بلوچستان: وسله والو د پولیسو پر دوو مرکزونو بریدونه کړي، وسلې یې له ځان سره وړې

بلوچستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ارشیف تصویر
د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د پاکستان بلوچستان پشین او قلعه عبدالله سیمو کې د پنجشنبې پر ورځ نامعلومو وسله‌ والو د پولیسو پر دوو تمرکزونو (تهاڼو) بریدونه کړي، زیان یې اړولی او له امنیتي کسانو یې وسلې هم تښتولي دي.

د بلوچستان کورنیو چارو وزارت د رسنیو مرستیال بابر یوسفزی وايي، په قلعه عبدالله کې برید د ګیلو په سیمه کې شوی.

بي‌بي‌سي سره د ټیلیفون له لارې د قلعه عبدالله یو پولیس افسر، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي، پر چهارشنبه د وسله ‌والو یوې لویې ډلې ډیورنډ کرښې ته نژدې ګلستان سیمه کې د ګیلو پر پولیسو پوستې برید وکړ.

د هغه په وینا، بریدګرو د پولیسو مرکز ونړاوه او ځینې برخې یې وسوځولې.

هغه زیاته کړه چې په دې برید کې ځاني زیان نه دی اوښتی، خو بریدګرو دوه ایس‌اېم‌جي وسلې، یوه موټر او یو موټر سایکل له ځان سره وړي دي.

یو لوړپوړی پولیس افسر وايي، کله چې پولیس او امنیتي ځواکونه د عملیاتو لپاره ورسېدل، بریدګر تر هغه وړاندې تښتېدلي وو.

نوموړی زیاتوي، دا سیمه د نوشکي ضلعې ته نږدې موقعیت لري.

په همدې ورځ یو بل برید هم وشو، چې پکې وسله ‌والو د پشین د دینار سیمه کې د سلطان پولیسو مرکز ته زیان ورساوه.

د پشین یو پولیس افسر ویلي بریدګرو نه یوازې مرکز ته زیان رسولی، بلکې له پولیسو یې وسلې هم اخیستي دي.

د یادونې ده چې تر اختر مخکې، د همدې مرکز له سیمې نامعلومو وسله‌ والو د مالدارۍ له یوه فارم څخه تر ۴۰۰ ډېر پسونه هم تښتولي وو.

دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پولیسو پر مرکزونو درېیم برید و.

له دې وړاندې، د دکۍ په نرهان پولیس مرکز هم وسله ‌والو برید کړی و.

د دکۍ د پولیسو مشر منصور احمد بزدار وايي، بریدګرو د درنو وسلو په کارولو سره برید وکړ، خو د پولیسو سخت مقاومت له امله ونه توانېدل چې مرکز ته ننوځي.

هغه وايي، په نښته کې د پولیسو یو کس وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.

د دې بریدونو مسوولیت د وسله والو بېلتونپالو ممنوع بلل شوې بلوچ لبریشن ارمي (بي ایل اې) منلی دی.