بریتانيا ته د کډوالو راتګ: تېرو ورځو کې له انګرېز تنګي ګڼ کسان اوښتي
د خپرېدو وخت
د هغو کډوالو شمېر کې چې وړو کښتيو کې له انګرېز تنګي اوړي، يوه ورځ کې نوی لوړ ريکارډ جوړ شوی دی.
د بريتانيا دفاع وزارت وايي وړمه ورځ ۱۳ سوه کسان اوښتي دي. دا څلور کاله مخکې له هغه راهیسې چې د شمېرو ثبتول پيل شوي، د ټولټال ورځنيو شمېرو یې تر ټولو لوړه ده.
سږنی کال تر دې دمه، ۲۲ نیم زره خلک د اوبو له دې تنګي بريتانيا ته اوښتي دي.