ژوندۍ پاڼه, ټرمپ د خارګ ټاپو د نیولو له ګواښ وروسته: نه پوهېږم امریکا دې کار ته چمتو ده که نه

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ساعته وروسته له هغه چې د خارګ ټاپو د نیولو ګواښ کړی و، د دې کار د عملي کېدو په اړه زړه-نازړه شوی او ویې ویل چې ډاډه نه دی امریکا د داسې پوځي عملیاتو لپاره "چمتو" یا "لېواله" ده که نه. هغه زیاته کړې چې په نژدې راتلونکي کې به امریکا د ایران د تېلو او ګازو په بازارونو "بشپړ کنټرول" ولري. دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې امریکا تایید کړه عمان ته څېرمه یې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې پکې درې هندي ماڼوګان وژل شوي وو.

لنډیز

  • ټرمپ وايي امریکا به نن شپه ایران 'ډېر سخت وولي' او د خارګ ټاپو نیولو ګواښ یې کړی
  • د سنګاپور د تېلو زېرمې نژدې د ۱۳ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې
  • چین او روسیې د پوځي عملیاتو د درولو او د خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه
  • ایران د پوځي مخامختیا په حال کې د اوربند 'بې‌ګټې' بولي
  • د ایران او امریکا تازه شخړې د نفتو بیې لوړې کړې
  • کویت د ایران بریدونو له کبله په موقت ډول هوايي حریم تړلی
  • سپاه: د اردن هوايي اډه کې مو د امریکا جنګي الوتکې په نښه کړې
  • سپاه: هېڅ بېړۍ دې له لنګرځایونو (بندرونو) نه خوځېږي

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, هغه څلور دلیلونه چې ایران او امریکا ته یې د اوربند ساتل ګران کړي دي

      • Author, لوییس باروچو
    ایران

    د عکس سرچینه، Atta Kenare / AFP via Getty Images

    د اوربند هغه هوکړه چې د تېرې اپرېل میاشتې په لومړیو کې د امریکا او ایران ترمنځ‌ وشوه، اوس داسې ښکاري چې په سيمه کې د بریدونو له یوې نوې څپې وروسته له زیاتېدونکي فشار سره مخ ده.

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او لوړ پوړو ایرانیو چارواکو له تازه بریدونو وروسته یوه بل ته نوي‌ ګواښونه کړي دي.

    تېره چهارشنبه امریکا وویل چې په خلیج کې یې د یوې چورلکې له نسکورېدو وروسته د ایران پوځي او د رادار مرکزونه په بریدونو کې په نښه کړي دي.

    د ایران انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران یې په غچ کې په بحرین او اردن کې پر امریکايي اډو حملې وکړې او کوېت هم وویل چې پر دغه هېواد د یوه بل برید مخه یې نیولې ده.

    د بریدونو دا تازه څپه له هغه څو ورځې وروسته پیل شوه چې ایران د تېرې یکشنبې په ورځ پر اسرائيلو د توغندیو ګوزارونه وکړل.

    اسرائيلو یې په ځواب کې د ایران په مرکز او لوېدیځ کې ځينې هدفونه بمبار کړل. دا د اوربند له پیل راهیسې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ‌ پر یوه بل د بریدونو لومړۍ مستقیمه تبادله وه.

    ټرمپ بیا پر دواړو خواو غږ کړی و چې "ډزې" و دروي.

  2. وروستی, ټرمپ د خارګ ټاپو د نیولو له ګواښ وروسته: نه پوهېږم امریکا دې کار ته چمتو ده که نه

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو ساعته وروسته له هغه چې د خارګ ټاپو د نیولو ګواښ کړی و، د دې کار د عملي کېدو په اړه زړه-نازړه شوی او ویې ویل چې ډاډه نه دی امریکا د داسې پوځي عملیاتو لپاره "چمتو" یا "لېواله" ده که نه.

    هغه له "فاکس نیوز" شبکې سره په مرکه کې وویل چې امریکا تېره شپه پر ایران ۲۵۰ میلیون ډالري بمونه غورځولي او یو ځل بیا یې د خارګ ټاپو د نیولو خپل ګواښ تکرار کړ.

    په ورته وخت کې ټرمپ زیاته کړه: "زه ډاډه نه یم چې هېواد به د دې کار لپاره تیاری ولري، که څه هم دا یو ښه نظر دی".

    ښاغلي ټرمپ څو ساعته مخکې په یوه پیغام کې ویلي وو چې امریکا به په نژدې راتلونکي کې خارګ ټاپو او د ایران نور د تېلو بنسټیز تاسیسات تر خپل کنټرول لاندې راولي.

  3. وروستی, خارګ ټاپو: د ایران د تېلو صادراتو د مرکز په اړه څومره پوهېږئ؟

    د ویډیو تشریح، ولې خارګ ټاپو د ایران لپاره حیاتي دی

    خارګ د مرجانو یو ټاپو دی چې یوازې ۲۰ کیلومتره مربع مساحت لري او په جنوب لوېدیځ ایران کې موقعیت لري، چې د ایران په اداري وېش کې د بوشهر ولایت پورې اړه لري.

    دلته هوسۍ د نفتو د تاسیساتو ترڅنګ ګرځي. دغه ټاپو د هوسیو د ژوند او زېږېدنې لپاره مناسب ځای دی. څو کاله وړاندې هوسۍ دې ټاپو ته راوړل شوي او د وروستیو راپورونو له مخې د هوسیو شمېر د ټاپو له ظرفیت زیات شوی دی.

    خارګ ټاپو د ایران لپاره اقتصادي ارزښت ډېر لوړ لري، په ځانګړي توګه د نفتو د صادراتو له نظره، ځکه چې خارګ د ایران د نفتو د صادراتو اصلي ترمینل دی.

    خارګ د هېواد د سوځېدونکو نفتو په سوېلي سیمو کې د نژدېوالي، د سمندري موقعیت ښه والي او د لویو نفتو ټانکرونو لپاره کافي ژوروالي له امله، د خامو نفتو د صادراتو او بارولو لپاره تر ټولو مناسب ځای ګڼل شوی دی.

    خارګ د ایران د نفتو په میدانو کې د مرکزي ځای په توګه ګڼل کېږي، له همدې امله د خارګ تر ټولو مهمه ځانګړنه د نفتو د ذخیره کولو او صادراتو لپاره د غوره ځای لرل دي.

  4. وروستی, جاپان: د هرمز تنګي پر کړکېچ سربېره د تېلو کافي زېرمې لرو

    سناې تاکایچي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، لومړۍ وزیرې ویلي چې د جون په ۱۳مه به اروپا ته سفر وکړي او د بریتانیا او ایټالیا له مشرانو سره تر لیدنو وروسته به د جي اوه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

    د جاپان لومړۍ وزیرې سناې تاکایچي اعلان کړی چې هېواد یې د ایران د جګړې او د منځني ختیځ د روان کړکېچ سره سره د بدیلو خامو تېلو وارداتو او ستراتیژیکو زېرمو په کارولو سره د ۲۰۲۸ کال د مارچ تر پایه د تېلو باثباته اکمالات خوندي کړي دي.

    نوموړې د پنجشنبې په ورځ د کابینې غونډې ته وویل چې د جاپان د انرژۍ د خوندیتوب پخوانی اټکل شاوخوا یو کال نور هم غځول شوی او حکومت په روانه میاشت کې د تېلو د اضافي زېرمو د خوشې کولو پلان نه لري.

    د هغې په وینا، جاپان د جون میاشتې لپاره د تېر کال د منځني میاشتني مصرف ۸۰ سلنه او د جولای لپاره ۱۰۰ سلنه معادل بدیل اکمالات برابر کړي دي. هغې زیاته کړه چې د جولای په میاشت کې به له امریکا د خامو تېلو واردات د تېر کال د میاشتني اوسط په پرتله له لسو چنده زیات وي.

    د زېرمو کارول

    جاپان د منځني ختیځ د کړکېچ له امله د رامنځته شویو اکمالاتي ستونزو د جبران لپاره خپلې ستراتیژیکې زېرمې کاروي. د مارچ په ۱۶مه یې د هېواد د شاوخوا ۵۰ ورځني مصرف معادل تېل بازار ته وړاندې کړل.

    وروسته یې د تېل تولیدوونکو هېوادونو سره په ګډو زېرمو کې ساتل شوي د پنځو ورځو معادل ذخایر هم وکارول او د مې له لومړۍ نېټې راهیسې یې د نورو ۲۰ ورځو معادل زېرمو د کارولو لړۍ پیل کړه.

    JAPAN

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د ۲۰۱ ورځو معادلې زېرمې

    د جاپان د اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت وزارت د معلوماتو له مخې، د جون تر اتمې نېټې پورې دغه هېواد د ۲۰۱ ورځو د تېلو مصرف معادل ذخایر لرل.

    له دې جملې، ۱۰۷ ورځې د حکومت په زېرمو کې، ۹۲ رځې د خصوصي شرکتونو په زېرمو کې او درې ورځې د تېل تولیدونکو هېوادونو سره په ګډو زېرمو کې ساتل شوې وې.

    جاپان په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو خامو تېلو ۹۴ سلنه له منځني ختیځه وارد کړي وو. د دغو وارداتو ۹۳ سلنه د هرمز تنګي له لارې ترسره کېدل، هغه مهم سمندري مسیر چې د سیمې د کړکېچ له امله تر سخت فشار لاندې دی.

    د G7 په غونډه کې د جاپان دریځ

    لومړۍ وزیرې ویلي چې د جون په ۱۳مه به اروپا ته سفر وکړي او د بریتانیا او ایټالیا له مشرانو سره تر لیدنو وروسته به د جي اوه سرمشریزه کې ګډون وکړي.

    هغې وویل چې په دغه غونډه کې به د هرمز تنګي په څېر مهمو سمندري لارو کې د آزاد او خوندي تګ راتګ، د ستراتیژیکو تېلو زېرمو د پیاوړتیا او د تېل تولیدونکو او مصرفوونکو هېوادونو ترمنځ د لا پراخې همکارۍ غوښتنه وکړي.

  5. وروستی, د امریکا او ایران بریدونو ته نړیوال غبرګونونه

    هند: هند امریکا تورنه کړه چې پر درېیمې کښتۍ یې برید کړی چې هندي ماڼوګان پکې سپاره وو. د هند د بهرنیو چارو وزارت امریکا تورنه کړې چې نن سهار یې د عمان د شیناس بندر ته نژدې پر درېیمې کښتۍ، چې هندي سمندري کسان پکې سپاره وو، برید کړی دی.

    د هند د سمندري چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د "جالویر" په نوم کښتۍ چې د ګیني بېساو بیرغ یې لېږداوه، ۲۰ هندي سمندري کسان پکې وو او برید پرې وشو. ویل کېږي چې ټول عمله روغه ده او د هغوی د ایستلو عملیات لا هم روان دي.

    سعودي عربستان: ریاض د ایران له لوري پر بحرین، اردن او کویت بریدونه غندلي او د منځني ختیځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د پاکستان او قطر په منځګړیتوب د خبرو د بیا پیل غوښتنه وکړه.

    د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د "تاوتریخوالي د کمولو او زغم" پر اړتیا ټینګار کړی او له ټولو لورو یې غوښتنه کړې چې د ډیپلوماسۍ لارې ته بېرته ستانه شي او هغه رغنده خبرې بیا پیل کړي چې د پاکستان په ملاتړ او د قطر د هڅو ترڅنګ روانې دي.

    اردن: د اردن پوځ د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایرانه توغول شوي "۲۰ توغندي" یې شنډ کړي او له منځه وړي دي؛ د ایران سپاه پاسداران مخکې ویلي وو چې په هغه هېواد کې یې د امریکا یو قوماندې مرکز هدف ګرځولی دی.

    د اردن د پوځ په بیان کې راغلي: "د پنجشنبې پر سهار، د هوایي دفاع سیسټمونو او د اردن شاهي هوایي ځواکونو د ایران له خوا پر ازرق سیمې توغول شوي ۲۰ توغندي تعقیب او ویشتلي دي".

    دا سیمه له پلازمېنې عمان ښاره شاوخوا ۸۰ کیلومتره ختیځ ته موقعیت لري.

  6. وروستی, ایراني رسنۍ: هرمز تنګي ته نژدې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    د ایران نیمه رسمي خبري اژانس "مهر" راپور ورکړی چې هرمز تنګي ته څېرمه د سیرک ښار په شاوخوا کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

    په راپور کې ویل شوي چې د ایران په سوېلي هرمزګان ولایت کې د سیرک ولسوالۍ ته نژدې څو چاودنې اورېدل شوې، خو لا نه ده روښانه شوې چې د چاودنو لامل څه و.

    بي‌بي‌سي ته دا راپور په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی او نه هم امریکا او نه ایران په رسمي ډول په دې اړه کومې مستقیمې څرګندونې کړې دي چې برید شوی یا نه.

  7. وروستی, ټرمپ وايي امریکا به نن شپه ایران 'ډېر سخت وولي' او د خارګ ټاپو نیولو ګواښ یې کړی

    TRUMP

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالات به نن شپه پر ایران "ډېر سخت برید" وکړي او ګواښ یې کړی چې د ایران د نفتو د صادراتو مهم "خارګ ټاپو" به تر خپل کنټرول لاندې راولي.

    هغه زیاته کړې چې په نژدې راتلونکي کې به امریکا د ایران د تېلو او ګازو په بازارونو "بشپړ کنټرول" ولري.

    دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې امریکا تایید کړه عمان ته څېرمه یې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې پکې درې هندي سمندري کسان وژل شوي وو.

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Truth Social

  8. وروستی, امریکا فارس خلیج کې پر درېیمې کښتۍ برید تایید کړ

    بېړۍ

    د عکس سرچینه، US Centcom

    د عکس تشریح، د امریکا پوځ پر "سته‌بلو" کښتۍ د برید ویډیو خپره کړه

    امریکا منلې ده چې د اېم ټي جالویر په نامه یوه کښتۍ یې ویشتلې ده، چې د ګیني بیساو بیرغ پرې رپېده.

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) ویلي چې دغه کښتۍ د "سمندري کلابندۍ د ماتولو" په هڅه کې وه او غوښتل یې د ایران تېل د عمان سمندر له لارې انتقال کړي.

    د سېنټکام په وینا، دا برید د روانې اونۍ په ترڅ کې په فارس خلیج کې د امریکا له خوا پر کښتیو د هدف ګرځولو درېیمه پېښه ده.

    امریکا تر دې مخکې پر اېم ټي ماریواکس او اېم ټي ستالې کښتیو هم بریدونه کړي دي.

  9. وروستی, هند پر یوه سوداګریزه بېړۍ د امریکا برید کې د درېیو هندي سمندري ماڼوګانو مړینه تایید کړه

    د هند د بندرونو او سمندري ترانسپورت وزیر ویلي چې درې هندي سمندري کارکوونکي د عمان سمندرګي په ساحلونو کې پر یوې سوداګریزې کښتۍ تر برید وروسته وژل شوي دي.

    د هند وزیر سرباناندا سونوال په یوه بیان کې د اېم‌ټي ستالی کښتۍ ته په اشارې، چې د پالاو بیرغ پرې رپېده ویلي: "دا ډېره د خواشینۍ خبره ده چې دا پېښه رامنځته شوه".

    هغه زیاته کړه چې د درې هندي سمندري کارکوونکو مړي، چې مخکې ورک ګڼل شوي وو، موندل شوي او د هغوی مړینه تایید شوې ده.

    وزیر وویل چې د هند حکومت د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او امر یې کړی چې ژغورل شوي عمله ژر تر ژره هېواد ته ستانه شي، او د وژل شویو کسانو مړي د خاورو سپارلو لپاره هند ته ولېږدول شي.

    د هند د بهرنیو چارو وزارت له دې برید وروسته په نوي ډیلي کې یو لوړپوړی امریکایي ډیپلومات احضار کړی او د دې اقدام په اړه یې خپل "سخت اعتراض" ثبت کړی دی.

    دا په یوه اونۍ کې دویم راپور شوی برید دی چې امریکا د یوې تجارتي کښتۍ پر ضد کړی، چې ډېری عمله یې هندي وګړي وو.

    تر دې مخکې، د جون په ۸مه، د عمان چارواکو ۲۴ هندي سمندري کارکوونکي د MT Marivox له ټانکره ژغورلي وو، چې وروسته له هغه د امریکا د برید له امله اور اخیستی و.

  10. وروستی, د سنګاپور د تېلو زېرمې نژدې د ۱۳ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوې

      • Author, جېسلین لېر او ټریکسي یاپ
    سنګاپور

    د عکس سرچینه، Getty Images

    • د درنو تېلو زېرمې د نژدې اتو کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.
    • د ډیزلو او جېټ سون‌توکو زېرمې د درې میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته نږدې دي.
    • د سپکو سون‌توکو زېرمې لږ څه لوړې شوې دي.

    د رسمي معلوماتو له مخې، د اسیا په مهم سوداګریز مرکز سنګاپور کې د نفتي محصولاتو زېرمې د منځني ختیځ د روانې شخړې له امله نژدې د ۱۳ کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته راټیټې شوې دي. د دې کمښت اصلي لامل د پاتې شونو یا درنو تېلو د زېرمو چټک کمېدل بلل شوي دي.

    د سينګاپور تشبث د معلوماتو له مخې، د جون تر ۱۰مې پورې په یوه اونۍ کې د سنګاپور د نفتي محصولاتو ټولې ځمکنۍ زېرمې ۳۴.۴۱ میلیونه بېرله وې، چې د ۲۰۱۳ کال له جولای راهیسې تر ټولو ټیټه کچه ده.

    د نړۍ په مهمو زېرمو مرکزونو کې د تېلو زېرمې مخ په کمېدو دي، ځکه چې د امریکا او ایران د جګړې له امله د منځني ختیځ ډېری صادرات لا هم محدود شوي دي.

    د درنو پاتې شونو تېلو زېرمې، چې عموماً د بېړیو د سون‌توکو یا د تصفیه‌ځایونو د خامو موادو په توګه کارېږي، د جون تر ۱۰مې ۱۴.۸۴ میلیونه بېرلو ته راټیټې شوې، چې نژدې د اتو کلونو تر ټولو ټیټه کچه ده.

    د درنو نفتي محصولاتو خالص واردات د تېرې اونۍ پرتله ۳۶.۳ سلنه کم شوي او له منځني ختیځه د وارداتو په کچه کې کوم زیاتوالی نه دی لیدل شوی.

    سنګاپور

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د سپارټا کموډیټیز شنونکو ویلي: "وروستي جریانونه د امریکا د درنو صادراتو او د بېړیو د بیا ځای پر ځای کېدو له امله تر یوه حده ثابت پاتې شوي، خو دا یوازې لنډمهاله ملاتړ دی".

    هغوی زیاته کړې: "زېرمې مصرفېږي، مهم سوداګریز مرکزونه د خپلو عملیاتي لږ تر لږه حدونو ته نږدې کېږي او د هرمز تنګي په شاوخوا کې جیوپولیټیکي خطرونه لا هم نه دي حل شوي."

    د تېلو سوداګر اټکل کوي چې د لوېدیځ له لوري د نویو اکمالاتو په راتګ سره به د درنو تېلو زېرمې بېرته لوړې شي.

    په همدې حال کې، د منځنیو سون‌توکویا اېم‌‌ډي زېرمې لا نورې هم کمې شوې او د درېیو میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته نژدې شوې دي، سره له دې چې د ډیزلو او جېټ سون‌توکو خالص صادرات زیات شوي دي.

    په سنګاپور کې د ډیزلو او جېټ سون‌توکو زېرمې شاوخوا ۶.۹ میلیونه بېرله ثبت شوې، په داسې حال کې چې یوه اونۍ مخکې ۷.۳ میلیونه بېرله وې.

    د ډیزلو خالص صادرات د تېرې اونۍ پرتله نژدې پنځه برابره ډېر شوي، خو ټول واردات ۴۲ سلنه راکم شوي دي.

    د وارداتو اصلي برخه له هند، سوېلي کوریا او اندونیزیا راغلې ده.

  11. وروستی, پر کړکېچونو سربېره؛ درې د مایع طبیعي ګاز بېړۍ له هرمز تنګي تېرې شوې

    Hormuz strait

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د بېړیو د څار معلومات ښيي چې درې د مایع طبیعي ګاز لېږدوونکې بېړۍ، چې د یوې مودې لپاره یې د موقعیت معلومولو سیستمونه بند کړي وو، له هرمز تنګي تېرې شوې او د اسیا پر لور روانې شوې دي.

    د رویټرز د راپور له مخې، دا پرمختګ په داسې حال کې رامنځته شوی چې امریکا او ایران د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره پر یو بل هوايي بریدونه کړي او په سیمه کې د سمندري تګ راتګ د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

    د کواټر انرجي تر مدیریت لاندې د لیبرتاه او راشده په نوم دوې بېړۍ او د ابو ظبۍ د تېلو ملي شرکتونو تر مدیریت لاندې د ماریګولډ په نوم بېړۍ د هرمز له تنګي تر تېرېدو وروسته د پاکستان، هند او سوېل ختیځې اسیا پر لور روانې شوې دي.

    د معلوماتو له مخې، د فبرورۍ میاشتې په وروستیو کې د جګړې له پیل راهیسې لږ تر لږه ۱۲ د مایع طبیعي ګاز کارګوګانې د هرمز له تنګي تېرې شوې دي.

  12. وروستی, چین او روسیې د پوځي عملیاتو د درولو او د خبرو اترو د دوام غوښتنه وکړه

    lin jian

    د عکس سرچینه، Getty Images

    چین د ایران پر ضد د امریکا د نویو بریدونو په غبرګون کې په کلکه د منځني ختیځ د پوځي عملیاتو د سملاسي درلو غوښتنه وکړه.

    د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان په یوه خبري غونډه کې د منځني ختیځ د وضعیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل:

    "چین په کلکه له ښکېلو خواوو غواړي چې ژر تر ژره پوځي عملیات ودروي، د خبرو او مذاکراتو مېز ته بېرته راستانه شي، د اړوندو هېوادونو د منځګړیتوب هڅو ته مثبت ځواب ووایي او هر څومره ژر چې ممکن وي، یو هراړخیز او تلپاتې اوربند ته ورسېږي."

    بله خوا، روسیې ویلي چې امریکا او ایران باید بېرته مذاکراتو ته ستانه شي او د شخړې د حل لپاره سیاسي او ډیپلوماتیکه لاره غوره کړي.

    روسیې پخوا هم د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د دوام او د کړکېچ د کمولو ملاتړ کړی او د منځګړیتوب چمتووالی یې ښودلی دی.

  13. وروستی, ایران د پوځي مخامختیا په حال کې د اوربند 'بې‌ګټې' بولي

    ایران

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د ایران د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له امریکا سره اوربند په عملي توګه بې‌ګټې او بې‌اعتباره شوی دی.

    وزارت په یوه خبرپاڼه کې وویل: "وروستیو بریدونو اوربند په عملي توګه بې‌معنا کړی دی" او زیاته یې کړه چې وروستیو پېښو د دواړو خواوو ترمنځ د هر ډول تاوتریخوالي کمولو او ارامۍ ته د ژمنتیا فرصتونه زیانمن کړي دي.

    په اعلامیه کې راغلي: "موږ پر ایران د تېرې شپې د امریکا د پراخو بریدونو له امله د امریکایي رژیم جنایتونه په کلکه غندو." وزارت دغه عملیات یو خطرناک کړکېچن اقدام او د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله.

    د سي اېن اېن شبکې د یوه ډیپلوماتیکې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره خبرې اترې، چې ټوله شپه یې دوام کړی، لا هم د ټاکل شوې لارې سره سم روانې دي.

    امریکا او ایران د پنجشنبې په ورځ د دویمې پرله‌پسې ورځې لپاره پر یو بل هوايي بریدونه وکړل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ نوې کچه ښيي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې که تهران سملاسي د سولې له یوې هوکړې سره موافقه ونه کړي، نور بریدونه به هم ترسره کړي.

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ پر اېکس یوه بیان کې ویلي چې "د سمندري او هوايي ځواکونو امریکایي کنډکونو د دقیقو هدایت کېدونکو وسلو په وسیله هغه ایراني هدفونه په نښه کړل چې د امریکایي ځواکونو او نړیوالو سوداګریزو بېړیو لپاره ګواښ بلل کېدل".

    بله خوا، ایران اعلان کړی چې په بحرین کې یې د امریکا سمندري ځواکونو پنځم ټولی یې د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړی دی. دا خبر ایراني دولتي رسنیو خپور کړی دی.

    همدارنګه، د ایران سپاه پاسداران انقلاب اسلامي اعلان کړی چې په کویت کې یې د علي السالم هوايي اډه او احمد الجبار هوايي اډو کې د امریکا اړوند ۱‍۸ پوځي هدفونه ویشتلي دي.

  14. وروستی, د امریکا مرکزي قوماندانۍ یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ادعا کوي پر ایران د توغندیو بریدونه ښکاري

    د ویډیو تشریح، د امریکا مرکزي قوماندانۍ یوه ویډیو خپره کړې چې پکې ادعا کوي پر ایران د توغندیو بریدونه ښکاري.
  15. د ایران او امریکا تازه شخړې د نفتو بیې لوړې کړې

    د پنجشنبې سهار، پر اسیايي بازارونو د امریکا او ایران ترمنځ د تازه شخړې اغېزې خورا چټکې وې. د سمندري لارو د بشپړ بندیز د اعلان او پر کښتیو د ممکنه بریدونو د راپورونو تر خپرېدو وروسته، د نفتو په بیو کې سملاسي زیاتوالی راغی.

    د برینټ خام تېلو بیه ـ چې د نړیوالو نفتو د بیو معیار بلل کېږي، د اسیايي بازارونو، سهارنۍ راکړه ورکړه نږدې دوه سلنه لوړه کړه او د هر بیرل بیه له ۹۵ ډالرو واوښته.

    دې سره دا اندېښنې هم را ټوکېدلي چې که ترینګلتیا همداسې پاتې شي، بیې نورې هم لوړېدلی شي.

  16. کویت د ایران بریدونو له کبله په موقت ډول هوايي حریم تړلی

    د کویت ملکي هوايي چلند ادارې د ''ایراني یرغل'' له امله د احتیاطي تدابیرو په توګه د هېواد هوايي حریم په لنډمهاله توګه تړلو اعلان کړی.

    د ادارې لخوا په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې الوتنې به د تائید شویو موافقو او طرزالعملونو له مخې بدیلو هوايي ډګرونو ته واستول شي.

    دغه راز د کویت د دولتي اړیکو مرکز ویلي چې د هېواد هوايي دفاعي سیستم توانېدلی چې ''هوايي هدفونه'' په بریالیتوب سره په نښه او له منځه یې یوسي.

  17. سپاه پاسداران ځواک ادعا کوي، د اردن په هوايي اډه کې یې د امریکا جنګي الوتکې په نښه کړې

    د ایران سپاه پاسدران ځواکونو ادعا کړې چې د ۱۲بالسټیک توغندیو په کارولو سره یې په اردن کې د الأزرق هوايي اډه او کنټرول مرکز کې د امریکا پوځ مهم هدفونه ویشتلي دي.

    د سپاه په وینا، په دې برید کې د امریکا پرمختللې جنګي الوتکې هم په نښه شوي دي، چې پکې ایف-۳۵، ایف-۱۵ او ایف-۱۶ ډوله الوتکې هم شاملې دي.

    په اعلامیه کې ویل شوي چې دا عملیات د امریکا د پوځ تاسیساتو او عملیاتي جوړښت ته د زیان رسولو لپاره ترسره شوي دي.

    تر دې مهاله، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د دې ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې یې هغه راپورونه رد کړي و چې ګواکې په ایران کې پر امریکايي جنګي الوتکه برید شوی او یا د هرمز تنګی په بشپړ ډول تړل شوی، او دا یې «ناسم» بللي دي.

    په دې انځور کې چې له تهرانه خپور شوی، د ایراني توغندیو توغولو صحنه ښودل شوې ده. دا سکرین‌شاټ د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۰مه نېټه خپور شوی دی. د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په وینا، په دې عملیاتو کې مهم هدفونه په نښه شوي، چې پکې په اردن کې د امریکا پوځي اډه او نور مهم تاسیسات هم شامل دي.

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، په دې انځور کې چې له تهرانه خپور شوی، د ایراني توغندیو توغولو صحنه ښودل شوې ده. دا سکرین‌شاټ د ۲۰۲۶ کال د جون په ۱۰مه نېټه خپور شوی دی. د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو په وینا، په دې عملیاتو کې مهم هدفونه په نښه شوي، چې پکې په اردن کې د امریکا پوځي اډه او نور مهم تاسیسات هم شامل دي.
  18. د ایران سپاه پاسداران سمندري ځواکونو ویلي، هېڅ بېړۍ دې له لنګرځایونو (بندرونو) نه خوځېږي

    دا خبرداری له هغه وروسته ورکړل شوی چې په ایران کې د ''خاتم الانبیاء قرارګاه'' له لوري د هرمز تنګې د ''بشپړ تړل کېدو'' اعلان خپور شو.

    د پنجشنبې سهار په خپره شوې خبرپاڼه کې د سپاه سمندري ځواک ویلي:

    ''د امریکايي دښمن لخوا د اوربند د شرایطو له پرلپسې نقض وروسته، د هرمز تنګی تر بلې خبرتیا پورې تړل کېږي. موږ خبرداری ورکوو چې هېڅ بېړۍ دې په فارس خلیج او د عمان په سمندر کې له خپل لنګرځایه ونه خوځېږي. د هرمز تنګې ته نږدې کېدل به له دښمن سره د همکارۍ په توګه بلل کېږي.''

  19. وروستی, سنټکام وايي، پر ایران یې د تازه بریدونو لړۍ ودروله

    د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) وايي، پر ایران یې د خپلو وروستیو بریدونو پړاو پای ته رسولی دی. دا اعلان څو دقیقې وروسته له هغه وشو چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له فاکس نیوز خبري شبکې سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د ایران د ''مستقیمې غوښتنې'' پر بنسټ بریدونه درول کېږي.

    خو ایران سملاسي دا ادعا رد کړه او وايي برعکس، د هغوی د وسلوالو ځواکونو د متقابلو بریدونو له امله امریکايي ځواکونه اړ شوي چې خپل بریدونه پای ته ورسوي.

    په ورته مهال ایران وايي، د سیمې په کچه یې پر امریکایي اډو د ډرون او توغندويي بریدونه کړي دي او د امریکا د نوو بریدونو په غبرګون کې یې د هرمز تنګی په بشپړ ډول تړلی دی.

  20. ایران وايي، په بحرین کې یې د امریکا پر پوځي اډې ډرون برید کړی

    د پنجشنبې پر سهار د امریکا له بریدونو څو ساعته وروسته، د ایران دولتي رسنیو د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړ چې:

    ''په بحرین کې د امریکا پپنځمه بحري بېړۍ د پوځ ډرون بریدونو کې په نښه شوې ده. په دې بریدونو کې د اړیکو انتنونه او د پاټریوت دفاعي سیستم راډار تاسیسات په نښه شوي دي.''

    په ورته مهال سپاه پاسداران ځواک ادعا کړې چې په سیمه کې یې د امریکا ۱۸ مهم هدفونه ویشتلي دي.

    د سپاه نیوز ټیلیګرام کانال لیکلي:

    ''په دوو عملیاتي څپو کې، د امریکا پوځ اړوند ۱۸ مهم هدفونه په 'علي السالم'،'احمد الجابر' او دغه راز 'شیخ عیسی' هوایي اډو کې ویشتل شوي او له منځه وړل شوي دي.''

    بلخوا، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) تر اوسه پورې د ایران د دې ادعاوو په اړه څه غبرګون نه دی ښودلی.