ نړیواله اداره وايي په ۲۰۲۰ کې له هرو لسو کډوالو څلور یې اسیا کې زېږېدلي وو او کډوال د دغې لویې وچې څو لارې د خپل سفر لپاره کاروي.

د ای او اېم د شمېرو له مخې تېرو اتو کلونو کې نژدې ۵۰۰۰ کډوال اسیا کې له یوه ځای بل ته د تلو پر مهال مړه شوي او یا هم ورک دي.

د مړو شویو کسانو ډېری یې روهېنجا او د بنګله دېش کډوال دي چې د بې اف بنګال او اندامان سمندر له لارې یې ګاونډیو هېوادونو او ان اروپا ته د تلو هڅه کوله.

دوی په لاره کې له سختو کړاوونو تېرېږي.

۳۷ کلن روهېنجا کډوال محمد الیاس ای اېف پي خبري اژانس ته د خپل سفر په اړه ویلي: "موږ وږي وو، اوبه نه وې، خواړه نه وو، داسې احساس مو کاوه چې پوره یوه میاشت مو سمندر کې تېره کړې وي".

د نورو ځایونو په څېر دې لارو کې هم کډوال د انساني قاچاق وړونکو لخوا د زور زیاتي او تاوتریخوالي ښکار کېږي.

یوه بله ننګوونکې لار د ایران او ترکیې تر منځ پوله ده چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ راوروسته په ډېرېدونکي ډول د افغانانو لخوا کارېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (یو اېن اېچ سي ار) وايي له دوو مېلیونو زیات افغان کډوال په ایران، پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو کې ثبت دي.